ټولنیز ژوند

د فېسبوک نوې، چټکه، ځانګړې، اسانه او په ټوله کې خوندوره بڼه

لیکنه: مهرتاج څه باندي کال مخکې «مارک زاګربرګ» د فېسبوک د نوي ډیزاین په هکله زیري ورکړی و. اوس هغه وخت راورسېد او ډېر ژر به نوي ډیزاین د کلاسیک فېسبوک ځای ونیسي. د فېسبوک مشرانو د فېسبوک دیسک ټاپ ورژن لپاره خپل نوی ډیزاین روان کال د مې په میاشت کې خپلو کاروونکو ته وروپیژانده، هغه وخت کې دوی ویلي وو، چې دا به د کاروونکو خپلې خوښې ته پرېږدو، چې دوی نوی ډیزاین … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

د پوستکي یو متخصص نارینه و ته د ږیرې پرېښودو سپارښتنه کوي

ملیحه ناصري په روسیه کې د پوستکي او ویښتو یوه متخصص نارینه‌وو ته د ږیرې/ برېتو د پرېښودو اړوند غږیدلی دی. د روسي ورځپاڼې( ارګومېنټي اي فاکټي) لیکلي: طبي علومو ته نوماند او د پوستکي/ ویښتانو متخصص ناتالیا کوزلوا وايي چې ږیره او برېت پوستکی د لمر له ( مضرو وړانګو) ساتي او د پوستکي پر سرطان د اخته کېدو کچه راټيټوي. سربېره پر دې د مخ ويښتان د دې لامل کېږي چې طبیعي غوړ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ډله‌يیز کار پنځه سترې ستونزې

ژباړه: عطا محمد میاخېل د هغو کارمندانو لرل، چې په ښه توګه یو د بل ترڅنګ ډله ایز کار ترسره کوي، کولای شي ستاسو کار په ډېرې آسانۍ سره پرمخ یوسي، خو ډله ایز کار تل لکه څنګه چې پرمخ لاړ شي، نه ځي. په دې ځای کې هوډ لرو، چې د ډله ایز کار پنځو ستونزو ته اشاره وکړو، چې د ښې پایلې د ترلاسه کولو لپاره، غوره ده، چې لرې یې کړئ. یوې … نور ولولئ
پوهنه

د فېسبوک کارول ګټې او تاوانونه يې

ليکنه او راټولونه: شپنه سلګۍ فېسبوک یوه ټولنیزه وېبپاڼه ده، چې په ۲۰۰۴م د فبرورۍ په څلورمه د مارک زوکربرګ او په هارورډ پوهنتون کې د هغه د کوټې ملګرو په مرسته یې په کار پیل وکړ. د فیسبوک موسسینو په لومړیو کې د دې وېبپاڼې غړي یوازې د هارود پوهنتون په زده‌کونکو پورې تړاو درلود، وروسته یې نورو پوهنتونونو ته پراخه کړل په ورو ورو یې د لېسو زده‌کوونکو ته غړیتوب ورکول هم پیل … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

عصبي فشارونه د ژبې بندښت پیدا کوي

ژباړه او راټولونه: ملیحه ناصري د ژبې بندښت هغه ستونزه ده چې ماشومانو او غټانو ته هم پیدا کېدلی شي؛ خو ماشومانو کې ډېر لیدل کېږي. په ماشومانو کې له ۲-۴ کلنۍ پورې عادي دی. هلکان بیا تر نجونو ډېر ورسره مخ کېږي. له ۱۸-۲۴میاشتنۍ پیلېږي او تر ۵ کلنۍ دوام کوي. په ۶-۷ کلنۍ کې د ښوونځیو له پیل سره د سټرېس او وارخطایۍ له امله کېدی شي دا بندښت لا هم ډېر شي. … نور ولولئ
ادبیات

خادم باد سبا یم، که وم وم، که نه وم نه وم!

لیکنه: ملیحه ناصري ښاغلی قیام الدین خادم د پښتو ادب نومیالی شاعر، لیکوال، ژباړن، څېړنپوه، ژورنالیسټ/ خبریال و چې پښتو ته یې ډېر خدمتونه کړي دي. د شاعرۍ او لیکوالي موخه یې د پښتون ولس ویښول او د فکرونو رغول وو. ښاغلی قیام الدین خادم د ملا حسام دین زوی او د ملا علي ګل اخوندزاده لمسی و. اصلاً د کونړ د اخوندزاده‌ګانو دی. په قام زاخېل او بیا مومند و. په ۱۳۲۵ل. ل کې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

«نوشاخ» د افغانستان بام + انځورونه

لیکنه او راټولونه: نسیمه محمدي د نوشاخ کلک غر، په افغانستان کې لومړی او د هندوکش د لړۍ (تېراج میر) وروسته دویمه لوړه څوکه ده، چې د سمندر د اوبو له سطحې ۷۴۹۲ مټره لوړوالی لري. د نوشاخ لوړه څوکه د واخان په ملي پارک د بدخشان ولایت په شمال لوېدیځ او د پاکستان هېواد سره په کرښه پرته ده. د نوشاخ شمالي/ لوېدیځه لمن په افغانستان او سویلي/ ختیځې برخې یي په پاکستان هېواد … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د انسان په ځیګر، بډوډو او توري کې د پلاستیکي ذرو موندل کېدل

ژباړه: نسیمه محمدي مایکروپلاستیکونو زموږ د نړۍ ګوټ ګوټ ته لار موندلې. سمندرونو، خاورې، اوبو او خوراکي توکو ته او اوس څېړونکي د انسان د بدن په داخلي غړو کې، د دغه ذرو د شتون څخه خبر ورکوي. د سمندرونو د ټولنې په وینا، هر کال ۳۰۰ میلیونه ټُنه پلاستیکي پاتې شوني تولیدېږي. دا مواد د تجزیې وړ نه دي او په کوچنیو مایکروپلاستیک (د ۵ ملي مټره کوچنۍ) او نانوپلاستیک (د ۰،۰۰۱ملي مټر څخه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د عاشورا ورځ؛ مخینه او ارزښت یې

لیکنه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ د رسول الله ص د احاديثو او د اسلامي پوهانو د ليكنو  پر بنسټ د عاشورا ورځ يوه مباركه ورځ ده، چې له  اسلام څخه مخكې د جاهليت عربو او د يهوديانو په نزد هم د يوې سپېڅلې ورځې په نامه پېژندل كېدله او دوى به په دې ورځ كې روژه نیوله. د لغت‌پوهانو د تحليل پر بنسټ د عاشورا  کلمه له (عشر) څخه لكه څرنګه، چې د تاسوعا كلمه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

له څلورڅلوېښت کاله زندان‌تېرولو وروسته بې‌ګناه وپېژندل شو

‌لیکنه: محمدصابر حمیدي په امریکا کې تور پوستی زنداني ۴۴ کاله وروسته بې ګناه وپېژندل شو. د رپوټونو پر اساس د امریکا په متحده ایالاتو کې یو تورپوستی له ۴۴ کلونو زندان تېرولو سره وروسته بې ګناه وپېژندل شو او له زندان څخه ازاد کړل شو. د ان بي سي خبري اژانس د راپور له مخي د روني لونګ په نامه ۶۴ کلن تور پوستي پر یوې سپین پوستي نجلۍ د جنسي تېري په تور … نور ولولئ