په زړه پورې

نارینه که ښځینه؛ مجرد که واده کړي؟ د نړۍ تر ټولو خوشاله خلک څوک دي؟

د نړۍ تر ټولو خوشاله خلک څوک دي؟ دوی نارینه دي که ښځینه؟ هغوی چې اولادونه او د ژوند ملګري لري او که نه یې لري؟ په دې اړه د تازه څېړنو پایلې څه دي؟ د ګارډین راپور د برتانیې ګارډین ورځپاڼې په دې اړه یو راپور خپور کړی. په راپور کې د لندن د یوه مشهور څېړونکي پل ډولان خبرې په دې تړاو را اخیستل شوي. هغه باور لري، چې نا واده کړې ښځې … نور ولولئ
ادبیات

څنګه يې وليکم؟ څو ستونزې چې د ښو لیکلو مخه نیسي

ليکواله: تورپېکۍ غرنۍ د لیکلو موضوع له کومه کړم؟ څنګه یې ولیکم؟ څه ولیکم؟ دا هغه بې ځوابه او ناحل شوې پوښتنه ده چې تر ننه يې د زيات شمېر لوستو کسانو فکرونه بوخت کړي او نه دي توانيدلي چې د دې خبرې له ابهاماتو ځان راوباسي. دې پوښتنې د ډیرو ذهني پرمختګ او د فکر قوه په ټپه درولې، هر کله چې غواړي د زړه خبرې د قلم ژبې ته راواړوي نو الفاظ ترې … نور ولولئ
په زړه پورې

هندي زده کوونکي د پیسو پرځای (پلاستیک) په فیس کې ورکوي

د هند په آصام ایالت کې یو ښوونځی له یوه کال راهیسې د پیسو پرځای په فیس کې له خپلو زده کوونکو څخه پلاستیک اخلي. د ښوونځي چارواکي وایي د دې کار هدف یې د چاپېریال ساتنې د فرهنګ پیاوړتیا او له پلاستیکو څخه د سیمو پاکول دي. د ښوونځي په اړه دغه ښوونځی په ۲۰۱۶ کې د «پارتیه سرما او مازین مختار» له لورې جوړ شوی. یاد شوی ښوونځی د نویو فکرونو د ترویج … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

قوي هوډ او پوره باور مو د برياليتوب تر لوړو څوکو پورې رسوي!

ژباړه: محمد عزيز پردېس داسې يوه کشتۍ مې جوړه کړې ده چې… جنسيت يې له راز او نياز څخه دی، چلوونکی يې له صبر څخه او ماشين يې له ايمان څخه دی، په مهتابي شپه کې، اوږد او دوامداره سفر لرم. سفر مې د سيند له غاړې پيلېږي… په لاره کې ښايي د توپاني څپو سره مخ شم، ښايي همدا توپانې څپې مې پرېنږدي چې، خپلې موخې ته ورسم، مزاهمت به مې وکړي، لاره به … نور ولولئ
په زړه پورې

که غواړی فارغ شئ، نو لس نیالګي کښېنوئ

دا په فېلېپين کې د زده کوونکو لپاره نوی وضع شوی قانون دی چې له مخې یې زده کوونکي اړ دي چې له ښوونځي او کالج څخه د فارغېدو لپأره لږ تر لږه لس ونې کښېنوي او پالنه یې وکړي. داسې چې که یو زده کوونکی له لومړني ښوونځي فارغېدل او وړاندې تګ غواړي نو زدکړو او ازموینو کې د بریالیتوب تر څنګ باید ۱۰ نیالګي کښېنوي او پالنه یې وکړي او بیا چې له … نور ولولئ
سپورټ

کرکټ کې وړتیا پېدایښتي وي، که مسلکي؟؛ ځیني مثالونه مو راخیستي

 مخکې مو په یاران وېب پاڼه کې د کرکټ د عجایبو په اړه لوستي وو، چې کرکټ کې که ورور د ورور خلاف لوبه کې ودرېږي، بیا یې هم معاف کېدل نشته. په کرکټ کې سالم ضد او ضد بازي شته او دا لړۍ به روانه وي. د نړۍ دې عجیبه لوبې ته عجیبه لوبغاړي هم راغلي، تللي او راروان دي… دا چې دغه عجیبه او خورا پیاوړي لوبغاړي څنګه وړتیاوې درلودې لږ رڼا پرې … نور ولولئ
په زړه پورې

د تاج محل پېژندنه؛ دا یې تر ټولو مهم معلومات دي

د هندوستان د تاج محل نوم به مو حتماً اوریدلی وي، تصویرونه او ویډیوګانې به مو هم لیدلې وي، خو په اړه به یې پوره نه پوهیږئ. د نړۍ یوه مشهور کس د تاج محل په اړه ویلي: نړیوال پر دوه برخو وېشل شوي: هغوی چې تاج محل یې لیدلی او هغوی چې تاج محل یې نه دی لیدلی. په دې مطلب کې به یې مهم معلومات درسره شریک کړو. د جوړیدو لنډ تاریخ تاج … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

که مثبت فکر وکړئ، له ناروغیو به بچ شئ

پر ځان باور ولری او مثبت فکر وکړئ. کله چې منفي فکر کوی، هغه ده چې خپلې ستونزې په زړه کې ساتی. همدا په زړه کې د ستونزو ساتل انسان کمزوری کوي او هغه کسان چې مثبت فکر کوي، تل ورته د خوشالۍ چل ورځي او له وړې خوښۍ هم په زیاته کچه خوند اخیستلای شي. د مثبت فکر درلودونکي کسان کولای شي خپلې کورنۍ ملګرو او دوستانو ته هم خوښي ور په برخه کړي، … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د بریالیو انسانانو څلوېښت عادتونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل ۱ ـــ فرصتونه ویني او پیدا کوي یې، چې نور یې نه ویني. ۲ ـــ له ستونزو څخه درس اخلي، په داسې حال کې، چې نور یوازې ستونزې ویني. ۳ ـــ د حل په لارو باندې تمرکز کوي. ۴ ـــ په ډېرې هوښیارۍ او ځیرکۍ سره خپله بریا جوړوي، په داسې حال کې، چې نور هیله لري، بریا دوی ته راشي. ۵ ـــ د نورو په څېر وېرې لري، خو اجازه … نور ولولئ
په زړه پورې

دلته یې در پېژنو؛ ګرځندویان دا د نړۍ تر ټولو غوره ښارونه ګڼي

پښتو متل دی، چې: هر چا ته خپل وطن کشمېر دی خو له دې ور اخوا، د نړۍ د غوره ښارونو او سیمو په انتخاب کې ګرځندویان باید واوریدل شي او خبره یې ومنل شي. دلته مو د دوی په حواله لس غوره ښارونه در ته انتخاب کړي، چې په نوبت سره به یې معرفي او له ځانګړنو در ته ووایو. په دغه لیست کې د نړۍ د مختلفو برخو تر ټولو غوره ښارونه په … نور ولولئ