په زړه پورې

شاهرخ خان او پرينکا د روغتيا نړيوال سازمان سره د پيسو په ټولولو کي مرسته کوي!

ليکنه: مدثر دعوت د باليووډ باچا شاهرخ خان او پرينکا چوپړا د هندوستان په نمايندګۍ د روغتيا د نړيوال سازمان له لوري جوړيدونکي پروګرام کي برخه اخلي. د روغتيا نړيوال سازمان غواړي د نړيوالو مرسته کوونکو سازمانونو سره په ګډه د کرونا ويروس لپاره د پيسو راټولولو لپاره داسي پروګرام جوړ کړي چي د نړۍ مشهوري څيرې پکښې ګډون ولري. شاهرخ خان او پرينکا چوپړا چي ۹ کلونه وړاندي يې په ډان ۲ فلم کي … نور ولولئ
په زړه پورې

څارنوالانو د فيفا پخواني چارواکي په رشوت اخيستلو تورن کړه!

خبريال: مدثر دعوت د امريکا د متحده ايالاتو څارنوالانو د فوټبال د نړيوال فدراسيون پر پخوانيو اجرائيوي چارواکو تور لګولی چي د نړيوال جام د کوربتوب لپاره يې رشوت اخيستی دی. د امريکا د تحقيقاتي ادارې تر اوږدمهالو څيړنو وروسته اوس څارنوالانو د فيفا پر چارواکو تور لګولی چي د ۲۰۱۸ز کال فوټبال نړيوال جام د کوربتوب لپاره د روسيې او د ۲۰۲۲ز کال نړيوال جام د کوربتوب لپاره د قطر څخه بډي اخيستي دي. … نور ولولئ
په زړه پورې

ډاکټرنانشن: ښايي د روانې میاشتې تر پایه د کرونا مخنیوي په اړه د ډیر پرمختګ شاهدان اوسو

کرونا وایرس یا هم کووېډ ۱۹ به د آپریل میاشتې تر پایه خپل غملړلی ټغر د ځمکې له مخ نه ټول کړي. د کرونا وایروس په اړه د چین د روغتیا ملي کمیسیون مشر ډاکټر “ژونګ نانشن ” ادعا کوي، چې امکان شته چې د آپریل تر پایه په نړیواله کچه د کرونا ویروس په اړه د ډیر پرمختک شاهدان اوسو. د ډاکټر “ژونګ نانشن” یوه ويډیو چې د “شېژین” تلویزیوني چینل له خوا خپره … نور ولولئ
افغانستان

د بهرنیو چارو وزارت لپاره نوې تګ لاره؛ حنیف اتمر باید دا ګامونه واخلي

لیکنه: پوهنمل الهام الدین صافی یو چا نقل کاوه چې په تیر نزدي وختونو کې په جرمني کې نړیواله غونډه دایره شوي وه. د ګاونډیو هیوادونو او نړیوالو موسساتو استازي هم موجود وو. هر استازي په ډیر ښه انداز، جرائت او بهرنې ستراتیژیک سیاست په رڼا کې د خپل هیواد موقف څرګنداوه. کله چې د افغانستان د استازي وخت راورسید، غږ شو چې محترم حضور نه لري. د افغانستان څخه د یو خارجې موسسې نمايینده … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ماشوم هوښیارتیا او د مور او پلار اته چلندونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل د هوښیار ماشوم لرل، پر جنتیک او د امیندوارۍ د دوران په ځانګړې تغذیې سربېره، د والدینو له چلند سره هم تړاو لري، خو د مور او پلار کوم چلندونه د دوی ماشوم هوښیاروي؟ والدین په لاندې اتو چلندونو سره هوښیار ماشوم لرلای شي د ټولو والدینو خوښېږي، چې روغ او خوشاله ماشوم ولري او وکولای شي چې د خپل ځان لپاره، له بریاوو ډکه راتلونکې رامنځته کړي. په دې لیکنه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

هغه دوره چې د ګډ ژوند بنسټ دی

لیکنه: ملیحه ناصري هغه دوره چې د ګډ ژوند بنسټ دی دلته د کوژدې په اړه مسایل درته وایو. په لنډه توګه د کوژدې د دورې ځينې ځانګړنې: هغه ټکي چې ښايي د ګډ ژوند د پيلیزې په توګه ډېر بسنټیز حیثیت درته ولري. د کوژدې په دوران کې جوړه یو له بل سره پر دې توافق کوي چې وروسته به بیا نکاح سره وکړي، خو زموږ په افغاني خصوصاً پښتني ټولنه کې چې هر … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د پلي تګ له ګټو خبر یاست؟ دلته یې ولولئ

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ ۱ـ قدم وهل د وزن زیاتوونکو جینونو اغېزې له منځه وړي د امریکا د هاروارد پوهنتون څېړونکو ۳۲ هغه جینونه په ۱۲۰۰۰ کسانو کې وڅېړل، چې د بدن وزن زیاتوي، چې دا یقیني کړي چې په کومه اندازه دا جینونه د زون په زیاتېدو کې مرسته کوي. تر څېړنې وروسته معلومه شوه هغه کسان کوم چې په دغو ۱۲۰۰۰ کسانو کې یې په ورځ کې فقد یو ساعت پیاده چابک تګ کوي … نور ولولئ
په زړه پورې

نړۍ او کرونا؛ امریکا ادعا کوي، چي دلته مړي پر ډېرېدو دي

خبریال: فضل الله فضلي په نړۍ کي په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر څه باندي یو میلیون ته رسیږي. اوس مهال په اخته کسان له ۹۵۳ زرو تنو ډېر دي او په اخته سوي کسان له ۱۱ لکه او ۲۹ زره تنو اوړي، چي تر ۷۰ زرو ډېر مړه سوي او ۲۷۲ زره تنه ځیني رغېدلي دي. وړمه ورځ ټولي نړۍ تر یو لک ډېري نوي مثبتي پېښي لرلې او پرون پکښي تر ۷۱ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

څنګه په مطالعې باندې مئین شو؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل (دویمه برخه) ۸ ـــ د مطالعې لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړئ داسې یو چاپېریال پیدا کړئ چې خاموشه، د مناسبې روښنایي لرونکی او آرامه وي، حتا کولای شئ د کوټې یوه ګوښه د مطالعې لپاره په پام کې ونیسئ. شاوخوا ته مو د ګډوډونکو حواس لاملونه کولای شي، ستاسو لپاره تمرکز کول سخت او ستونزمن کړي. د هېچا نه خوښېږي، چې یو متن څو څو ځله ولولي. یادونه د مطالعې لپاره … نور ولولئ
پوهنه

په خپل کاري کمپیوټر کې د دغو موادو نه ساتل

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ کله ناکله په خپل کمپیوټر یا مبایل کې ځینې داسې مواد ساتو، چې نه باید وساتل شي، خو که دغه ډول مواد زموږ په شخصي مبایل او کمپیوټر کې خوندي وي، نو دومره د اندېښنې وړ مسئله نه ده، خو که موږ له کومې رسمي ادارې سره اړیکه ولرو او په خپل کاري کمپیوټر کې داسې مواد ساتو چې زموږ د شخصي ژوند او زموږ د عاداتو سره اړیکه لري، نو دا … نور ولولئ