بریا او پرمختګ

که په دنده او مسلک کې پرمختګ غواړئ، باید دا ټکي پام کې ولرئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل دنده ایزه لوړتیا، هغه ستره موخه ده، چې هغې ته د رسېدو لپاره باید هڅې وکړئ. که چېرې هوډ لرئ ( دنده ایزه ترفیع ) ته د راتلونکي یو کال لپاره د خپلو موخو په لېست کې ځای ورکړئ، نو موږ له تاسو سره مرسته کوو، چې هغې ته په رسېدو کې بریالي شئ. که چېرې واقعاً غواړئ دنده ایز مسلک مو مخ پر وړاندې حرکت وکړي، دا هغه مهارتونه دي، … نور ولولئ
ټیکنالوژي

هواوې د خپل خوندیتابه لپاره ۲ میلیارده ډالره لګوي

د هواوې شرکت د کاناډا د برخې رییس ویلي، ددې لپاره چې تولیدي توکي یې، نور هم امن او خلک وکولی شي له دې هم ډېر باور پرې وکړي، د خپلو توکو د امنیت د خوندیتابه لپاره یې دوه میلیارده ډالره ځانګړي کړي دي. نوموړی وایي، دا دوه میلیارده ډالره به یوازې د سافټویر جوړولو د انجنیرانو پر ګومارلو ولګوي. د هواوې د کاناډا د برخې مشر اریک لي (Eric Lee) وایي، د خپلو توکو … نور ولولئ
ټیکنالوژي

په ایفون کې د ایراني اپلېکشن کارول بندیږي

اپل شرکت غواړي، نور په ایفون کې د هغه اپلېکېشنونو نصب لغوه کړي، چې د ایرانیانو له خوا جوړېږي او یا هم په ګوګل یا فېسبوک د کاروونکو مخې ته راځي. که داسې وشي،ډېری ایراني شرکتونه، وېبپاڼې او هغه کسان چې دغه اپلېکېشنونه جوړوي، له ستونزو سره مخ شي. اپل شرکت له دې وړاندې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلکو او شرکتونو ته اجازه ورکوله، چې مجاز اپلېکېشنونه جوړي کړي، له دوی سره یې … نور ولولئ
ټیکنالوژي

سعودي عربستان؛ نارینه د یوه اپلکیشن په وسیله خپلې مېرمنې څاري

په سعودي عربستان کې به مو د ښځو پر وړاندې د سختو قیوداتو او د دوی د حقونو د نقض ډېرې کیسې اوریدلې وې؛ نن به مو له یوې بلې خبر کړو. د ښځو انلاین نظارت په سعودي کې داسې یو اپلکیشن هم حکومت جوړ کړی، چې نارینه یې په وسیله خپلې مېرمنې په انلاین ډول څاري. دا اپلکیشن (ابشر) نومیږي او د ګوګل او ايپل شرکتونو له لارې په سعودي کې لاسرسی ورته کیدای … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

۷ ځواکمنې جملې، چې باید ځانته یې ووایئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل زموږ ټولو په ذات کې داسې عناصر شتون لري، چې هم کولای شي بریاوې مو له منځه یوسي او هم مو لوړو مقامونو ته ورسوي. په دې لیکنه کې مو د شخصیت په ۷ ځانګړتیاوو باندې خبرې کړې دي، چې کولای شي، تاسو له ستونزو او ماتو څخه مو لرې کړي او اجازه ورکړي، ترڅو لوړو مقامونو او په پایله کې د خپلې خوښې بریا ته ورسېږئ. نو باید وکولای شئ، … نور ولولئ
پوهنتونونه

البيروني پوهنتون

یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو. البيروني پوهنتون خپلې لومړنۍ چارې په ۱۳۷۷ کال کې پیل کړې چې له جوړېدو یې تر اوسه پورې شل کلونه تېرېږي. دغه پوهنتون په لومړي سر کې یوازې څلور پوهنځي درلودل چې بیا وروسته ورته پنځه نور … نور ولولئ
افغانستان

هلمند: د شهيدانو د کورنيو ۲۰۰ کسانو ته د حرفوي زده کړو زمينه برابره شوې

هلمند د افغانستان په سويل کې د نورو ولايتونو په پرتله يو جنګ ځپلی ولايت دی او د کار زمينه هم تر ډيره بريده پکښې نشته. د کونډو او يتيمانو ژوند له نامالوم برخليک سره مخ دی او ډيری کورنۍ په کور کي سرپرست او د نفقې راوړونکی نلري. خو په هلمند کي د توحيد د ټولنيزو او پرمختايي چارو په نوم يوې موسسې د ۲۰۰ کورنيو لپاره د زده کړو او کار زمينه برابره … نور ولولئ
پوهنتونونه

د بامیان پوهنتون

یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو. د بامیان پوهنتون د بنسټ ډبره په ۱۳۷۵ لمریز کال کې کېښودل شوه چې هغه مهال یې د کرنې، طب، ساینس او ادبیاتو پوهنځي درلودل. دغه پوهنتون په لومړي سر کې ۶۰۰ محصلین درلودل چې د ۳۰ … نور ولولئ
ټیکنالوژي

خبر اوسئ؛ انسټاګرام په جعلي او غیر فعال اکونټونو پسې راخیستې

انسټاګرام اعلان کړی چې کارکوونکي یې د هغو اکونټونو پر له منځه وړلو بوخت دي، چې جعلي دي او یا هم له ډېرې مودې را په دېخوا کارول شوي نه دي. انسټاګرام وایي، دا کار یې هغه وخت پیل کړی چې په دې وروستیو کې ډېرو مشهورو کارونکو ورته شکایت وکړ، چې د کتونکو شمېر یې په بې ساري ډول د کمېدو په حال کې دی. دغو کسانو ورته ویلي، ځینې جعلي اکونټونه چې له … نور ولولئ
افغانستان

نوې طرحه؛ افغانستان د روباټ جوړونې مرکز جوړوي

افغان حکومت د یوه نوي پلان له مخې غواړي د روبات جوړونې یو مرکز جوړ کړي. د دغه مرکز د جوړولو طرحه د افغانستان د مخابراتو او ټېکنالوژۍ وزارت چمتو کړې او د وزیرانو شورا غونډې ته یې وړاندې کړې ده. تایید شوې طرحه د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د حکومت اجرایه ریاست، چې هره دوشنبه د وزیرانو شورا د اونیزو غونډو کوربه وي، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د روباټ جوړونې د … نور ولولئ