اقتصاد

چین او افغانستان به د سړک له لارې سره و تړل شي

لیکنه: ظریف الله ساحل   دا چې افغانستان د پاکستان ، ایران، تاجکستان ، ازبکستان او ترکمنستان سره ګډه پوله لري ترڅنګ یې چین هم له هغه هیوادونو څخه دی چې د بدخشان د واخان ولسوالۍ له لارې افغانستان سره ګډ سرحد لري. د افغانستان د ټولګټو وزارت ویلې، د ځمکې له لارې دافغانستان او چین د نښلولو لپاره د جغل سړک جوړولو کارونه چټک روان دي. دغه وزارت پر فیسبوک لیکلي: د ۳۶۹ میلیون … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

له دغو لارو چارو ګټه واخلئ او مه پرېږدئ چې مقابل لوری درته دروغ ووايي!

څېړونکي وايي چې شاوخوا ۶۰ سلنه خلک کابو لس دقیقې هم له دروغ ویلو پرته نه شي تېرولای. نو د دغو شمېرو له مخې کولای شو ووايو چې زموږ د شاوخوا خلک د ورځې په اوږدو کې موږ ته څومره دروغ ويلای شي. خو اندېښنه مه کوئ، ځینې داسې لارې چارې شته چې په کارولو یې موږ کولای شو و پوهېږو چې مقابل لوری موږ ته دروغ وایي او که رښتونی دی. په نننۍ لیکنه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

کله مو چې زغم پاې ته رسیږي، باید څه وکړو؟

ژباړه: حماد هلال د پخوا راهیسې ویل کېږي صبر یو اخلاقي فضلیت دی. ممکن یو له هغه څه چې تاسو ته رنځ درکوي دا وي، چې تل درته وایي باید صبر وکړې. په ننۍ پرمختللې نړۍ کې اړتیا ده چې باید دې موضوع ته ډېر پام وکړو، خو موږ داسې شوهیدو او مدارکو ته اړتیا لرو چې ثابته کړي زغم زموږ په ګټه دی. اوس د سیالۍ  په  نړۍ کې، زغم یعنې دوهم کېدل یا … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د حضرت سليمان ع ژوند ليک او ويناوې

دسليمان علیه السلام  نوم شپاړس ځايه دقرآنکريم په بقره، نساء ، انعام ، انبياء ، نمل ، سبا او ص سورتونو کي ذکر شوي دي. سليمان علیه السلام  يو د هغه پيغمبرانو څخه وو چي الله جل جلاله  نبوت او پاچاهي دواړه پکښي جمع کړي وه، سليمان علیه السلام د پلار په څېر هم نبي وو او هم پاچا وو ، دده پاچاهي زياته پراخه وه، دډېر لوړ مقام او منزلت لرونکى چي هيڅوک دده … نور ولولئ
په زړه پورې

چین: هوا ته توغول شوی توغندی د هند بحر کې غورځېدلی

لیکنه: ظریف الله ساحل چینایي رسنیو په تازه راپورونو کې ویلي، هغه توغندی چې د دوی له واک وتلی و اوس تازه د توغندي پاتې شوني په جنوب لویدیځ هند او سریلانکا کې د هند بحر کې غورځېدلي. له دې وړاندي چینایي رسنیو ویلي وه، هغه فضایې توغندی چې د چین هیواد فضا ته پورته کړی وو، ښایي چې نن شپه به پر ځمکه راولوېږي. چینایي رسنیو ویلي، چین غوښتل چې فضایې مرکز جوړ کړي … نور ولولئ
په زړه پورې

هغه ښځه چې په غرونو کې د اوبړۍ او وښو په خوړلو ژوندۍ او ۶میاشتې وروسته وموندل شوه

دغه ۴۷ کلنه ښځه، چې له شپږو میاشتو راهیسې ورکه وه، په یوه غرنۍ سیمه کې ژوندۍ وموندل شوه، چېرته چې هغې یوازې د اوبو، ​​واښو اوجوارو په خوړو ژوند کاوه. د متحده ایالاتو په “یوټا ” ایالت کې دغه حیرانونکي پېښه رامنځته شوې چې یوه ورکه شوې ښځه په ناڅاپي توګه وروسته له شپږ میاشتو موندل کېږي. د رسنیو راپورونو په حواله، د نومبر په ۲۵، د دې ښځې موټر په ځنګله کې د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د محمد ص ښکلو ویناوو په شمول څو خبرې 

ليکنه او راټولونه ـ په سمه لاره تلل همېشه د راحتي سبب کیږي. ـ د محبت سترګې عیب پټوي، د نفرت او عداوت سترګې بدې په لټه کې وي. ـ په جنت کې به شپږ شیان نه وي. ۱: مرګ ۲:خوب ۳:حسد ۴: پلیتي ۵: بوډاوالی ۶: ږیره. ـ په چا کې چې نرمي نه وي، هغه ته د خپل مال نه هم فایده نه رسیږي. ـ څوک چې پراخه روزي او اوږد عمر غواړي، … نور ولولئ
په زړه پورې

الزابيت ریچار خپله ١٠٦ کلیزه ولمانځله

دا مېرمن د انګلستان د “ميچام” ښار اوسيدونکې ده، چې اته کاله مخکې هم په کار کې بوخته وه، يعني تر اتو کلنو مخکې یې تقاعد نه ؤ اخستی او خپلې ټولنې ته يې خدمت کاوه. الزابيت وايي، د هغې د اوږد ژوند راز د “برانډي” مشروبو څښل دي، د هغې غوره الکولي مشروبات. الزابيت په ټوکو زیاتوې او وایي: “کله چې روغتون کې بستر وم؛ ډاکټرانو د درملو نه زياد په برنډي زما درملنه … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

د نجونو هيلې او آرمانونه مه وژنئ

هر ځوان، او هره پېغله، په خپل ژوند کې لوی، لوی آرمامونه لري چې يو يې هم خوښ ژوند ښه کورنۍ درلودل دي. هره پېغله ارمان لري تر څو يوه ښه کورنۍ کې واده شي. خاوند نيک انسان دښه خوی څښتن او باسواده وي. تر څو آينده ژوند يې خوښ او آرامه وي. چې زياتره وخت د جينکو دغه ارمانونه نيمګړي پاتې کيږي او دشخړو لانجو په بدل کې قرباني کيږي. کلونه کېږي، چې افغانې … نور ولولئ
ټیکنالوژي

له حجر الاسود وروسته د مقام ابراهیم نایابه انځورنه

وروسته له هغه، چې د حجر اسود له عصري تخنیک سره اخیستل شوي، ښکلي او واضح عکسونه خپاره شول، د مقام ابراهیم نایاب انځورونه هم خپاره شول. دا انځورونه په مکه مکرمه کې د مسجدالحرام په انګړ کې د عصري عکاسۍ یا کېمرې په مرسته اخیستل شوي دي. دا انځورونه د حرمین شریفین ادارې لخوا په دوه ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي، چې اوس یې په ټویټر او د حرمین ادارې نورو ټولنیزو اکونټونو … نور ولولئ