بریا او پرمختګ

کابل کې د افغان علماوو ستره تاریخي غونډه؛ ایا دیني فتوا به جګړه ختمه کړي؟

لیکنه: ارشاد رغاند د افغانستان دوه نېم زره دیني عالمان، چې د دوشنبې په ورځ د کابل د لویې جرګې په کېږدۍ کې ټول شوي وو، د یوه تاریخي ګام په توګه په افغانستان کې د روانې جګړې خلاف فتوا ورکړه. دوی په دغه فتوا کې روانه جګړه تپل شوې وګڼله او ملکیانو ته یې پرله پسې اوښتي زیانونه وغندل. افغان عالمانو د سولې لپاره د ملي یووالي حکومت کړي وړاندیزونه او جوړې کړې طرحې … نور ولولئ
اقتصاد

که مو دغه بد عادتونه درلودل، په دنده کې پرمختګ نه شئ کولی

ژباړه: حمیدالله حمیدي که تاسو هم د هغو کسانو له ډلې یاست چې په اونۍ کې شپږ ورځې کار کوئ، نو هرو مرو به د دې تمه لرئ چې په دنده کې پرمختګ وکړئ. تاسو کېدای شي ښه کار کوئ، په خپله دنده کې رښتیني وۍ، له وخت یو ساعت مخکې دفتر ته ځئ او په ټوله کې د یوه ښه کارکوونکي صفتونه لرئ، خو دا ټول په دې مانا نه دي چې مدیر به … نور ولولئ
اقتصاد

د کینې او بخیلتوب له شره د خلاصون لپاره ګټوره لیکنه

ژباړه: محمد عزيز پردېس که د حسادت حس ستاسو او ملګرو ترمنځ مو د يو سالم رقابت د پيلېدو لپاره يوه څړيکه وي، نو ډېر او مهم برياليتوبونه ځان سره ولري. خو له هغه وخت نه چې دغه شخصيتي ځانګړنه د يوې ناروغۍ په بڼه په شخص کې راڅرګنده شي، دا به نو بيا هغه وخت وي چې تاسو به تر ابده خپل ځان د نورو سره پرتله کوئ او د خپلو امتيازاتو او شتو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

نېم قشر ړوند دی؛ افغان ماشومان ولې له زده کړو محروم دي؟

لیکنه: ارشاد رغاند د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق له افغان پوهنې وزارت سره د خپلو ګډو څېړنو پایلې اعلان کړې، چې له مخې یې د زده کړو پر معیار د برابرو افغان ماشومانو نېمایي برخه (۳،۷ میلیونه) د زده کړو له حق څخه محروم دي. دغو ادارو د نا امنۍ او جګړې د دوام ترڅنګ نجونو زده کوونکو ته د سالم درسي چاپېریال نه موجودیت د دغه وضعیت لوی دلایل وګڼل. په یاد شوي … نور ولولئ
اقتصاد

د بریا راز داسې ومومئ

لیکنه: حمیدالله حمیدي بریا یعنې موخو ته رسېدل او د بریا رازونه یعنې هغه پټې لارې، چې نور بریالي وګړي خپلو موخو او بریاوو ته پرې رسېدلي دي. که څه هم بریا بې شمېره او بې کچې رازونه لري، خو موږ یې هغه ثابت او تجربه شوي رازونه یادوو، چې نور پرې بریالي شوي دي. د بریا تر ټولو لوی، غوره او لومړنی راز خپله موخه ټاکل دي. هر کله، چې موخه وټاکو وروسته له … نور ولولئ
اقتصاد

د خوږې ملګرتیا او غوره اړیکې لپاره ۵ ټکي په پام کې ونیسئ

ژباړه: مریم محمدي یوه دوامداره او ښه ټولنیزه اړیکه کوم سخت کار نه دی، بلکې خوشبختي ده چې دا هنر په اسانۍ زده کیږي. د یو ښه ملګري/مګرې او همدرد کس پیدا کول ستونزمنه چاره نه ده، هغه هم په داسې یو عصر کې چې د تیلیفون او انټرنټ سهولنتونه پکې ډیر دي، خو یوه خبره ده، هغه دا چې ددغه ډول اړیکو ساتل په اوسني بې باوره شرایطو کې لږ سخته کار دی. که … نور ولولئ
اقتصاد

که غواړئ کارو بار مو پرمختګ وکړي نو دغه عادتونه خپل کړئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي که کار پنځوونکی یا د یوې ادارې مدیر یاست او یا هم غواړې نوی کار پیل کړي، نو ښه ده چې ځینې داسې عادتونه خپل کړي چې پر خپلو توليدوونکو توکو او هغو کسانو چې له تاسو سره کار کوي، مثبت اغېز ولري. له دې سره په څنګ کې هغه څه ته چې غواړی ورسېږی، نو باید له یوې منظمې او مخکې ازمویل شوې تګلارې ګټه واخلئ او ګام پر ګام مخ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ادارې مشر ته د ځان ثابتولو مهم ټکي – دویمه برخه

ژباړه: حمیدالله حمیدي د دې لپاره چې تاسو هم په خپله اداره کې د یوه غوره کارکوونکي په توګه وپېژندل شی، د دې لیکنې په تېره برخه کې مو لسو ټکو ته اشاره وکړه. اوس چې تاسو هغه لس واړه عملي کړي دي، د پاتې هغو لوستو ته مو را بولو. ۱۱- یوازې د کار په اړه فکر وکړئ ګوښه کېدل، د اوازو خپرول او په کاري چاپېریال کې خبرې یو بل ته وړل د … نور ولولئ
اقتصاد

په راتلونکو لسو کلونو کې ځان چیرې وینې؟

لیکنه: جیم رون ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل له دې وروسته نهیلی مه اوسه، له عمل کولو پرته هیله من هم مه اوسه او له عملي ګام اوچتولو پرته د کوم څه ته په تمه هم مه اوسه. هغه ښه پوښتنه چې کولی شې له ځان څخه یې وپوښتې: “ته چیرې روان یې؟” له نن څخه لس کاله وروسته یقیناً چې ته به ورسیږې، خو پوښتنه دا ده چې، چیرې؟ موږ نه غواړو چې ځان وغولوو … نور ولولئ
اقتصاد

د وزن کمولو څو ګټورې او ساده لارې

لیکنه: مریم محمدي یو شمیر خلک که هرڅومره خوراک وکړي وزن يې نه ډېرېږي، خو ځينې وګړي بیا د چاغښت يا وزن اخيستو هورمون په ځان کې ډېر لري. د وزن ډیرښت هغه ستونزه ده چې د نړۍ ميليونونه وګړي ترې کړېږي. د وزن کموالي په باره کې ډاکترانو ډېرې مقالې او لیکنې کړي، چې اکثره به یې تاسو لوستي وي د ليکنو د لوستلو ترڅنګ به مو ډیرې تجربې ازمایلي وي. که غواړئ په … نور ولولئ