خواړه

خبرداری؛ پروسس شوي خواړه د مړینې خطر لوړوي

ژباړه: عایشه حیدري څېړونکي پر دې باور دي چې کېدای شي د پروسس شوي خوړو تر کچې ډېر خوراک د زړه د عروقي ناروغۍ لامل شي. ډېرو څېړنو، د روغتیا ساتنې لپاره په خوراکونو کې د مېوې او سبو پر خوړلو ټینګار کړی دی، خو د امریکا د کلینیکي تغذیې خوړو مجلې په وروستیو څېړنو کې څرګنده شوې ده چې بايد د پروسس شوي خوړو له خوراک څخه ډډه وشي. څېړونکو تر ۲۲۰۰۰زیات کسان د … نور ولولئ
خواړه

د وزن د کمولو لپاره هرومرو دا څلور مېوې وخورئ!

ژباړه: عایشه حیدري که غواړئ خپل وزن کم کړئ، نو دغه مېوې د خپلو خوړو په رژیم کې ور زیاتې کړئ. د همشهري انلاین د راپور پر بنسټ، له کاربوهايډرېټ څخه ګټه اخیستنه د وزن کموالي لپاره ګټه نه لري او د دې سربېره چې ګټه نه لري، زیانونه هم لري. خو کله چې مېوې په اړه خبرې کېږي نو کیسه بیا بل ډول ده. مېوې د فیبر، ويټامينونو او د اړتیا وړ خوړو او … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

د خپلو سترګو د روغتیا لپاره دا لارښوونې په پام کې ونیسئ

ژباړه: عایشه حیدري په منظم ډول د سترګو معاینه کول ان په ماشومتوب کې هم خورا ارزښت لري، ځکه پر وخت معاینه د سترګو د لید د پياوړتیا لامل کېږي او د سترګو له کمزورتیا څخه مخنیوی کوي. په منظم ډول د سترګو په معاینه کولو سره کولای شئ چې د سترګو ستونزې لکه ګلوکوم یا تورې اوبه چې د ناروغي هېڅ نښې نه لري، په خپل وخت سره تشخیص کړئ ځکه چې پر وخت … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

حماقت او ناپوهي يانې هغه چاته ارزښت ورکول، چې وړ يې نه وي

ليکنه: حنيفه مومند ټول انسانان په ژوند کې د اړيکو څښتنان دي، خو د دغه اړيکو ترمنځ کله نا کله دومره صميميت رامنځته شي، چې يو مشخص کس ته ډېر د نږدېوالي احساس کوو، خو پام مو وي چې دومره هم بايد چاته ځان نږدې نه کړو، چې بيا په راتلونکې کې زموږ د ذلت/ خوارۍ لامل شي. په سلو کې به ډېر کم داسې خلک پيدا شي، چې ستاسو د ښو کړنو ستاينه وکړي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د انسان د بدن څلورويشت ساعته فعاليتونه!

ژباړه: عرفان لمر ١ – د انسان باڼه په څلورويشت ساعتونو کې ٢٣٠٤٠ ځله رپ وهي. ٢ – معده د ٤ تر ٦ ليټرو پورې اسيد افرازوي. ٣ – زړه ١٠٠٠٠٠ ځله وينه پمپ کوي. ٤ – سږي (شش) ٢٣٠٠٠ ځله ساه اخلي. ٥ – ځيګر ٣٠٠٠ ليټره وينه تصفيه کوي. ٦ – پښتورګي ٤٠٠ ليټره وينه تصفيه کوي. ٧ – ٤٣٢٠٠٠٠٠ دانې مړې حجرې د پوستکي څخه جلا کيږي. ٨ – په منځني ډول … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

بدن ته د خندا ګټې: د نورو ګټو ترڅنګ، د روايي ناروغيو مخنيوى کوي!

ژباړه: عرفان لمر ١ – خندا د وينې لوړ فشار راکموي. ٢ – خندا د انسان عمر اوږدوي. ٣ – خندا د انسان سن/ عمر کم ښيي. ٤ – خندا د انسان د هورمونو د تعادل/ برابرښت سبب ګرځي. ٥ – خندا د بدن دفاعي سيستم پياوړى کوي. ٦ – خندا د سيروتونين هورمون ډېروي او د خوشحالى سبب ګرځي. ٧ – خندا د زړه ضربان برابروي. ٨ – خندا د مخ پوستکى روښانه کوي. … نور ولولئ
ادبیات

که مو د(نه) ويل زده کړل، پوه شئ چې پياوړي ياست!

ليکنه: حنيفه مومند پښتو کې متل لرو چې، له سلو هو څخه، يوه “نه” ښه ده! د ډېرو انسانانو د ضعف/ کمزورۍ ټکى دا دى، چې چا ته(نه) نشي ويلاى، دوى فکر کوي چې (نه) ويل د نالايقه خلکو صفت دى، خو په حقيقت کې دا صفت د پياوړو، باصلاحيته او پر ځان باوري خلکو نښه ده. د مطلب په دوام درسره درې هغه اړين ټکي شريکوو، چې پر مټ يې د(نه) ويلو حس په … نور ولولئ
پوهنه

 له ښوونځي سره اړيکې؛ د زده کوونکي کورنۍ باید دغو ټکو ته پام وکړي!

له ښوونځي سره اړيکې يو له هغو اړيکو دي چې میندې، پلرونه، ښوونکي، او ټولنه باید پوره پام ورته وکړي، ځکه زموږ هېواد کې دا اړیکه ډېره ښه نده او آن ويلای شو چې ددې اړيکې په شتون باندې ډېری وګړي پوهيږي هم نه، موږ وینو چې نن سبا له ښوونځي سره هره کورنۍ اړيکه لري او که اړینه ونه ګڼل شي ښایي په راتلونکي کې بېلابېلې ننګونې رامینځته کړي. نن مو پر همدې اړوند … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

جذاب نارینه؛ څه ډول نارینه مېرمنو ته جذاب ښکاري؟

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري ډېرې داسې نجونې شته چې تر واده یو څه وخت وروسته دا اندېښنه ورسره مل شي چې ګڼې خاوند یې ورته مناسب نه و او دا پرې تېروتې ده. هره نجلۍ غواړي چې خاوند یې سم/ غوره شخصیت ولري. جالبه دا ده چې د ښځو جذابیت له پېغلتوبه تر زړښته ادامه لري؛ خو د نارینه‌وو بیا جذابیت په پخه ځوانۍ کې پیلېږي. په دې لیکنه کې مو د مېرمنو په … نور ولولئ
پوهنه

د ارواپوهنې هغه ازمايښت چې ستاسو د ذهن فکرونه څرګندوي

ژباړه: عایشه حیدري په دغه ټسټ کې مو دې ته پام کېږي چې په ژوند کې ډېری وخت د څه شي په اړه فکر کوئ. د ځوان خبريالانو د بنسټ د راپور له مخې، فکر، د ماغزو اجرايوي کړنې او د ذهن اصلي پياوړتیا د نورو د ذهن پیاوړتیا کنټرولوي، همدارنګه د فکر کولو ښه والی په ذهني کړنو او د انسان د ماغزو پر پیاوړتیا تر ټولو ډېر اغېز لري. فکر کول هغه مهارت … نور ولولئ