په زړه پورې

د نړۍ ترټولو پخوانۍ ډوبه شوې کشتۍ وموندل شوه

لرغون پېژندوکو د تورې بهېرې په تل کې څو ورځې وړاندې يوه ډوبه شوې کشتۍ په داسې حال کې وموندله چې تمه کېږي د نړۍ ترټولو پخوانۍ کشتۍ وي. ترټولو جالبه بيا دا ده چې ياده کشتۍ تر دې دمه په خپل حالت پاتې ده، يانې لاس نا وهل شوې ده. اټکل کېږي چې د نوموړې کشتۍ عمر به له ۲۴۰۰ کلونو څخه هم ډېر وي او د څېړونکو لپاره ترټولو جالبه بيا ده ده … نور ولولئ
په زړه پورې

د اسراییلو ملي سرود د لومړي ځل لپاره په عربي اماراتو کې وغږول شو

اسراییل، چې اسلامي نړۍ ترې خورا نفرت لري، په لومړي ځل یې په متحده عربي اماراتو کې ملي سرود غږول شوی. ورزشي سیالۍ راپورونه ښیي، چې دا سرود د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د جودو ورزشي سیالیو پر وخت غږول شوی دی. ویل شوي، چې د اسراییلو ملي سرود په یادو سیالیو کې د یوه اسراییلي لوبغاړي تر اتلولۍ وروسته غږول شوی دی. د خوښۍ اوښکې د اسراییلو د فرهنګ او ورزش … نور ولولئ
په زړه پورې

د نړۍ ترټولو لوړه مجسمه نن په هند کې پرانېستل شوه

راپور: محمد عزيز پردېس یاده مجسمه د هندوستان د خپلواکۍ رهبر سردار والاباه باهی پاتل د يادښت په موخه جوړه شوې چې لوړوالی يې ۱۸۲ مترو ته رسېږي. د نوموړې مجسمې کار پنځه کاله وړاندې د هندوستان په سادو جزيرې کې چې د نارمادا اوبو په منځ کې موقعيت لري، پيل شو چې د سلهاو چينايي کارکوونکو په شمول پکې شاوخوا ۲۵۰۰ کارګران په کار بوخت و. دا مجسمه د امريکا د آزادۍ مجسمې دوه … نور ولولئ
په زړه پورې

د تېزاب پاشلو له حملې، د ژغورنې مېک اپ جوړ شو

ژباړه: پلوشه فضلي په نړۍ کښي پر ښځو باندي د بې رحمه نارینه وو له لوري د تېزاب شیندلو پېښي کمې نه دي. په افغانستان کښي هم موږ ډېری وختونه د داسي پېښو شاهدان پاته سوي یوو. خو نن سبا د ورته پېښو لړۍ تر غربي هیوادونو هم رسېدلې ده. په دې اړه یوې ماهري ښځي داسي مېکپ تیار کړی دی چي د یاد مېکپ په لګولو سره د تېزابو د تاثیراتو مخه نیول کېږي. … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

که غواړئ چي اړیکي مو ښې شي؛ مبایل مو لېري کړئ!

ژباړه: نوراحمد فضلي مبایل چي نن ورځ لکه زموږ د وجود غړی او ډېر کم پېښيږي چي د ډېر وخت له پاره راسره نه وي. هیجان پارونکي اپلکېشنونه، د انټرنیټ بې سره و ښکره نړۍ او په سوونو نور لاملونه دي چي دا کوچنۍ دنیاګۍ موږ ته جذابه ښکاره کوي او البته که موږ وغواړو یا نه، دا ددې سبب کېږي چي زموږ ټولنیزي اړیکي او اجتماعي سلوک هم د همدېو پر بنسټ تغییر سي. … نور ولولئ
په زړه پورې

د نړۍ ترټولو غوره افغان قاري کبیرحیدري وپېژنئ

د افغانستان یو مشهور او استاد قاري شېخ عبدالکبیر حیدري څه موده مخکې په روسیه کې د قرآن کریم د غوره تلاوت د نړیوالې سیالۍ د لومړي مقام په ترلاسه کولو سره د نړۍ د ترټولو غوره قاري یا د قرآنکریم د حافظ ویاړلی لقب وګاټه. په دې لیکنه کې به د ښاغلي حیدري له ژوند لیک او لاسته راوړنو خبر شئ: زوکړه او له قرآنکریم سره د مینې پيل استاد حیدري په ۱۳۶۱ کال … نور ولولئ
په زړه پورې

یو جرمني نرس تر 100 زیات ناروغان په پیچکاریو وژلي

په جرمني کې یو پخوانی نرس منلې چې 100 ناروغان یې په یو ډول وژونکو پیچکاریو وژلي دي. نوموړې دا اعتراف د خپلې محاکمې په لومړۍ ورځ کړی دی. دا د دویمې نړیوالې جګړې راوروسته په جرمني کې د ځنځیرې وژنو تر ټولو لویه دوسیه بلل کیږي. یو څلویښت کلن نیلس هویګل لا دمخه د ناروغانو د مړینو د نورو دوسیو له کبله زندان کې دی، او نژدې یوه لسیزه بند یې تیر کړی دی. … نور ولولئ
په زړه پورې

ډاکټرانو د چینایي سړي په سینه کې نښتې قاشوغه یو کال وروسته راویسته

ډاکټرانو د یوه چینایې سړي له ستوني هغه اوسپنزه قاشوغه په ډېره مشکله راوستلي چې شاوخوا یو کال د نوموړې په بدن کې بنده وه. ویل کیږي دغه چینایې سړي د شرط وهلو په دوروان کې ۸ انچه اوږده قاشوغه په غلطۍ سره ستوني ته دننه کړې وه او تر یو کاله یې په ایسوفیګس یا غذایې نل کې بنده وه. ډاکټرانو ویلي چې د دغه چینایي سړی عملیات ډېر مشکل و چې بلاخره وتوانېدل … نور ولولئ
په زړه پورې

اندونیزیا: الوتکه له الوتنې څو دقیقې وروسته سیند ته لویدلې او ۱۸۹ سپرلۍ يې وژل شوي

8 د اندونیزیا هیواد په پلازمینه جاکارتا کې د “لاین” په نوم د هوايي شرکت الوتکه له الوتنې څو دقیقې وروسته لویدلې، چې پکې سپرې ټولې سپرلۍ وژل شوي. د اندونیزیا د ژغورنې او پلټنې ادارې نن دوشنبه رسنیو ته ویلي، چې دوې یواځې د ځینو انسانو د بدن “پاتې شوني” موندلي او اټکل کوي، چې هیڅوک ژوندی نه دی پاتې. دا بوینګ ۷۳۷ ماسک الوتکه نن سهار وختي د جاکارتا هوايي ډګر څخه د … نور ولولئ
په زړه پورې

هغه نړیوال فلمونه چې د واقعیت په اساس جوړ شوي

تاسې به ډېر فلمونه لیدلي وي، خو په دې به نه پوهیږئ چې کوم یې خیالي او کوم یې واقعي کیسه لري. په دې مطلب کې ځینې هغه فلمونه درپېژنو، چې داستانونه یې واقعیت لري: The Aviator https://www.youtube.com/watch?v=fTgCeBjNDCk دا فلم د یوه مخکښ پیلوټ او فلم جوړونکي هاوارد هاکس د ژوند كیسه ده. هاوارډ په ۱۹۲۷ – ۱۹۴۷ کلونو کې بریالی فلم جوړونکی شو، خو د وسواس له وجې ې سخته دوره شاته پریښوده. یاد … نور ولولئ