بریا او پرمختګ

د بریا ضد څه دي او څنګه بریالي کېدای شو؟

ژباړه که له سلو نفرو څخه پوښتنه وکړئ د بریا متضاده کلمه څه ده، اکثره یې وایي ماته، خو دا لویه غلطي ده؛ د بریا کلمې متضاده هڅه نه کول دي. په ژوند کې ډېری ماته خوړل مو له دې امله وي، چې نه پوهېږو څومره بریا ته نږدې وو که نه نو هېڅکله نه تسلیمېدو. هره ماته د پرمختګ لپاره یو درس دی، تاسې له ماتې څخه ډېر د بریا څخه درس اخلی اجازه … نور ولولئ
په زړه پورې

اته دقیقې فلم،چې د نړۍ تر ټولو لنډ او غوره فلم لقب ګټلی

  نږدي دوه میاشتې کېږي، چې ساده اتاق کې په یو بستر پرته یم. په دغه موده کې د کورنۍ په مرسته یوازې دوه ځلې بهر ډاکټر ته تللي یم. تیر نظام مې ترافیکې پېښه کړې وه، د دې واکمنۍ مې لا بهر نړۍ، له نږدې نه ده لیدلې. د کړکۍ تر څنګ یم، نېمه حویلۍ راته ځنې ښکاري، په بهر ونو، بوټو او ګلانو پسې خفه شوې یم، په دې دوه میاشتو کې یې … نور ولولئ
پوهنه

نالوستې ښځې له کومو ستونزو سره مخ وي؟

  په نړۍ کې د نارينه‌وو ترڅنګ ښځې په ټولنه کې سم نيم مسووليت، په غاړه لري ځکه ويلی شو چې د ښځو لپاره تعليم اړين او بيخي ضرور دی. تېر حکومت کې د ملګرو ملتونو د سازمان د شمیر پر بنسټ زموږ د هېواد په سلو كې ۶۶ وګړي د سواد له نعمته بې برخې دي او په سلو كې ۳۴ باسواده دي چې يوازې ليك او لوست كولای شي . د دې سازمان … نور ولولئ
اقتصاد

که غواړئ له يو غريب هلک سره واده وکړئ، نو لاندينيو ټکو ته پام وکړئ!

که چېرې داسې يو خواستګار لرئ چې هلک او کورنۍ یې بېوزله وي خو بیا هم تاسو غواړئ چې له هغه سره واده وکړئ نو لاندينيو ټکو ته پام وکړئ! په ګډ ژوند کې پيسې ډېرې ارزښتمنې دي او له پيسو پرته هوسا ژوند نه شو جوړولای. خو د نړۍ ټول وګړي شتمن نه دي او يا هم کېدای شي يوه نجلۍ شتمن خواستګار ونه لري او تل ورپسې له بېوزلو کورنیو خواستګار راشي. نو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

موږ کولای شوو!

لیکنه/ شمله نادري د ژوند بل نوم مبارزه ده، موږ باید د ژوند بېلابېل مهارتونه زده او وپېژنو. دا مبارزه  د هغه چا لپاره ډېره په زړه پورې ده، چې د ژوند هر اړخ ته ژور لید ولري، ژوند وپېژني، د ژوند د ستونزو لپاره اسانه لارې ولټوي او ترې ګټه واخلي. په هره ټولنه کې د ژوند کولو طریقې، دودونه، جامې او داسې مور توپیرونه لري، خو موږ افغانان په داسې ټولنه کې ژوند … نور ولولئ
ژوند بڼه

د چاپیریال د ککړتیا د مخنیوي له پاره څه ته اړتیا ده او د پاکوالي ارزښت یې څه دی؟

د خپل چاپیریال د پاک ساتلو له پاره څه باید وکړو؟ کوم کارونه باید وکړو چې د چاپیریال د ککړتیا مخه ونیول شي او د پاک او رنګین چاپیریال درلودلو ارزښت څه دي؟ په دې لیکنه کې به يې په اړه معلومات وړاندې شي. هغه ځای او هغه ساحه چې موږ په کې ژوند کوو د هغه ځای د شاه او خوا پاک ساتل زموږ مسؤلیت دی او موږ خپل چاپیریال باید پاک وساتو او … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

هېڅکله له خپلې خواښې او يا خسر سره بد چلند مه کوئ!

په ګډ ژوند کې ستاسو د خواښې او یا خسر يا واضح ووايم ستاسو د خاوند د مور او يا ستاسو د خاوند د پلار لاسوهنه ستاسو په ژوند کې ډېرې لویې او نه هوارېدونکې ستونزې رامنځته کولای شي، نو د دې لپاره چې يو ښه او له خوښيو ډک ژوند ولرئ باید د خپلې خواښې او خسر زړونه لاسته راوړئ. اوس نو تاسو سره به دا پوښتنه پيدا شوې وي چې څنګه د خپلې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د دې وطن بچو ته؛ خوب!

لیکواله:  مهر تاج وختونه وروسته سره راټولې شوي وو، د شنو چایو، ګوړې او پېښوري مومپلیو مجلس جوړ وو. یو کوچني په وارخطایۍ او ویرجنه څهره خونې ته رادننه شو، مخ یې ګلالۍ ته ور واړاوه او په ساه‌لنډۍ یې ورته وویل: ګلې خور! ګلې خور! بام ته ختلی وم، ومې لیده چې کېږدۍ مو اور اخیستی، کلي کې مو ځای ځای د اور لمبې لیدل کېږي او جونګړې مو سوځي. د ګلالۍ له لاسه … نور ولولئ
د ماشوم نړۍ

د کوچنیانو د سالمې روزنې مسؤل څوک دي؟

د کوچنیانو له پاره تر ټولو اړینه خبره د هغو له پاره ښه او سالمه روزنه ده؛ ځکه که کوچني ته له کوچنیوالي څخه ښه او سالمه روزنه ورنه کړل شي، هغه بیا د عمر تر پایه نه سمېږي. دا چې د کوچنیانو د روزنې مسؤلیت څوک لري او د دوی په روزنه کې باید کومو ټکو ته پام وشي په دې لیکنه کې یې ولولئ. د کوچنیانو د روزنې مسؤلیت په لومړی سر کې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د مطالعې ارزښت!

لیکنه: شمله نادري هر انسان غواړي چې په ژوند کې پرمختګ وکړي؛ له نورې نړۍ خبر شي؛ له ژونده خوند واخلي؛ خلک ورته درناوی وکړي او په سلګونو داسې نور کارونه شته چې هر انسان یې د ترلاسه کولو هیلې لري. دا ټول هغه کارونه دي چې موږ یې د علم او تعلیم له لارې حاصلولای شو. علم انسان ته د خوشبختۍ لاره پرانیزي او د یوه لارښود په توګه موږ ته د روښنایۍ لارې … نور ولولئ