ټولنیز ژوند

خبرې او ملغلرې

ژباړه راټولونه: مریم محمدي ۱- ژوند د هيندارې په څير دى، که ورته خاندې درته خاندي به، هڅه وکړئ په مثبت فکر سره داسې کړنې ترسره کړئ، چې د ژوند هره برخه کې د خوښۍ احساس وکړئ. برعکس په منفي کړنو او فکرونو مو ځان مه خپه کوئ. ۲- هڅکله داسې فکر مه کوئ، تر ټولو غوره انسان یې، ځکه غوره انسانان له خپلواعمالو څخه معلوميږي، کنه ښايسته خبرې پر ديوال هم ليکل شوي وي. … نور ولولئ
په زړه پورې

جان کیري او ایران؛ منتقدین یې ولې «اخوند کیري» ورته وایي؟

لیکوال:ممدوح المهینی ژباړن: بشر دروېش د فیسبوک لپاره: د جان کیري منتقدین باوري دي، چې له ټولو ښیګڼو سره د کیري د کمزورۍ یو ټکی د بهرني سیاست په برخه کې ایران و او دی. د دوی په نظر، کیري له دې کبله چې مشره لوریې(وانسا) ایراني ډاکټر( بهروز ناهید) ته واده ده، له ایران سره عاطفي اړیکه لري. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د مخکیني وزیر جان کیري، غوره دوره هغه وخت … نور ولولئ
ټیکنالوژي

تر ټولو عام سایبري (کمپیوټري) جرمونه او جزاګانې یې

ژباړه او راټولونه: عدنان نجیبي مونږ او تاسې د سایبري یا کمپیوټري جرمونو په اړه ډېر ځلې اورېدلي دي او دا مشکل په چتکتیا سره پر مخ تلونکی دی. ایف بي اې دغه جرمونه په ډېرو مهمو لویو برخو وېشلي دي چې مهم یې عبارت دي له: • د هویت غل (Identity Theft) • پر لیکه لوټماران (Online Predators) • مالویر یو ډول تخریبوونکی سپک‌غالی دی (Malware) • انټرنېتي دوکه (Internet fraud) • د معنوي … نور ولولئ
په زړه پورې

عجیبه ډالۍ؛ شمالي کوریا جنوبي کوریا ته ۲ سپین سپي واستول

د شمالي کوریا واکمن کیم جونګ اون، له محدودو سیاستوالو څخه دی، چې نیږدې هرکار یې عجیب و غریب او د نړیوالو رسنیو د ډېر پام وړ وي. کیم جونګ اون، دا ځل خپل مخالف ګاونډي هېواد (جنوبي کوریا) ته د دوو سپینو سپینو له ډالۍ کولو سره د نړیوالو رسنیو پام خپل کړی. د سولې د هڅو دوام د سپیو؛ هغه هم د سپین رنګو د ډالۍ کولو دلیل له جنوبي کوریا سره سولې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ناوې لپاره د سمینټو له بوجیو نوې جوړې شوې جامې

په چین کې یوه سړي د مېرمنو لپاره د واده نوی ماډل لباس تیار کړی چې د سمینټو له بوجیو به جوړیږي. واده د انساني ژوند تر ټولو مهمه مرحله ده چې د خوښیو او یادګارونو ډکې شېبې ورسره تړلې وي. هر څوک خوښوي چې په خپل واده کې دې ښه، ښایسته، نوي ماډل او قیمتي جامې واغوندي او ځان تر نورو ډېر ښکلي وښيي. په واده کې مېرمنې تر نارینؤ زیاتې قیمتي او ښکلې … نور ولولئ
په زړه پورې

د ایران اسلامي جمهوریت او تقلبي شراب؛ ۱۰۰ نه زیات کسان یې ځپلي

ایران، چې تر هرچا ډېر ځان (اسلامي جمهوریت) ګڼي، له ټولو سخت دریځو قیوداتو سره پکې د نیشه یي توکیو استعمال په لوړه کچه دی. هلته نه یوازې هیروین او نور مخدره توکي ګڼ کارونکي لري او حتا اغېزې یې تر افغانانو رسیدلي؛ بلکې د نیشه یي توکیو نور ډولونه هم پکې په پراخه کچه استعمالیږي. د یونیم سل تنو نیشه ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په عباس بندر کې تر۱۵۰ زیاتو … نور ولولئ
اقتصاد

ددغو ۱۵ مهمو ټکو په مراعتولو سره ښه رییس شئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل د کسب و کار او رهبرۍ د کارپوهانو په اند د یوه ښه رییس ۱۵ نښې نښانې عبارت دي له: ۱ ـــ مهربان یو ښه رییس هغه څوک دی، چې خپلو کارمندانو ته لومړیتوب ورکوي او په دې باندې پوهېږي، چې کله وخت د ژوند پېښې زموږ له کنټرول څخه بهر دي. یو ښه رییس په سختو او ستونزمنو شرایطو کې خپلو کارمندانو ته د کړنو آزادي او په نفس باندې … نور ولولئ
اقتصاد

د کاروبار هغه ستراتیژي چې شتمن به مو کړي

لیکنه: براین ټرایسي ژباړه: غازي عابد ایا له دې خبر وۍ چې لس مهمې خبرې یا ټکي شته چې په ښه او پراخه ډول سره ستاسې د کاروبار د بریالیتوب او یا ناکامۍ لامل کیدای شي؟ که چیرته په واقعیت او صداقت سره دا لس برخې یا ټکي له ځانه سره عملي کړئ، ښه تصمیمونه به ونیولی شئ او ښې لاسته راوړنې به هم ولرئ. راځئ چې دا ټکي په لنډ ډول را واخلو: ۱- … نور ولولئ
اقتصاد

د رنګونو د ارواپوهنې په اساس بازارموندنه؛ کاورباریان باید ترې کار واخلي

ژباړه: محمد عزيز پردېس رنګونه په سوداګريزو برخو کې د بازارموندنې لپاره ډېره زمينه برابروي. بې شمېره څېړنو دا ثابته کړې چې مختلف او ځانګړي رنګونه پر مصرف کوونکو خپل ځانګړی اغېز لري. ځيني رنګونه د انسان د هيجانتوب او ځيني يې د ارامښت سبب ګرځي. په همدې ترتيب شرکتونه او وېب پاڼې کولی شي چې په اسانۍ سره د رنګونو د ارواه پوهنې په مرسته خپل پېردونکي هدف وګرځوي. ایا تاسو له رنګونو څخه … نور ولولئ
په زړه پورې

د اوسني سعودي عربستان په اړه 22 په زړه پورې ټکي

سعودي عربستان د اسلام د مبارک دین د ظهور ټاټوبی او د مسلمانانو قبله کعبه شریفه په دې هیواد کې ده. پر دې سربیره ددې هیواد په معاصر تاریخ کې ځینې په زړه پورې ټکي شته چې دلته یې درسره شریکوو: ۱- د سعودي د پاچا رسمي لقب ( خادم حرمین شریفین) دی. سلمان بن عبدالعزیز السعود له ۲۰۱۵ م کال جنورۍ د میاشتې راهیسې د سعودي پاچا دی. ۲- سعودي عربستان په نړۍ کې … نور ولولئ