بریا او پرمختګ

د پلار او زوى اړيکې

مرکه: صدیقه پوپلزۍ  د کلتور تر چتر لاندې ژوند کول، په ډېرو افغانو کورنیو کې دود ګرځېدلی، ډېرې ټولنې وچ او لۀ وړاندې جوړ شوي قوانین لري چې ډېرځله د کور پر ټیټه طبقه باندې پۀ زوره منل کیږي، د بېلګې پۀ توګه کله چې پلار ناست وي نو زوی نشي کولای خپلې پښې وغزوي، دا پۀ دې باندې دلالت کوي چې د پلار او زوی اړیکې تر ډېره روښانه نۀ دي، ځکه پرته لۀ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ژمي په سړه هوا کې څرنګه کولای شو، ځوان و تازه پاتې شو!؟

ژباړه او زیاتونه: مهر تاج که غواړئ چې په ژمي کې ځوان او تازه پاتې شئ، نو په دې دریو خبرو عمل وکړئ دا چې ژمي په ټول هېواد د خولې لګولو لپاره چمتوالی نیولی دی، او د ژمي د خولې لګولو مقصد؛ په سړو سیمو کې ګرم څښاک، یخ بادونه او د ژمنيو رخصتیو معنا لري. په سړه هوا کې د تودوخې درجه راښکته/ ټیټېدل په مخ باندې د وچوالي او د اضافي حساسیت … نور ولولئ
پوهنه

پر کابل پوهنتون برید، د عایشې حیدري د سترګو لیدلی حال

د درس جریان و! د ټولګي دروازه وټکېده، ور یې خلاص کړ، یوه نجلۍ وه. ويل یې امنیتي وضیعت ښه نه دی، ټول د انجینیرۍ له دروازې څخه ووځئ. موږ نږدې ملګرو یو بل ته وکتل، استاد هم هک حیران پاتې شو، موبایل یې را واخیست، نه پوهېږم چاته یې زنګ وواهه، خو وې پوښتل، څه خبره ده؟ کله چې استاد موبایل بند کړ، په څېرې یې وېره خپره وه، خو زموږ د ډاډګيرنې لپاره … نور ولولئ
پوهنه

د قلم او مرم په جنګ کې، پېغلې هیلې او د خپلواکۍ شهیدان خوبونه

لیکنه:  مهر تاج له دوو ورځو راپدېخوا مې د قلم څوکه هم شله شوې، ښایي زما په رګونو کې د وینې په څېر د دې رنګ وچ شوی وي، کله چې یې راپورته او سر ټیټ کړم، د کیبورډ زړه له بې وریځو باران څاڅکې ډک شي، او په سترګو کې مې د محصیلنو انځورونه راوټوکوي. د دوی پیغامونه، چې خپلو، دوستانو،استادانو، کورنیو او ټولګي والو ته یې لیږلي او د خپل ژوندانه اخري شېبې … نور ولولئ
په زړه پورې

ډنیس اونر؛ پړانګ ډوله انسان ځان وژنه وکړه

ژباړه: نسیمه محمدي د یاران درنو لوستونکو! موده وړاندې مو د ډنیس اونر په اړه یوه لیکنه لوستلې وه او اشنایي ورسره لرئ. نن هم د ده د ځانوژنې په اړه وایو. هغه سړي چې په وروستیو کلونو کې د خپل مخ او اندام د بدلون له امله د یوه پړانګ په څېره وو، ځانوژنه کړې او ومړ. ډنیس اونر، چې د«مست پړانګ» سره مشهور وو، ټېره اونۍ په خپل کور، نواډا کې مړ وموندل … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر ټرمپ په ټاکنو له درغلیو وېره څرګنده کړې

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بایللو له ویرې په ټاکنو کې د درغلیو ویره څرګنده کړې. په “پنسلوانیا” کې د لاریون ګډونوالو ته په خطاب کې ، ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خندا (طنزیه توګه) وویل، چې د پایلو نیټه باید وغزول شي، ترڅو نور خلک هم رایه ورکړي. هغه وویل، چې د نتایجو ځنډول ناهیلې کوونکي دي، کله چې یي وخت ؤو، نو خلکو ته د رایه اچوني موقع ولې ورنه کړی شوه، … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

روسی پانګوال هڅه کوي د ټکنالوژۍ په مرسته د اوږد عمر چانس برابر کړي

راپور: نسیمه محمدي د «سېرګې یونګ» په نامه یوه روسي میلیونر، ۱۰۰ میلیونه ډالر په داسې ټنکالوژۍ پانګونه کړې، چې ورته د “تلپاتې کېدلو علم” ویل کېږي. د bizarre news په حواله، د دغې ټکنالوژۍ څخه موخه، د ۲۰۰ کلونو لپاره د انسان د عمر ډېرول دي. دا روسی میلیونر پر دې اند دی، چې د الکټرونيکي او چاپېریالي ټوټو “۳ډي” څخه په استفادې کولای شو د انسان عمر زیات کړو. نوموړی هر کال په … نور ولولئ
ادبیات

څه چې ارزښت لري!

ژباړه: حبیب الله ذکي که تاسو چمتو یاست یا نه، یوه ورځ به هر څه د منځه ځي، بیا به نه نور لمر خاته وي، نه د ورځې سبا کېدل، ، نه به ساعتونه وي او نه دقیقې. ستاسو ټولې پټې خزانې او هر هغه څه چي مو غونډ کړې وې، بل ته به پاتېږي، ستاسو شتمني، نوم، شهرت او دنیوي قدرت به مو له خاورو سره خاوري سې، دا به بیا مهمه نه وې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ګوګل عاید د ۲۰۲۰ په درېيم فصل کې له تمې ډېر لوړ شو

ژباړه: عایشه حیدري د الفابټ د مالي راپور پر بنسټ د ۲۰۲۰ کال په درېیم فصل او د کورونا د څپې په دوران کې ګوګل له تمې ډېر عایدات لاسته راوړي دي. د دغه راپور پر بنسټ اوس مهال د ګوګل او يوټيوب د اعلانونو عاید د پروسږ کال د همدې وخت په پرتله ۱۴ سلنه ډېر شوی دی. د ۲۰۲۰ په درېیم فصل کې د یوټیوب اعلانونو تر ۵ ملیارډو ډېر عاید ترلاسه کړی. … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د انسان پر پیدايښت تفکر

ژباړه: نجم الرحمن ناصري دا د ټول بشریت او د ژوندون د هرې دورې د انسانانو پوښتنه ده او د هغوی ذهن یې مصروف کړی. په خپل ذات کې له ټولو خطرناکه پوښتنه ده چې د انسان ذات ته متوجه کېږي، ځکه چې ټول اردات، افکار، او د انسان سلوک تر هغه څه پورې اړوندېږي چې طبیعتاً هغې لارې ته سوق وي. څرنګه چې خدای (ج) فرمایلي: “ما انسانان او پېریان دواړه د بنده‌ګۍ لپاره … نور ولولئ