په زړه پورې

د پاکستاني حکومت پر خلاف پدې هیواد کي لوی لاریونونه پیل سوي

خبریال: فضل الله فضلي په پاکستان کي د اپوزیسیون ډلو ددې هیواد پر موجوده حکومت باندي تر سختو انتقادونو وروسته تېره ورځ لاریونونه پیل کړي دي. لاریونونه له نن ورځي څخه پراخ سوي او پیل یې په پلازمينه اسلام آباد کي سوی. لاریون کوونکي د اوسني پاکستاني حکومت پر خلاف را پورته سوي او موجوده حکومت چي مشري یې عمران خان کوي، اعتراضونه پیل کړي. د پاکستان د ډموکراتیک غورځنګ د ۱۱ مخالفو ګوندونو اتحاد، … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د جاپان لخوا جوړ سوي لوی ربوټ لومړي حرکات کړي + ویډیو

خبریال: فضل الله فضلي د جاپان هیواد د پلازمینې توکیو اړوند په یوکوهاما ښار کي د دې هیواد لخوا د نړۍ تر ټولو لوی ربوټ (انساني ماشین) خپل لومړي حرکات کړي دي. ددې ربوټ جګوالی ۱۸ متره دئ او وزن یې ۲۵ ټنه یاد سوی. دا د کلنو کلنو هغه خواریو او هڅو نتیجه وه، چي چاپان په یوکوهاما کي د ګنډم کمپنۍ لخوا جوړ سوی ربوټ نندارې ته وړاندي کړ او لومړي حرکات یې … نور ولولئ
ژوند بڼه

قطبي شفق؛ هغه انوار چې آسمان کې رامنځته کېږي

ژباړه: نجم الرحمن ناصري دا انوار د ځمکې د هوا حالاتو له امله منځته راځي. شفق قطبي هغه رنګینه او متحرکه انوار دي چې د شپې په آسمان کې معمولاً قطبینو ته نږدې د لمر چارج‌داره بادي ذراتو د برخورد یا لګېدلو او د یون سپهر د مالیکولونو د آیونې کیدو له امله په سپهر یا (یونوسفر) کې مینځته راځي. دا هغه ښایسته انوار دي چې په طبیعي ډول په آسمان کې معمولاً د شپې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د زړښت ضد مالیکول کشف شو

ژباړه: حنیفه مومند د نېچر مجلې پر بنست، د پولي تکنیک فدرال لوزان سوییس پوهنتون پوهانو نوی میکانیزم کشف کړی، چې د حجرو له زړښت څخه مخنیوی کوي. څېړونکو د ترا مالیکونه ولیدل. ترا مالیکونه د ریبونوکلییک اسیدونو څخه، د تلومر اوږدوالی او کړنې تنظیموي، دی. ترا د کروموزوم په پای/ انتها کې راټول او زېګنال ورکوي، چې تلومرونه باید اوږده او ترمیم شي. د RAD51 انزایم د ترا په نښلېدو کې مهم رول لوبوي … نور ولولئ
په زړه پورې

جنګي الوتونکې مرغۍ؛ د اوږده سفر ریکارډ یې مات کړ

خبر: نسیمه محمدي یوې جنګي مرغۍ له دمې پرته یوولس ورځې پرله‌پسې په هوا کې د الوت سره، د اوږد پرواز ريکارډ ثبت کړ. د ګارډين ورځپانې په حواله، یوې مرغۍ د الاسکا څخه تر نیوزلېند پورې د ۷۵۰۰ مایله واټن په یوولسو ورځو کې د له دمې پرته الوت ریکارډ، مات کړ. په دې ټوله موده کې، د ګاټ وېټ مرغۍ، حتا د خوړلو او څښلو لپاره هم ناسته ونه کړه. څېړونکي د الکترونیکي … نور ولولئ
په زړه پورې

په برېټانیا کې روغتیاپالانو یو کس د زړه درېدلو وروسته، له مرګ وژغوره

نسیمه محمدي د Express په حواله، یو برېټانوی سړی، د زړه له درېدلو وروسته دویم ځلي ژوند ته راوګرځېد او ادعا لري، هغه څه چې یې له بالیني مرګ وروسته ليدلي، په یاد لري. د هغه په وینا، هغه حس کړه چې یو ځواک یې د خلا په لوري وړي او وروسته د یو ناڅرګند دلیل له مخې، د امریکایي سندرغاړي الوېس پرسلي په اړه یې فکر وکړ. سره له دې ناروغ ډاډه وو، چې … نور ولولئ
خوندیتوب

د ارواپوهني یو څېړنه؛ یو بل ته بخښنه وکړئ، چي همېشه خوښ اوسئ

لیکنه: فضل الله فضلي د ارواپوهني یو څېړنه وايي: د بخښني سره به همېشه خوشحاله یاست، نو یوبل ته همېشه بخښنه وکړئ. په چین کي یو افغان (MBBS, M.S, PhD) ډاکټر محمدشریف پوپل لیکي چي د ارواپوهني (سیکالوژۍ) یو څېړنه وايي: هغه کسان چي نورو ته بخښنه کوي او له دښمنۍ څخه لاس اخلي، د هغوی ژور خفګان (ډیپریشن) کچه له ۵۰٪ څخه تر ۸۰٪ پوري راکښته کیږي. ددغو کسانو اضطراب (انزایټي) کېدای سي، یو … نور ولولئ
پوهنه

د نورو مخلوقاتو او تمدنونو شتون

لیکنه: وکیل احمد عزیزي په تصویر کې چې کومه ریاضیکي پرپړه وینئ، دا د «ډریک معادله» نومېږي. د دغې معادلې د اټکل له مخې زموږ په کهکشان کې ۱۵۶۰۰۰۰تمدنونه شته! دغه معادله امریکایي اسټروفزیکپوه، چارلیس ډانالډ ډریک په لاس راوړې ده. په دې معادله کې N د هغو ټولو تمدنونو شمېر دی چې ممکن انسانان ور سره په اړیکو کې شي. ★R په کهکشان کې د ستوري د تشکیل یا منځ ته راتګ قیمت دی، … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هرڅه مې واخله، ماته زما ماشومتوب راکړه

ژباړه او زیاتؤنه:  مهر تاج که د یوې لحظې لپاره هم وي، راځئ چې په دې غمجن غمجن او خونړیو خونړیو حالاتو کې د ماشومتوت چکر درکړم. په ماشومتوب کې به مو د یوې روپۍ پتنګ (کاغذ باد) پسې دوه کیلومټره منډه وهله. پر دې نه پوهېدو، چې څومره ټپي شوي یو او هغه پتنګ به هم موږ ته ډېره منډه راکوله… نن ورځ پر دې پوهېږو: په حقیقت کې هغه کاغذ باد نه و … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

څنګه يوه مېرمن د خپل خاوند پام ځانته اړولی شي؟

ليکنه: شپنه سلګۍ دا یوازې تاسې نه ياست چې په ګډ ژوند کې له دې ډول پوښتنې سره مخامخ کیږئ، بلکې ستاسې په څېر ډېرې داسې مېرمنې شته چې غواړي د خپل خاوند سره د میني کنګل شوې دنیا د اُنس په ځاله بدله او ډېر ځله له دوی سره دا پوښتنه را پیدا کیږي چې؛ ولې تر اوسه پورې دوی په دې نه دي توانېدلي چې د خپل خاوند سره د ژوند اړوند ستونزو … نور ولولئ