په زړه پورې

د مځکې د کُرې ۷ داسې عجایب چې ساینس یې د سبب معلومولو هڅې کوي

زموږ خاورینه کُره ( مځکه) له ډیرو حیرانونکو شیانو ډکه ده. څښتن تعالی د مځکې طبیعت له داسې عجایبو جوړ کړی چې له ګڼو اسرارو او د خلقت له رازونو ډک دی. د مځکې سره له بې شمیر داسې عجایبو ډک دی چې معاصر ساینس او بشري علم یې له پوهیدو عاجز دی. دلته له بې شمیره داسې عجوبو ۷ درسره شریکوو. هندوستان، جاذبه لرونکې غونډۍ دا په هندوستان کې داسې غونډۍ دي، که تاسو … نور ولولئ
په زړه پورې

په نړۍ کې د تر ټولو کوچني هیواد واتیکان، جالب اړخونه او انځورونه

ژباړه: محمد غزيز پردېس د واتيکان هېواد پلازمېنه خپله د واتيکان ښار دی. د نړۍ يوازينۍ هغه ښار چې يوازې په يوه ښار کې موقيعت لري، ګيچ کوونکې ده؟ واتيکان د نړۍ ترټولو کوچنی خپلواک هېواد دی، چې تقريبا ټول مساحت يې ۴۴ هکتاره او د ټولو وګړو شمېر يې ۸۱۲ کسانو ته رسېږي ( د ۲۰۱۱ کال نفوس شمېرنه). د ښار اوږدوالی ۰.۶ مايل ( ۱.۰۵ کيلومتر ) دی او بر يا غرض يې … نور ولولئ
په زړه پورې

د شمالي کوریا په اړه څلوېښت په زړه پورې او معلوماتي ټکي

  شمالي کوریا داسې یو هیواد چې په اسانۍ ازاد تګ راتګ ورته نه شته او یا ډير کم دی، څه ډول یو هیواد دی؟ دلته موږ درته د نړۍ له بیلابیلو رسنیو د شمالي کوریا په اړه ځینې په زړه پورې ټکي راټول کړي. که مو خوښ شول نورو سره یې هم شریک کړئ. 1- شمالي کوریا د کوریا د ټاپوزمې په سلو کې پنځه پنځوس برخه نیولې او پراخوالی یې یو سلو شل … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

که د نوښت او ابتکار په لټه یئ، نو له محدودیتونو او مرز ها خوا فکر وکړئ

لیکوال: محی الدین دلیل “په خدای که خو یې زما په سوچ کېم جواب یي.ای له عقله خالي! خپله فکر وکړه، دا غوټه په خولې هم نه خلاصېږي. یره که د ما منې، نو ترې تېر شه، دا کار بېخي ناممکن دی. پدې خبرو کې ګوتې مه وهه، دا داسې چا ویلي، چې ټول عمر یې درس او تعلیم کړی، او مونږ یې د پښو خاورې هم نه یو…” ناشونې ده چې دا ډول خبرې … نور ولولئ
په زړه پورې

۵ هغه لوبغالي چې ۵ کرکټرانو پکښې ترټولو ډېرې سليزې وهلي

ليکنه: مدثر دعوت د نړۍ ډېری هيوادونه ډېر ښکلې او زړه راکښوونکې لوبغالي لري، هغه که د هرې لوبې لپاره وي، خو يو لوبغاړی په دې ټولو کې د خپلې خوښې يو لوبغالی لري، چې ښه لوبه يې پکې ترسره کړې وې او د خوښې وړ يې ګرځېدلی وي. شته داسې کرکټران چې په ځېنو لوبغالو کې يې ښې منډې جوړې کړې وې، يا يې هم ښه توپ اچوونه کړې وي، ډېر لوبغاړي يې سوځولي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د هلمند علماء له ځوانانو سره ګډ پلان جوړوي، غواړي د طالبانو سیمو ته ورشي او مخامخ خبرې وکړي

ليکنه: مدثر دعوت د لښکرګاه د غازې لوبغالي مخته وروسته تر هغه چې د نوې کال په درېمه نېټه د غېږ نېونې لوبې پر سيلانيانو د موټربم چاودنې له امله تر ۶۰ زيات عام وګړي د ماشومانو په ګډون مړه او ټپیان شول، د سولې ولسي حرکت په نوم د ځوانانو له لورې خېمه ودروله. په دې پرلت کې ځوانانو له حکومت او طالبانو وغوښتل چې جګړه پرېږدي او سوله وکړي. په دغه خېمه کې … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

د هډې ملا صاحب ( نجم الدین اخونزاده) څوک و؟

د ۱۹ میلادي پېړۍ له نیمايي، په افغانستان کې د پېرنګي خلاف مبارزه کې د هډې ملا ډېر شهرت لرلو. د هډې د ملا خپل نوم عبدالقدير، په خټه کاکړاخونزاده د غزني د شلګراو اوسېدونکې و. د ده پلار محمد حسن اخونزاده نومېدو چې ځینې نمسي او کړوسي يې وروسته په مومندو کې مېشت شول. عبد القدیر ښه لوړ دنګ او ښکلې سړى او په تندي يې شين خال و. لومړیو دیني ذدکړو نه وروسته … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

فرصتونه هر چاته په مخه ورځي، خو ځینې یې کاروي او ځینې یې ضایع کوي

په ۲۰۰۵ ميلادی کال کې MySpace شرکت(د فیسبوک په شان ټولینزه شبکه وه) غوښتل چې فېسبوک په ۷۵ میلیون ډالر واخلي، خو د ماۍ سپیس شرکت مشر وویل چې دا لوړ قیمت دی،ترې تیر سو، څو کاله وروسته همدي فېسبوک مايسپیس شرکت یې له پښو وغورځوه، حتی خلکو له ذهنونو یې لا وویست. د فوربيس مجلې د راپور له مخې اوس د فېسبوک اقتصادي ارزښت ۵۰۰ میلیارده ډالر دی. په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

دا لس حقایق ښايي ترخه وي، خو پرې پوهیدل د ژوند په تنظیم کې مرسته کوي

لیکوال: لشلان براون ژباړه: ګلاب هیواد، د یاران ټیم لیکوال زه نهه ویشت کلن یم او لا باید ډیر څه زده کړم. خو زه پوهیږم چې ژوند تر هغه څه ډیر سخت دی چې دا د بریالیتوب په اړه خپریدونکي کیسې یې موږ ته وايي. له همدې کبله نن زه غواړم د ژوند څو ترخه حقیقتونه درسره شریک کړم چې ډیر کله یې خلک موږ سره نه شریکوي. 1- بې هدفه ژوند بې معنی ژوند … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په دې لنډو لارو مو د وینا پرمهال تاثیر او وهم له منځه یوسئ

لیکنه: حشمت الله رحمتي (په ډیر څه پوهیږم خو چې همدا ودریږم، نو هر څه مې له ذهن څخه په هوا شي!) ددې ناخوښې جملې تر شاه مو په پرتو ناخوالو قلم خوځولئ چې درسره د تاثیر په لمنځه وړلو کې مرسته کولی شي. وینا داسې یو هنر دی چې له مخې انسان ډیر مینه وال او همدارنګه مخالفین پیدا کوي، ځکه په پښتو کې یو متل دی چې (خپله ژبه هم کلا ده هم … نور ولولئ