بریا او پرمختګ

له پیسو او مادیاتو پرته د خوشحاله ژوند کولو جادو؛ ۱۰ غوره کړنلارې دلته ولولئ!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي په نننۍ پُر خشونته نړۍ کي څوک نه غواړي چي خوشحاله اوسي، خوشحالي د هر انسان طبیعي غوښتنه ده او بیا زموږ په شان يوه ټولنه کي چي خوشحالي او خندا مو تر بېخي لږو ورځو پوري محدوده کړې وي؛ بېخي ضرور ده. په ځانګړي ډول زموږ ښځينه طبقه چي تر ډېرو په کورو کي مصروفي وي، د تفرېح او چکر زمینه ورته برابره نه وي، دوئ خو بېخي غواړي … نور ولولئ
اقتصاد

په ځوانۍ کې د شتمنیدو هيلې او ورته د رسېدو ۱۰ عملي لارې

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي پیسې او شتمني نن د هر انسان د ژوند یو مهم ضرورت ګرځېدلی دئ. نن ورځ که ځوان دئ که بوډا، که نر دئ که ښځه ټول په دې لټه کي دي چي څنګه خپل مالي ضرورتونه پوره کړي، او د لا ډېر شتمن کېدو خوبونه ئې په رښتيا بدل سي. پخوا یو باور دا وو چي شتمن کېدل يا ميلیونر کېدل به یوازي تر منځ عمرو نارينه وو او … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د افکارو تغیرول؛ لارې او ګټې یې دلته ولولئ!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي د افرادو د افکارو تغیر: د انسانانو رنګونه مختلف دي، افکار ئې هم مختلف دي. کله به مو لیدلي وي چي ځیني انسانان یوې موضوع ته له بېلابېلو زاويو ګوري او متفاوت افکار لري. آیا ویلای سو چي د هر فرد د رفتار سبب د هغه یو ډول احساس دئ؟ نو د افرادو د افکار د تغیر له پاره، باید د هغوی احساس هم تغیر کړو. له بله اړخه ليدل … نور ولولئ
په زړه پورې

د متحده عرب امارتو د لومړي وزیر شپږمه میرمن تښتیدلې

د دوبۍ شهزداګۍ او د متحده عرب امارتو د لومړي وزیر شپږمه میرمن، حیا بنت الحسین د ۳۱ میلونه پونډه سره یوځای په نامعلوم لورې تښتیدلې. حیا د متحده عرب امارتو د لومړي وزیر، چې د متحده عربي اماراتو مرستیال ولسمشر هم دی، شیخ محمد بن رشید المکتوم شپږمه میرمن ده او دوه بچیان لري. نوموړې له ځان سره خپله یوولس کلنه لور او ۷ کلن زوی هم تښتولي. د راپورونو په اساس نوموړې له … نور ولولئ
په زړه پورې

د مسلمانې ناوې په تندي د هندوې خال غبرګونونه پارولي

  د هندوستان د ولسي جرګې د مسلمانې غړې، نصرت جهان په تندي د هندوانو خال (سیندور) په خواله رسنیو د مسلمانانو غبرګونونه پارولي. دې تازه واده شوې ناوې، چې د جون په ۲۵ مه يې د هندوستان د ولسي جرګې د وکیلې په توګه لوړه کوله، په تندي يې د هندوانو مذهبي خال (سیندور) وهلی و. نصرت جهان د جون په ۱۹ مه له خپل هندي ملګري او سوداګر نیکل جین سره په ترکیه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د منفي او مزاحمو افکارو د لمنځه وړلو لپاره ګټوره لیکنه

ژباړه: آلماء افغان هر مثبت او منفي فکر زموږ په بدن مستقیمه اغیزه لري، د منفي فکر درلودل مو په روح، روان او جسم بده اغیزه پریباسې نو پکار ده چې ځان ترې وساتو. منفي او مزاحم احساسات مو وسوځوئ هڅه وکړئ د ځان په اړه ځورونکي بد الفاظ او افکار د کاغذ پرمخ ولیکئ او وروسته ورته اور واچوئ دا کار به تاسو ته داسې روحیه درکړي چې زړه مو تسکین وکړ او خپل … نور ولولئ
اقتصاد

د یو هیواد په اقتصاد کې د سیاحت او سفر د سکتور اغیز!

ليکنه: نورالله عابد که په یوه هیواد کې پایښت منونکې سوله او ښه حکومتولي وي، نو بیا په اقتصادي کچه پرمختګ یې له هري لارې د لاسته راوړلو وړ وي. د سیاحت او سفر سکتور د یوه هیواد په اقتصادي پرمختیا کې رغنده او بنسټیز رول لوبوي، چې له دې لارې په مستقیم ډول یو هیواد او عام خلک یې په زیاته کچه ګټه تر لاسه کوي، خو ددې هر څه لپاره تر ټولو بنسټیز … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ماضي ترخه وه خو راتلونکې خوږولی شې- ته د تیر وخت بندیوان نه یې

په نړۍ کې له زیات پلورل کیدونکي ” راز “ کتاب څخه څو ټکي.. ته د ماضي بندیوان نه یې – ددې موضوع په اړه مې د (راز) له کتاب څخه د نړۍ د بيلا بيلو پوهانو نظرونه راټول کړي؛ څو لوستونکي وکولاى شي د ژوند په عملي ډګر کې ترې استفاده وکړي. راز یا ( The Secret) د مشهورې لېکوال او فلم جوړونکې رونډا بایرن کتاب چې په نړیواله کچه یو له زیاتو پلورل … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د غوره ژوند لپاره د دالای لاما ۱۸ قوانین

ژباړه: عطا محمد میاخېل په دې باندې ځان پوه کړئ، چې تر ټولو غوره اړیکه، هغه ده، چې په هغې کې ستاسو له یو بل سره د اړتیا په پرتله مینه ډېره زیاته وي. کله وخت موږ پندونو ته اړتیا لرو او د دې پندونو د موندنې لپاره تر ټولو ښه ځای د مشهورو پوهانو د سپارښتنو لوستل دي. د دالای لاما خبرو تل په ما باندې اغېز درلوده. په دې هیله، چې د نوموړي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

مطالعه زموږ لپاره څه ګټې لري؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل څېړنو ثابته کړې ده، هغه کسان، چې له مطالعې سره مینه لري، نو ډېر زیات ورزش کوي او له هغو کسانو څخه یې لېوالتیا زیاته ده، چې د نورو تګلارو په مرسته خپل ازګار وخت تېروي. کتاب لوستونکي خپل ډېر وخت په ورزشي لوبغالي کې تېروي، نو له دې امله له بشپړې روغتیا څخه برخمن دي. وروستی کتاب مو چې لوستی نوم یې څه دی؟ که چېرې د وروستي کتاب د … نور ولولئ