په زړه پورې

د اکراین د پوځي الوتکي له غورځېدو او ۲۶ تنو وژل کېدو وروسته، د الوتکي تور بکس موندل سوی

خبریال: فضل الله فضلي د اکراین ولسمشر اعلان کړی، چي د یوې اکراينۍ پوځي الوتکي له نسکورېدو وروسته یې د الوتکي تور بکس یا ریکارډر موندلی او د هر اړخیزي څېړني امر یې ورکړئ دئ. تېره جمعې ورځ په اکراین کي ددې هیواد د هوايي ځواک یوه ترانسپورټي پوځي الوتکه د چوغیوف ښار په ختیځ کي نسکوره سوې، چي له امله یې ۲۶ تنه ووژل سول. ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل: د الوتکي بې پري څېړني … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په اماراتو کې ښځو ته د نارینه‌وو غوندې معاش ورکول کېږي

د متحده عربي اماراتو په خصوصي شرکتونو کې د کار کوونکو مېرمنو معاشونه د هغو نارینه‌وو سره برابر کړي، چې له دوی سره کار کوي. دا حکم  د ۲۰۲۰ د سپتمبر په ۲۵ نېټه نافذ شو. د متحده اماراتو د فدرالي قانون ۳۲ برخه؛ د کار کوونکو مېرمنو او کار کوونکو نارینه‌وو د معاشونو ترمنځ توپیر لري، خو اوس د ولسمشر فرمان لخوا تعدیل شوی. د رسنیو د راپورونو له مخې، د متحده اماراتو د … نور ولولئ
خوندیتوب

د لمر وړانګې د ژور خپګان مخنیوى کوي

ژباړه: شپنه سلګۍ د بدن د ویټامین ډي ټیټه کچه له ژور خپګان یا ډیپریشن سره اړیکې لري. په نړۍ کې شاوخوا ۳۰۰ میلیونه وګړي په ژور خپګان اخته دي او دا شمېره په زیاتېدو ده. د ژور خپګان ناروغانو ته د ویټامین ډي زرق د هغوی وضعیت او ناروغي ښه کوي. د ژور خپګان لپاره هغه خلک ډېر مساعد دي چې په بلاکونو او بې لمره ځایونو کې اوسېږي. د داسې کورنیو ماشومان مخرش … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د خپل ځان لپاره ژوند کول

ژباړه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ کوم کسان چې یوازې د ځان لپاره ژوند کوي هغوی تر ټولو ښه او خوندور ژوند لري، ځان ته ژوند کول موږ ته دا راښیي چې په پوره توګه او د ټولې مانا سره خپل هویت وپېژنو. کوم کسان چې خپل ځان لپاره ژوند کوي د هغوی نښې عبارت دي له: خپل ځانته ارزښت ورکوي. که څوک نیوکه پرې وکړي، هغه نیوکو ته پاملرنه نه کوي، فقد خپل کار کوي. … نور ولولئ
پوهنه

بې روزنې ښوونه خواږه زهر دي !

ليکنه: نورالله زهير ښوونه او روزنه دواړه نومونه دي. مصدرونه یې ښوول او روزل دي. د مصدرونو د (ل) پر ځای (نه) راوړل حاصل مصدر دی، چي له دواړو مصدرونو ئې ښووونه او روزنه نومونه جوړ کړي دي. دواړي هم وزنه او همږغي کلمې دي. ښوونه او روزنه دواړي مترادفي/ هم معنا کلمې نه دي. دواړي بيلي بيلي کلمې دي. له يو بل سره لازم او ملزوم دي. د يو بل بشپړوونکي دي. په دې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

غږیز کتاب څه وخت او ولې رامنځته شو؟

لیکنه: حامد حقمل مطالعه یې دوې دقیقې وخت نیسي. که د غږیز کتاب تاریخ ته وګورو، چې څه وخت رامنځته شوی، نو ویلی شو چې د غږیز کتاب لپاره  لومړۍ نظریه ۱۹۳۱ د امریکا په کنګره  کې رامنځته شوه. دغه پروژه چې «د ړاندو لپاره کتاب» نوم یې درلود. امریکایانو غوښتل چې د دغه نسل د باسوادۍ لپاره یو داسې څه رامنځته کړي، چې ړانده کسان هم باسواده کړي. د ړاندو فدراسیون په لومړي ځل … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

کانکور؛ سهمیه بندي او غبرګونونه

لیکنه: ملیحه ناصري کانکور کې بریا د ټولو زده‌کوونکو ګډه هیله ده؛ خو بریا ته د رسېدو لارې چارې یې توپیر سره لري. لکه څنګه چې ټولو ته پته ده، پرون د ۱۳۹۹/۷/۳ د سږکال کانکور پایلې اعلان شوې. عمومي اولمنره یې«شمسیه علیزاده» هزاره ټبرې ده. نوموړې په ۳۵۳ نومرو د کابل طبي پوهنتون لاره ومونده. شمسیه د کابل د دشت برچي سیمې اوسېدونکې ده، پلار یې د سکرو په کان کې کار کوي او … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د آی پي اېل په شپږمه لوبه کې د پریټي زېنټا لوبډلې د بريا علتونه

سپورټ یاران لومړی علت یې دا دی، چې دې لوبډلې ډېر ښه پیل وکړ، میانک اګروال او لوبډلمشر کی اېل راهول، چې دواړه د هندوستان ځوان لوبغاړي دي، پاور پلی کې پرته له کومې وېکټې سوځېدو یې پنځوس منډې وکړې. دا د بریالیو لوبغاړو خاصه وي، چې هم وېکټ دروي او هم لوبډلې ته ښې منډې په هر اوور کې اخلي. کله چې دوی دواړو داسې ښه سټارټ وکړ، نو لوبډله یې هم ښه مخته … نور ولولئ
افغانستان

مایکروسافټ کمپنۍ پښتو او دري ژبي خپل ژباړونکي ته اضافه کړې

خبریال: فضل الله فضلي د نړۍ تر ټولو مشهوري او لویي د کمپیوټر سافټویر جوړوني کمپنۍ یا مایکروسافټ اعلان کړه، چي خپل ټرانسلېټور یا ژباړونکي ته یې د افغانستان دوې لومړۍ او رسمي ژبي پښتو او دري اضافه کړي دي. په یاد ژباړونکي کي اوس هر څوک کولای سي، چي پښتو او دري د ۷۰ نورو ژبو سره وژباړي. دا کمپنۍ وايي چي اوس مهال پښتو او دري په مایکروسافټ ژباړونکي کي شتون لري او … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

څېړونکي: د شاتو د مچۍ زهر، د سینې سرطان له منځه وړي

ژباړه: نسیمه محمدي د څېړونکو یوې ډلې د څېړنو په لړ کې مشخصه کړه، چې د شاتو د مچیو زهر کولای شي، د سینې سرطان چې د سرطان د خطرناکو ډولونو څخه دی، له منځه یوسي. د راپورونو پر اساس، د لوېدیځې استرالیا پوهنتون څېړونکو، د هري پرکینز څېړنیزې موسسې په مرسته وموندله، چې د شاتو مچیو زهر د سینې د سرطان بريد کوونکې حجرې په ډېره چټکۍ له منځه وړي. د څېړونکو د دغه … نور ولولئ