ادبیات

هالینډ کې چې کتاب درسره وي؛ اورګاډی کرایه نه اخلي

هغه هالینډیان چې د کتاب مینوال وي، هر کال د دوه ورځو لپاره په ټول هیواد کې وړیا سفر کوي. د هالینډ د اورګاډي مشهوره کمپنۍ (ان ایس) هر کال د کتاب د اوونۍ په مناسبت د دوه ورځو (شنبې او یکشنبې) لپاره د خپلو ټولو هغه مسافرو څخه کرایه نه اخلي، چې کتاب لولي. هر هغه څوک چې د اورګاډي د ټکټ په ځای کتاب وروښيي، دوې يې له کرایې معاف کوي. هالینډ د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د هنري رزمونو تکړه استاد، بروسلي ويښوونکې ويناوې

ژباړه: محمد عزيز پردېس ـ که فکر وکړې، څه غير ممکن دي؛ نو يوازې ته ددې لامل کېږې چې هغه درته غير ممکن شي. ـ تل خپله واوسه، ځان دې مطرح کړه، په ځان دې باور ولره او د داسې شخصيت په لټه کې مه اوسه چې له هغه څخه تقليد وکړې. ـ ژوند پخپله ستا ښوونکی دی او ته تل د زده کړې په حال کې يې. ـ د سبا لپاره چمتووالی د نن … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

که په ژوند کې اتلولي او کامیابي غواړئ، نو دا وکړئ او دا مه کړئ !

لیکنه: قطار ظفري موږ په یوه داسې ټولنه کې ژوند کوو، چې هره ورځ په کې یوه نوې پېښه کېدونکې ده، یاده پېښه په مستقیم یاهم غیر مستقیم ډول زموږ له ژوند سره اړخ لګوي. اوس پوښتنه دا ده، چې څنګه د پرتو خنډونو په وړاندې اتلان شو؟ ځواب یې په لاندې دلایلو روښانه کولی او ویلی شو. که غواړې، چې تر نور مخکښ او اتل شي نو په ځان کې مو لاندې عادتونه پیدا … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د انسانانو په اړه جالب ټکي؛ هغه چې د ډیرو شاید پام ورته نه کیږي

ژباړه: مریم محمدي دلته د څو هغو ټکو یادونه کوو چې اکثره یې په ټولنیز ژوند کې درک کوو او ورسره مخ کیږو، خو په هر حال دا عمومي خبرې دي، ممکن ځینو سره یو شمیر خلک موافق نه وي: ۱- ښځې د نارینو په نسبت دوه برابره په بدن کې درد لري، خو په ورته وخت کې له نارینو دوه برابره د درد د زغملو وړتیا هم لري. ۲- که چيرې یوې ښځې یو … نور ولولئ
اقتصاد

سپما او پیسې پرځای لګول

ژباړه: عطا محمد میاخېل حتا که چېرې تاسو ډېر معاش لرونکې دنده هم ولرئ، بیا هم باید د ژوند کوچنیو او وړو لګښتونو ته خپل پام واړوئ او وپوهېږئ، چې څنګه خپلې پیسې ټولې کړئ؟ بېځایه او ناسم لګښتونه، د دې سبب ګرځي، چې ونه شئ کولای، د ژوند اړینې اړتیاوې پوره کړئ. دغه راز که چېرې خدای مه کړه له روغتیایي ستونزو سره مخ شئ، یا د داسې وسایلو اخیستلو ته اړتیا پیدا کړئ، … نور ولولئ
اقتصاد

تر ټولو ګران بیه طلاق؛ د امازون د مالک مېرمنې پرې ۳۵ میلیارده ډالره واخیستل

لیکنه: صادق طارق د طلاقونو په اړه به مو ډېر اوریدلي وي، په نړۍ کې اوس دا جنجال عام شوی او ډېرې جوړې یا په خوښۍ یا خپګان سره جدا کیږي. خو د امازون اینټرنیټي پلورنځي د مالک او نړیوال شتمن جف بزوس او مېرمنې طلاق عجیبه کیسه شوه. ګران بیه طلاق جف بزوس خپلې طلاق کړې مېرمنې مک کنزي ته د طلاق نه وروسته ۳۵ میلیارده ډالره ورکړل او هم یې د خپل پلورنځي … نور ولولئ
په زړه پورې

عشق ځپلي؛ دغو مشهورو نړیوالو څېرو په مینه کې بیا ـ بیا ماتې خوړلې

ژباړه: صادق طارق د هالیووډ ستوري د شتمنۍ او قدرت کمی نه لري، خو د نصیب او قسمت مسئلې بیا پیسو او قدرت ته نه ګوري. دلته درته د سېنمایي نړۍ هغه مشهور ستوري درپېژنو، چې په مینه کې یې ماتې خوړلې ده: کیتی پری دا مشهوره سندرغاړې هم په مینه کې ماتو ځپلې ده. هغه مني چې مینې سختې ماتې ورکړي. هغې ته یې مخکیني د ژوند ملګري ( راسل برند) په حیرانونکي ډول … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

۴۰ انګېزه بښونکې ويناوې

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس ۱) ته دې نړۍ ته يوه ډالۍ يې. ته بې نظيره او بې همتا يې. ژوند دې کولی شې هغسې کړې چې غواړې يې. ورځې پيدا کړه او په شېبو کې ژوند وکړه. ۲) د ستونزو په پرتله دې لاسته راوړنو ته ارزښت ورکړه. هره ستونزه دې چې مخ ته راځي، په سړه سينه يې پر وړاندې مبارزه وکړه. ستا په وجود کې ډېر څه شته! درک او جرائت … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د کار په اړه د بریالیو ښځو ۵ درسونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل بریالۍ ښځې د غیر طبیعي وړتیاوو لرونکي افراد نه دي، بلکې په کاري چاپېریال کې په ښو او مناسبو چلندونو باندې په غوره توګه پوهېږي. هغه ټکی، چې بریالۍ ښځې یې په کار کې د بریا لپاره سپارښتنه کوي په ډاډ سره ویلی شم، چې بریالي کسان د خارق العاده کیسې لرونکي دي او غوره اتلان ګڼل کېږي، خو د کار او ژوند په اړه ډېر ټکي شتون لري، چې موږ … نور ولولئ
په زړه پورې

ایا د کعبې شریفې په اړه دومره پوهېدئ؟

لیکنه: سالم فطرت کعبه شریفه د ځمکې بختور ځای، د وحې د نزول مقام او د مسلمانانو قبله ده. د مکې مکرمې په سینه د ابادۍ بنیاد د اسماعیل علیه السلام له پیدایښت ښودل شوی چې وورسته په کې د هغه پلار ابراهیم علیه سلام د بیت الله بنسټ کېښود. دلته د زمزم د څاه له کبله د خلکو ابادي هم له همدغه ځایه پیل شوه او د دې ځای مالکیت د جرهم قبیلې په … نور ولولئ