بریا او پرمختګ

د نوموتي فيلسوف او ارواپوه ويليام جیمز څو ښې خبرې

ژباړه: محمد عزيز پردېس ـ څه چې پېښ شوي، د هغې منل؛ پر هرې بدمرغۍ بريالي کېدل دي. ـ انسان د پوهې او ډوډۍ لپاره ژوند کوي. – هېڅ نېکمرغي پرته له عمله منځ ته نه راځي. ـ حقيقت هغه څه دی چې هرچېرته او په هر وضيعت کې کار کوي. ـ عاقل هغه څوک دی چې په دې پوهېږي چې کوم کارونه بايد ونکړي. ـ د تشويش غوره درملنه د لمونځ ادا کول دي. … نور ولولئ
په زړه پورې

هغه نړیوالې څېرې چې له یوې پېړۍ ډېر عمر یې وخوړ!

تر یوې پېړۍ زیات ژوند کول عجیب و غریب دي، خو نا ممکن نه دي. دلته به هغه فلمي او هنري ستوري وپېژنئ،چې له یوې پېړۍ څخه یې زیات عمر کړی. په دوی کې ځینې یې ژوندي هم دي. راځئ ورسره اشنا شئ: اولیویا دی هاویلند؛ ۱۰۲ کاله دا برتانوۍ ـ امریکایي هنري څېره د هالیووډ د کلاسیکې سېنما له وروسته پاتو او اخرنیو څېرو څخه ګڼل کیږي، چې ژوندۍ پاتې ده. هغه ترټولو زړه هنري څېره … نور ولولئ
په زړه پورې

ټرمپ نور نه شي کولی پر ټویټر څوک بلاک کړي – د امریکا فیډرالي محکمه

د سه شنبې په ورځ د امریکا د استناف یوې فیډرالي محکمې حکم وکړ چې ددې هیواد ولسمشر ډنالډ ټرمپ د خپل ټویټر له اکاونټ څخه د هغو کسانو په بلاک کولو چې دده یې نظریات یا انتقادونه نه دي خوښ، د امریکا له اساسي قانون څخه سرغړاوی کوي. د نیویارک په منهاټن کې د قاضیانو درې کسیز هییت په دې اړه تیر کال د فیډرالي قاضي هغه پریکړه تایید کړه چې ویلي یې وو … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر کندهار ته؛ د څلورو لویو پروژو پرانیستل او د خلګو سره یې مخامخ لیدني.

د افغانستان اسلامي دولت جمهور رئیس محمداشرف غني تېره اونۍ کندهار ولایت ته په دوو ورځو کي د لاسته راوړونو ډک سفر وکړ او په ۲۰۵ اتل قول اردو کي یې د کندهار د مختلفو طبقو خلګو سره مخامخ لیدني او کتني وکړې. ولسمشر په لومړۍ ورځ د ټولګټو څلور پروژې پرانیستلې، د سترغازي احمدشاه بابا د زیارت ترڅنګ یې  د غازي نوم د کندهار پر هوايي ډګر و نوموئ او د کندهاریانو سره یې … نور ولولئ
په زړه پورې

تاریخي لیدنه؛ یوه مېن ۷۵ کاله پس خپله معشوقه ومونده

مینه، درد یې، بېلتون او د له مېن او مېنې سره د بیا لیدو هیله د ټولو انسانانو ترمنځ مشترک او یو ډول دي. هماغه د رحمت شاه سائل د بیت کیسه ده: ماشومان که د مشرق که د مغرب دي د ژړا او د خندا انداز یې یو دی د مېنانو کیسه هم ورته بوله. هغه درد که په ختیځ کې یو مېن یا مېنه لري، هماغه بېلتون هماغسې د لویدیځ او بلې سیمې … نور ولولئ
اقتصاد

هند د زړښت پر لور روان دی

د نړۍ په ترټولو دویمه درجه نفوس لرونکي هېواد(هندوستان) کې د زړښت د کچې د لوړیدو وړاندوینه شوې ده. یوه تازه څېړنه څرګندوي، چې هلته د زړو او په کور ناستو خلکو شمېر ورځ تربلې په زیاتیدو دی. څېړنه څه وایي؟ د ډیلي صباح ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې راغلي، چې نوې څېړنه تر ۲۰۴۱ میلادي کال پورې په هندوستان کې د هغو خلکو شمېر ۲۳۹ میلیونه اټکل کړی، چې عمرونه به یې له … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

موخو ته د رسېدو اراده

ژباړه: عطا محمد میاخېل ډېری وخت موږ نه شو کولای، چې هغه اوږد مهالي پروګرام ته د عمل جام ور واغوندو، کوم چې جوړ کړی مو دی او په پایله کې خپلو موخو ته د رسېدو په لاره کې پاتې راځو. د یوې څېړنې پر بنسټ، ۸ سلنه خلک کولای شي، چې په خپلو موخو باندې ټینګار وکړي او په خپلو تصمیمونو باندې ودرېږي. د دې لیکنې په دوام تاسو ته دا در زده کوو، … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

ماشومان څنګه مطالعې ته لېواله کړو؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل څېړنو ښودلې، ډېری هغه کسان، چې له کتاب او کتاب لوستنې سره مینه او لېوالتیا لري، داسې والدین یې لرل، چې د ماشومتوب په دوران کې یې هغوی ته د کیسه لوستنې پرمهال ښې او خوږې شېبې جوړولې. که مو خوښېږي، چې ماشوم مو کتاب لوستونکی شي، باید داسې یو کار ترسره کړئ، ترڅو مطالعه د هغه له نظر یوه بریالۍ او خوندوره تجربه وي. هڅه وکړئ، چې هره ورځ یا … نور ولولئ
په زړه پورې

د غاښونو هغه ډاکټر چې لیکوال او ولسمشر دی

د نړۍ لږ سیاستوال داسې وي، چې واک ته له رسیدو وروسته خپل نور شوقونه پاللی شي. خو د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف داسې یو څوک دی، چې واک ته له رسیدو وروسته هم خپل ځینې شوقونه ښه پالي. دلته به د محمدوف په اړه وپوهیږئ، چې څوک دی او څنګه له واکمنۍ سره هم مهاله خپل شوقونه پالي. د نوي کتاب مخکتنه د ترکمنستان ولسمشر محمدوف څو ورځې مخکې د خپلې کلیزې مراسم … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د بریا پنځه لارې

ژباړه: عطا محمد میاخېل بریالي کسان هېڅکله فرصتونو ته په تمه نه پاتې کېږي، بلکې فرصتونه را منځته کوي، د دې لپاره، چې هغوی په بشپړه توګه په دې موضوع باندې پوهېږي، چې څه ډول ژوند یې خوښېږي، چې جوړ یې کړي. ۱ ـــ پیل وکړئ کله وخت یوازې د بریالیو او ناکامو کسانو ترمنځ توپیر دا وي، چې بریالي کسان دا زړورتیا لري، چې پیل وکړي او مخ پر وړاندې حرکت وکړي، ترڅو خپلو … نور ولولئ