پوهنه

د هلمند په بغني کې وروسته له ۴۰ کلونو زده کوونکي ښوونځي ته ځي

د هلمند د پوهنې رياست مسولين وايي چې تر ۱۳۵۸ ه ش کال راوروسته وتوانېدل چې په لومړي ځل په بغني ولسوالۍ کې ښوونځی پرانيزي. هلمند د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت دی چې په رسنيو کې يې تر ټولو ډېر خبرونه د مرګ ژوبلې اړوند وي، خو په همدې حالت کې بيا هم د ماشومانو او ځوانانو د زده کړو بهير ورځ تر بلې ښه کېږي او د پوهې د ترلاسه کولو نوي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

مینه د ټولو ستونزو د حل بنسټ دی

ژباړه او زیاتونه: صدیقه پوپلزۍ مینه هغه احساس او هیجان دی چې د یو کس د پېژندګلوۍ او معلوماتو څخه پیدا کېږي. څېړنو ښکاره کړې، چې یوځای د جالبو کارونو ترسره کول  ۳۰ سلنه جلا والي شاته کوي. ۱۵ سلنه امریکایان په دې باور دي چې مینه په اول وار کتو ده. د اوهایو پوهنتون څېړونکي وایي: هغه وګړي چې یو بل سره مینه لري د هغوی DNA مشابه وي. د ۵۰ سلنې څخه ډېر … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

روښانه راتلونکي ته زموږ تیاره مزل؛ ۳ ټکي چې افغان ځوان په توګه مو ورته پام وي

موږ ډیر کله یا تقریباً هر ځوان دا تل په الفاظو کې لرو چې د یوې روښانه راتلونکې لپاره کوي او هیله یې لري، خو دیته پام نه کوي چې د روښانه راتلونکي لپاره څنګه کار؟ دلته زه هم د ځینو تجربو او مشاهدو له مخې خپل نظرونه شریکوم، چې ښايي له ډیرو سره مرستندویه ثابت شي. ۱- زموږ نا معلوم هدف موږ یوازې د روښانه راتلونکي خبره کوو، خو پر دې مو ډیر کله … نور ولولئ
د ماشوم نړۍ

په امریکا کې د جنین پر سقط بندیز ولګېد

د امریکې دولت د جنین هر ډول له منځه وړل منع کړي دي. د سپوټنیک د راپور پر بنسټ، د سویلي کارولینای والي هنري مک ماسټر، فرمان ورکړی دی چې په دغه ایالت کې به د جنین هر ډول له منځه وړل بندوي. په دغه فرمان کې راغلي دي، کله چې د جنین د زړه ټکان ښکاره شي، یعني د اومېندوارۍ پر شپږمه مياشت د جنین له منځه وړل منع دي. د امریکې د ښځو … نور ولولئ
پوهنه

د خپل ځان لپاره ډالۍ

ژباړه: نوید صهیب زه نشم کولای په هغه چا پوه شم یا هغوی وپېژنم، چې د خپلو مخونو پر ځای په نورو مخونو څرګندیږي او هغه څه وایي چې په زړونو کې یې شتون نه لري. نورو ته ګل ورکوي خو تر شا یې اغزی وي. الله جل جلاله دې هغو ښکاره او ثابتو خلکو ته خیر ورکړي چې سترګې یې په رښتینولۍ او تقدس/سپېڅلتیا خبرې کوي، عملونه او خبرې یې سره همغږي وي. هغوی … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

اول پام و فکر او بیا خبرې؛ څو ګټورې کرښې

ځینې خبرې سپکې خو مانا یې درنه ده. نو ځکه هر انسان تل باید خپل خبرو ته پام وکړي. ځینې خبرې شته، شاید په یوه کلمه کې خلاصه شي، خو ډېر درانه وي او همداسې درد یې هم ډېر وي لکه زخم د چا په زړه پاتیږي! تل دا ډول خبرو ته باید پام وکړو، ځکه کله چې وویل شي یوازې د بخښلو وړ وي، خو هیڅکله نه هېریږي. دا باید په یاد ولرو کله … نور ولولئ
روغه سټه

ژړا په بدن کې زهري مواد له منځه وړي!

لیکنه: مریم صدیقي ژړا او اوښکې تویول د بدن زهري مواد له منځه وړي، او له دې سره د بدن هغه کیماوي مواد پاکوي چې د کورتیسول (د سټریس هورمون) د ډېروالي سبب کیږي. دا به مو ډیر اوریدلي وي چې خندا د هر درد لپاره دوا ده، خو کله کله ژړل هم د ذهني فشار او ناراحتي لپاره ګټوره کېدای شي. د ژړا یوه ګټه دا ده چې فیزيکي فشار له امله د احساسي … نور ولولئ
پوهنه

خود غرضه، خو بې غرضه ووسئ

  ځینې خبرې په تکرار ارزي. ژوند مه تیروئ ؛ بلکې ژوند کول زده او ورسره ځانونه عیار کړئ! اورئ مه؛ بلکې غوږ کیږدئ (نیسئ) . *خود غرضه، خو بې غرضه ووسئ. جرائت زده کړئ، با جرائته ووسئ، خو د دې جرائت وا حق ځانته مه ورکوئ، چې له چا شخصي پوښتنې وکړئ، مثلاً؛ څو کلن/کلنه یاست، واده مو کړی، که مو نه دی کړی، ولې؟ یا هم کله به یې کوی؟ _ وظیفه مو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

خپل ژوند په لاس کې واخله! / ۱ برخه

  لیکنه: دوکتور إبراهیم الفقي ژباړه: نوید صهیب په خواشینۍ سره زموږ ترمنځ ډیر داسې خلک ژوند کوي، چې ژوند یې ترې ضایع او بابېزه تیرېږي، نه کوم لوی هدف او هویت لري او نه په ژوند کې داسې مهم څه او لومړیتوبونه ورسره شته؛ چې د ترسره کولو لپاره یې راوړاندې شي او هڅې وکړي. آیا په ژوند کې یو هدف درسره شته!؟ په خواشینی سره ډیر خلک د ښه ژوند او نعمتونو درلودلو … نور ولولئ
ټیکنالوژي

اپل په خپلو سټیکرونو کې د ږیره لرونکې ښځې سټیکر ور زیات کړ

دا ځل اپل سټیکر د سټیکرونو نوې بڼې په بېلابېلو ډولونو او رنګونو طراحي کړي دي. له The Verge څخه په نقل د سپوټنیک د راپور پر بنسټ، دا ځل اپل سټیکر په خپلې ISO ۱۴.۵ نوې نسخې کې يو نوی ۱۳.۱ سټیکر چې د ږیره لرونکې ښځې سټیکر دی، زیات کړی دی. دا سټیکرونه دا ځل په نوې بڼې په بېلابېلو ډولونو او رنګونو طراحي شوي دي،د ISO کارونکي به ډېر ژر و کولای … نور ولولئ