اقتصاد

د بریالیتوب په اړه د مشهور چینايي میلیاردر او د علي بابا د ګروپ د مشر جک ما 8 د کار خبرې

  جک ما اوس د نړۍ د ۲۷ لویو میلیاردارانو په ډله کې دی. او په چین کې بیا دویم تر ټولو بډای کس دی. د فوربیز مجلې په ۲۰۱۷ م کال کې د نوموړې پانګه ۳۷ نیم میلیارده ډالر ګڼلې ده. خو دا هر څه نوموړې له پرلپسې ماتو او ردیدلو وروسته تر لاسه کړي. دوه پنځوس کلن جک ما وايي، لا په پوهنتون کې و چې د کار لټه یې پیل کړه، په … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د یوه بریالي ځوان د ژوند مهم رازونه کوم دي؟

ژباړه او زیاتونه: محمد عزيز پردېس ځوانې هغه پړاو دی چې، ټول يې د ژوندانه پسرلی او يا هم طلايي دوران بولو. هغه خلک چې دا طلايي دوره يې تېره کړي وي، په ارزښت يې ښه پوهېږي او کله چې د ځوانانو سره مخامخېږي، نو هرو مرو ورته د نصيحت په بڼه وايي چې: د ځوانۍ په قدر پوه شئ او همدا ځواني ده چې خپل ژوند پکې برابرولی شئ. د ځوانۍ په ارزښت او … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

څنګه د خپلو او نورو له تجربو زده کړه کولی شو؟

لیکنه: جیم رون ژباړه احمد فرهاد توتاخیل  – ولې باید د خپل ژوند شاګرد واوسې؟ د سم کار ترسره کولو د زده کړې یوه لار، په غلطه توګه د یوه کار ترسره کول دي. اجازه راکړئ چې د شته مالوماتو دوه تر ټولو غوره سرچینې درسره شریکې کړم: ۱. ستا خپلې تجربې د خپل ژوند ښه شاګرد شه. دا هغه مالومات دي چې ته ورسره ډیر اشنا یې او په اړه یې د پیاوړتیا احساس … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

ټول والدین باید د ماشومانو د جرائت او پیاوړتیا لپاره، ۸ کارونه وکړي

ژباړه: رحیم ګل رحیم غواړئ چې ماشومان مو باجرئته او په ځان باور ولري؟ د یوه پلار یا مور په حیث تل باید کوښښ وکړو چې ماشومان مو بریالي، روغ او ښه ژوند ولري. کارل هارډت چې د ماشومانو د روزنې په اړوند یې ۱۵ کتابونه لیکلي وایي؛ هغه ماشومان چې په ځان باور نلري، هیڅکله د یوه نوي کار او څه شي اجراکو کولو ته تمایل نه کوي، ځکه ډاریږي او د کولو جرئت … نور ولولئ
ټیکنالوژي

د (Wi-Fi) کارولو ۵ زیانونه او بیرته یې ۵ حل لارې

ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل په ننۍ نړۍ کې ډیری خلک په خپلو کورونو کې د وای ـ فای سیسټم لري او ترې ګټه اخلي، خو ایا کارول یې بې خطره دي او که نه؟ ځینې داسې اندیښنې شته چې ګوندې د وای ـ فای کارول خطر لري او زموږ او ستاسې روغتیا ته زیان رسوي، په ځانګړي توګه د ماشومانو روغتیا ته. همداراز، داسې هم ویل شوي چې زموږ د بدن په ځینو برخو لکه، … نور ولولئ
اقتصاد

په دې ۵ لارو مو د وخت د ضایعه کیدو مخه ونیسئ

لیکنه: جیم روهن ژباړه: غازي عابد د وخت مدیریت خورا اړین دی، ځکه که موږ خپل وخت ښه وکاروه او په ښو لارو مو وکاروو، هیڅکله به له پيښمانۍ، پریشانۍ، بدمرغۍ او ناکامۍ سره مخ نه شو. راځئ چې د وخت د ښه مصرفولو په څو لارو چارو سره وپوهیږو: ۱- ورځې ته ورمنډه کړه، ورځ به تا ته در منډه کړي. د وخت د مدیریت لپاره یو مهم شی د وخت کنټرول دی. که … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له هرې ماتې وروسته بیرته په خپلو پښو دریدو ۵ لارې چارې

لیکنه: عثمان محمود ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل هر څوک په خپل ژوند کې هر وخت چې وي خامخا یو ځل ماته خوري، نو موږ نه باید ماتو او ناکامیو ته دا اجازه ورکړو، چې رالاندې مو کړي او روحیه مو کمزورې شي. د ماتې او ناکامۍ منل د ځان د ازادۍ په مانا ده او غوره کارونو او لاسته راوړنو ته لار هواروي. د خپلو هیلو او اهدافو د لاسته راوړلو لپاره ښايي چې زه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

که دنده غواړئ، نو دا ۱۰ غټې تیروتنې ونه کړئ!

ژباړه: غازي عابد دا د دندې لپاره مرکه ډیره حساسه وي. باید ټولو خواوو ته دې پام وي. که چیرته کارونه کم وي، لکه افغانستان کې بیا نو بیخي باید چمتو اوسې، ځکه په انټرویو کې که تیروتنې وکړې، ممکن ناکام شي. خو دا د مرکې په اصولو برابرې انټرویانې یا مرکې اکثره په نورو هیوادونو او دلته بهرنیو موسیسو کې معمول وي، په افغانستان کې یا نه کیږي او یا په پټو سترګو کیږي. … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ټولنیز چلند ۱۱ مهارتونه چې بریالی ژوند در زده کوي

لیکنه: جیمز هافورلارین ژباړه: غازي عابد له خلکو سره خبرې او چلند هم خپل مهارتونه لري. هر څوک کوښښ کوي چې ښه چلند او په ښه ډول خبرې وکړي، خو زیات وخت نه بریالي کیږي، اما که څوک یې وغواړي کولی شي. دلته دا څو خبرې درسره ددې لپاره هم زده کړئ چې کله له نورو سره مخ کیږئ، باید ورته پام مو وي: ۱- هر شخص سره په مسکا مخ شئ. ۲- د خلکو … نور ولولئ
په زړه پورې

هند؛ د غوا په راتګ سره ټرافیکي سیستم ولاړ وي؛ ۷ نورې جالبې خبرې

ژباړه: محمد عزيز پردېس هند هغه هېواد دی چې په نړۍ کې ډېر وخت د فقر، جنايتونو او فساد په نامه پېژندل شوی دی، خو د دې هېواد په اړه ډېر جالب هم څه شته چې په لوستلو ارزي. دلته د هند په اړه جالب راټول شوي مالومات درسره شريک کوو: ۱- دا هېواد ډېر ځوان دی د هند ډېری برخه ۱،۲ ميليارده خلک، چې د دې هېواد ۵۰ سلنې څخه ډېره برخه ده، د … نور ولولئ