بریا او پرمختګ

دارلمان ماڼۍ

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ کله به مې چې د دارلمان ماڼۍ نوم اخیست، نو ذهن ته مې د یو خراپ ځای تصویر راتلی، ځکه ځینې وخت چې تللم هماغسې مې لیدلی وو، خو له نیکه مرغه هغه خراپ شوی ځای اوس جوړ شو. دارلمان ماڼۍ یو له پخوانۍ ماڼیو څخه ده، چې د کابل په چهاردهي حوزه کې یعني دارلمان کې چې مخکې د افشارو تپه نومېدل موقعیت لري. په ۱۹۲۰م کې د امان الله خان … نور ولولئ
پوهنه

د هند په سمندر کې د نوي موجود موندل کېدل

ژباړه: نسیمه محمدي په hسترالیا کې پلټونکو د ۴۵ مټره په لوړوالي یو حیوان، د سمندر په تل کې موندلی. دا موجود چې سیفونوفور (Siphonophore) نومېږي او د لوله یې یا تونلي موجوداتو کورنۍ پورې تړاو لري، د اشمېت سمندر پېژندنې موسسې څېړونکو له لوري، د استرالیا، سواحلو ته نږدې، د هند په سمندر کې موندلی دی. سیفونوفور شفاف، رشته یې، ښوۍ بې بنده موجود او مرجان ته ورته د زوئيد په نامه له کوچنیو … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

کرونا ویروس دوه ورونه کرکټ لوبغاړي د یو بل د دیدن په ارمان کړل

یاران سپورټس دا چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس وېره خپره کړې، نو د کورنۍ غړي هم له یو بل څخه واټن مراعتوي، چې دغه نړیواله وبا یې ژوند ونه ګواښي. د انګلستان کرکټ لوبډلې دوه تکړه کرکټ ټولچاري یا الراونډران سام کورن او ټام کورن په خپل کورکې د قرنطین له امله یو بل یوه اوونۍ نه دي لیدلي. سام کورن چې د ټام کورن کوچنی ورور دی، کرېک بز وېبپاڼې ته … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د کرکټ نړیواله شورا؛ مورالي تارن له ټولو بالرانو مخکې دی

یاران سپورټس د کرکټ نړیوالې شورا د سریلانکایي سپېن بالر موتیا مورالي تارن د زوکړې ۴۸ مې کلیزې په مناسبت د زړو تقاعد شوو بالرانو د وېکټو نوملړ خپور کړی، چې سریلانکایي بالر تارن پکې تر ټولو بالرانو لومړی دی. په دغه نوملړ کې د مورالي تارن، د اسټرالیا شېن وارن، د هندوستان انیل کوملی، اسټرالیایي ګلېن مک ګرات، پاکستاني وسیم اکرم، افریقایي شاون پولک، پاکستاني وقار یونس، سریلانکایي چمېندا واس، ویسټ انډیزي کورټنی والش … نور ولولئ
ادبیات

د ارستو مهم کارونه

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري ارستو د نړۍ د سترو متفکرانو له ډلې دی. د فلسفې د تاریخ په بهیر کې، له کانت او اپلاتون پرته، د ده په څېر به ژور فکر او اند به څوک ونه لري. له څلورویشتو پېړیو راهیسې یې د نړۍ پر فیلسوفانو او پوهانو باندې خپل فکري اغېز پرې ایښي. ارستو د خالیکیدیس په نامه جزیره کې په یوناني ژبي ښار (استاګیرا) کې وزېږېد چې هغه وخت ۳۸۴ م … نور ولولئ
خوندیتوب

د هغه لومړني کس احساسات چې کرونا واکسین پرې تطبیق شو

ژباړه: ملیحه ناصري جنیفر هالر ۴۳ کلنه امریکايي مېرمن او لومړنی کس دی چې د کرونا واکسین پرې تطبیق شو. یاده مېرمن د امریکا په سیاتل کې اوسي او دوه ماشومان هم لري. د واکسین تر تطبیق یوه میاشت وروسته یې خپل احساسات په دې اړه داسې وښودل: “تر واکسین یوه ورځ وروسته مې لږ تبه شوه. په دویمه ورځ مې په همغه مټه باندې درد شو چې واکسین پرې شوی و، خو تر هغه … نور ولولئ
پوهنه

کودتاه او انقلاب

لیکنه: رفیع الله ساحل په دې لیکنه کې د کودتاه او انقلاب په پېژندنه، توپیرونو او همدارنګه د کودتاه او انقلاب په مشابهتونو خبرې شوې دي. کودتاه او انقلاب څه ته وایې؟ څه توپير سره لري؟ ترمنځ یې مشابهت څه دی؟ کودتاه د نظامي ځواک او هغه افرادو په واسطه چې په حکومت کې څه ناڅه اختیار لري په ناقانوني ډول د یوه دولت رانسکورولو ته کودتاه وایې. کودتاه په عموم کې په دوه ډوله … نور ولولئ
پوهنه

عقیده او نظریه (پېژندنه او توپیر)

لیکنه: رحمت ګل عمري عقیده او نظریه د ټولنیز ژوند مل د ډېر اغېز او ارزښت وړ موضوعګانې دي. داسې چې زمونږ په ټولنیز ژوند کې باورونه تینګوي او ځینې مهال د ډېر حساسیت وړ هم ګرځي. عقیده او نظریه مهمې او د ارزښت وړ سوژې دي. د دې دوو موضوع ګانو شننه ډېر زیات بحث او څېړنې ته اړتیا لري، د نړۍ سترو علماوو په دې اړه لوی لوی کتابونه لیکلي دي. همدا راز … نور ولولئ
ادبیات

سوکرات (سقراط)

ژباړه: ملیحه ناصري نوم: سوکرات لقب: حکیم سوکرات زېږون: ۴۷۰/۴۶۹ ق م د مړینې نېټه: ۳۹۹ ق م د زېږېدو او مړینې ځای: آتن – یونان شاګردان یې: اپلاتون او ګزنپون د سوکرات شعار: ځان وپېژنه! سوکرات د یونان اوسېدونکی او د لویدیځې نړۍ ستر فلیسوف و. د سوکرات فکر پر انسان‌پېژندنه څرخېده. هغه ویل نړۍ پېژندنه پرېږدئ، انسان ته پام وکړئ او ځان وپېژنئ. ژوندلیک د سوکرات پلار مجسمه جوړوونکی و او خلکو یې … نور ولولئ
خوندیتوب

امریکا پر WHO خپله مرسته بنده کړه

ژباړه: نسیمه محمدي د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرامپ اعلان کړه، چې د هغه دولت د روغتیا نړيوال سازمان بودیجه بنده کړه. د ټرامپ په وینا، دغه سازمان د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې په مبارزه کې خپله دنده په سمه توګه نه ده ترسره کړې. د امریکا ولسمشر دا نړیوال بنسټ، د ناسم مُدیریت او په چین هېواد کې د کرونا د خپرېدو په پټولو متهم کړ او ویې ویل، د روغتیا نړیوال سازمان باید … نور ولولئ