بریا او پرمختګ

د ژوند په اړه د نړیوالو پوهانو انګېزه بښونکې خبرې

ژباړه او راټولونه: عطا محمد میاخېل ـــ چا چې په ژوند کې تېروتنه نه ده کړې، نو هېڅکله یې کوم نوی څیز نه دی ازمویلی. (البرت انیشټین) ـــ تر ډېره د ژوند له ماتو سره هغه کسان مخ شوي دي، چې د تسلیمېدو پرمهال نه پوهېدل، چې څومره بریا ته نږدې شوي دي. (توماس اډیسن) ـــ که چېرې غواړئ، چې خوښ او خوشاله ژوند ولرئ، نو خپل ژوند په یوې موخې پورې وتړئ، نه انسانانو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

تړلي ذهنونه پرانیستل غواړي؛ خو څنګه؟

پرانېستی او خلاص ذهن (Open Mind) سړی د افکارو له کنګل او کنټرولي حالته ژغوري. هغه فکر، چې ستاسې پر روان او فعالیتونو حاکم دی، د ذهن پرانېستلو په وخت کې تغییر کوي. یوڅوک فکر کوي، چې په خپل مسلک کې تر هرچا تکړه دی. هېچا ته ټیټه نه وايي او د هېچا پر وړاندې په خپل ضعف اعتراف نه کوي. هغوی خپل فکر همداسې روزلی، یا د فکر مسیر یې پر یوه داسې اړخ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ذهني پرمختګ او کاروبار ته داسې لاس په کار شئ!

لیکنه: یانیک ډچسچر ژباړه: غازي عابد ۱- هره ورځ لوستل وکړئ: – لومړی غیرې افسانوي یا غیرې داستاني کتابونه ولولئ. – د هر کتاب له لوستو نه ښه ثمره ترلاسه کړئ. – یا هڅه وکړئ چې مستقیماً د کتاب پایله ولولئ؛ څو ډیر وخت مو سپما کړی وي. ۲- ریاضت: ذهني تمرکز یا ځانګړي ریاضتونه وکړئ – ځیني وخت د ارام او استراحت لپاره د هیڅ شي په اړه فکر مه کوئ. ۳- وختي خوب … نور ولولئ
طبیعت

بیا که بریم به مزار؛ نوروز په افغانستان کې، ګل سرخ او نورې مېلې درپېژنو

صادق طارق بیا که بریم به مزار ملامحمد جان سیل ګل لاله زار ملا محمد جان دا مشهوره ولسي سندره به مو حتماً اوریدلې وي. دا سندره د نوروز یا نوي کال په درشل کې د ګل سرخ مشهوره مېله درپه یادوي. دا مېله د هر لمریزکال له نوي کیدو سره د افغانستان په شمال کې د مزار شریف ښاریان د هېواد د ګڼو نورو سیمو د خلکو په ملتیا نمانځي. ګل سرخ او مزار … نور ولولئ
په زړه پورې

د نړۍ نابغه ماشومان

لیکنه: شپنه حیدري ځینې ماشومان فوق العاده ځيرک وي، IQ یا د هوښیارتیا کچه یې لوړه وي او په چټکۍ زده کړه کولای شي، ځينې یې ښوونځي ته تر تلو وړاندې په ډېرو شیانو پوهېږي، ځينې بیا د بېلابېلو ناروغیو له امله په لوړ عمر کې هم په هېڅ نه پوهېږي. ځينې ماشومان بیا داسې وي چې د عمر په لومړیو کې په هېڅ نه پوهېږي خو وروسته بیا غټ پوهان ترې جوړ شوي دي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د فکر د مثبت بدلون لپاره اته ګامه

ژباړه: محمدشبیرحسن زي که غواړئ چې د فکر بڼه مو مثبته شي، لاندې اته ګامه په دقت تمرین کړئ. لومړی ګام: د تمرکز بدلون او د مثبتو مواردو لټه باید یو ښه پلټونکې واوسې چې د ژوند پر مثبتو اړخونو دې تمرکز کوې. په افرادو کې د نیمګړتیاوو پر ځای هڅه وکړه چې د هغو ښېګڼې او مثبت ټکې پیدا کړې. ددغه مطلب یادونه ځکه کوم چې موږ ډېری داسې عادت شوي یو چې منفې … نور ولولئ
پوهنتونونه

د پنجشېر د لوړو زده کړو موسسه

یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو. د پنجشېر د لوړو زده کړو موسسې د بنسټ ډبره د دغه ولایت د خلکو په غوښتنه او د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ په ۱۳۹۰ ز کال کې کېښودل شوه. د لوړو زده کړو د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

بریالي او نابریالي کسان دا ځانګړنې لري

لیکنه: قطار ظفري ژوند د مبارزې ډلګۍ ده او هغه تر نورو زیات بریالي دي؛ چې کار او زیار ته یې اوږه ورکړې ده. تاسو به ډېر لېدلي او اورېدلي یي، چې له ستړیا وروسته بریا حتمي ده. خو ځینې بیا په دې موخه کار او زیار ته ملاماتې وي چې زما نصیب خراب ده زموږ واسطه نشته او… موږ تر یو حده يادې کړنې هم منو خو داسې هم نه ده؛ چې ته لاس … نور ولولئ
پوهنتونونه

د خصوصي پوهنتونونو سمیسترونه اوږده شوله؛ زده کوونکي یې ناسم او پوهنتونونه یې پرځای ګام بولي

د خصوصي پوهنتونونو تحصیلې دوره د دولتي پوهنتونو سره د مودې د مساوي والې په پلمه وغځیده. خو دا کار ډیری محصلین په خپل زیان بولي. وږمه چې، د د دولسم ټولګي فارغه شوې او غواړي په یو خصوصي پوهنتون کې زده کړي وکړي وايي: «تیرکال د د دولتي کانکور له لارې مې خپل د خوښې پوهنځي طب ته لاره ونه موندله خو اوس غواړم خپله هیله په یو خصوصوي پوهنتون کې پوره کړم، پخوا … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ښوونځي یوه ودانۍ او درې وخته زده کوونکي

وروستیو څه کم دوه لسیزو کې د افغان ولس پام له تیره په توپير تعلیم ته ور اوښتی، دا کچه ورځ تر بلې مخ په بره روانه ده، ځکه افغان انسان ورځ تر بلې پوهیږي چې نجات یې یوازې پر ماشومانو د زده کړو کول دي. دې نیکمرغه پوهاوي ښوونځیوو کې د زده کوونکو تعداد هم زیات کړی، چې ښه مثال يې د ځینو دولتي ښوونځیو په یوه ورځ درې وخته تدریس دی. د پوهنې … نور ولولئ