بریا او پرمختګ

ګډ ژوند؛ مسووليت پېژندنه ستونزې هواروي

ليکنه: شپنه سلګۍ د يوه نېکمرغه ژوند په خاطر ښځه او خاوند بايد خپلو مسووليتونو ته په پاملرنې سره ژوند مخ ته بوځي، د ښځې او خاوند د اړيکو د ټينګښت او د يوه ښه ژوند د دوام لپاره دواړه يو د بل درناوی او متقابل احترام باید مرعات کړي، چې په ژوند کې خوشحاله او سوکاله اووسي. په دې ليکنه کې مو ځينو هغو ټکو ته اشاره کړې چې د خاوند مسوليتونه د ښځې … نور ولولئ
په زړه پورې

کرونا وایروس د دوو چینايي ډاکټرانو د پوستکي رنګ تور کړ

ژباړه: نسیمه محمدي د ډیلې مېل په حواله، څرګنده ده چې کرونا وایروس لا هم په خپلو ځانګړتیاوو سره زموږ د حېرانتیا سبب ګرځي. ځکه څېړونکي هر ورځ د دې وایروس په اړه نوي او عجیب معلومات تر لاسه کوي. یوه حېرانوونکې پېښه چې په کوویډ- ۱۹ ناروغۍ د دوه چینايي روغتیاپالانو، د پوستکي تورېدل دي. د چین په وهان، کوم ځای کې چې د کرونا وایروس د خپرېدو مرکز دی، په کوویډ- ۱۹ له … نور ولولئ
خوندیتوب

د بریالۍ او نېکمرغه جوړو چلند

ژباړه: عطا محمد میاخېل د خپل ژوند له شریک سره خبرې وکړئ، خبرو ته یې غوږ ونیسئ، د خوندورو کارونو په ترسره کولو سره، لکه په ګډه د کور کارونه کولو او ټلویزیون ننداره کولو، د یو بل ترڅنګ له اوسېدو څخه خوند واخلئ، چې نېکمرغه جوړه واوسئ. د بریالیو جوړو ترمنځ کوم ګډ ټکي شته زیاتره کسان په ګډ ژوند کې، تجربې په ازمېښتونو، تېروتنو او غلطیو سره ترلاسه کوي، چې په دې تجربو باندې پوهېدل، له … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

عمر اکمل را روانه اونۍ له سخت امتحانه تېرېږي

لیکنه: بهار سمسور د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی توپ‌وهونکی عمر اکمل چې دا وخت پرې د پاکستاني کرکټ بورډ له خوا د یو کال دروند بندیز پورې شوی، راتلونکې اونۍ د روانې میاشتې په ۲۷ تاریخ د کریکټ بورډ د نظم ساتنې  کومیټې سره د سوال او جواب ناسته لري، چې ورپورې شوي د مېچ فېکسېنګ او د نظم له اصولو د سرغړاوي تورونه منفي ثابت کړي. د بورډ د ډيسپلین یا نظم کومیټې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

راشدخان او ملېنګا له ټولو کرکټرانو میدان وړی

یاران سپورټس د کرکټ نړیوالې شورا د کرکټ له مینه‌والو غوښتي چې د خپلې خوښې له لوبغاړو یوه کسیزه لوبډله جوړه کړي او دوی ته یې نوملړ واستوي، خو شرط پکې دا دی، چې له هر هېواد څخه باید یوازې یو لوبغاړی وټاکي یا انتخاب کړي. د کرکټ نړیواله شورا وایي دوی ته سلګونه ځوابونه په انلاین یا پرلیکه بڼه د ټوېټر او فېسبوک له لارې رسېدلي دي. نوموړې شورا ویلي چې د نړۍ له … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

یوراج سېنګ؛ د فلېن ټاف خبرو غوسه کړم او شپږ شپږیزې مې ووهلې

یاران سپورټس ۲۰۰۷م نړیوال شل اوریز کرکټ جام چې په سویلي افریقا کې ترسره شو، پکې یو ریکارډ دا جوړ شو چې د هندوستان کرکټ لوبډلې الراونډر لوبغاړي یوراج په انګلستاني سټورټ براډ شپږ شپږیزې ووهلې او بل ریکارډ دا و، چې دا لومړی پړاو شل اوریز جام و او اتلولي یې هندوستان وګټله. د ۲۰۰۷م د سپټمبر په ۱۹مه وه، چې د انګلستان او هندوستان ترمنځ پکې لوبه روانه وه. له دې وړاندې د انګلستان الراونډر … نور ولولئ
پوهنه

بایپولر (bipolar) او نښې یې

مرکه: صدیقه پوپلزۍ کېدای شي په لومړي ځل مو د بایپولر نوم اورېدلی وي، هو دوستانو دا خبره ما ته هم نوې وه، څه موده وړاندې مې له یوې مېرمنې سره وپېژندل، هغې په یوه دولتي اداره کې کار کاوه، لویه دنده یې لرله او له ۱۰۰ ډېر کارکونکي یې تر کنټرول او مشرۍ لاندې وو، سربېره پر دندې یې درس هم وایه، خو ډېره روغه نه راته ښکارېده. پوښتنه مې ترې وکړه چې خپل … نور ولولئ
افغانستان

نړۍ او کرونا؛ نوي اقدامات او په آسیا کي يې بیا راپورته کېدل

خبریال: فضل الله فضلي له څه باندي یوې میاشتي وروسته یوځل بیا په آسیا کي دا ویروس په چټکۍ سره پراخیږي. له یوې اونۍ راهسي د چین او ایران وروسته په ترکیه او روسیه کي د کرونا ویروس پېښي تر یولک او ۳۰ زرو څخه ډېري ثبت سوي دي. نن دریمه ورځ ده، چي په روسیه کي تر ۶ زرو ډېري نوي پېښي ثبتیږي، چي ټولي پېښي یې تر ۴۷ زور واوښتې. تر ټولو ډېري … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د افغانستان روباټ جوړوونکې نجونې او د کرونا پر وړاندې مبارزه

ژباړه: ملیحه ناصري افغانو روباټیکو نجونو له ارزانو او د لاسرسي وړ توکو څخه کرونايي ناروغانو ته د وینټلیاټور بدیله وسیله جوړه کړې. دا وسیله کولی شي چې د کرونا د خپراوي په ناورین کې ناروغانو سره مرسته وکړي. د دې ډلې مشرې (سمیه فاروقي) وویل چې دا دستګاه موږ له ارزانه توکو جوړه کړې چې د هرات په بازار کې د لاسرسي وړ وو او د ډېر تولید امکان هم شته. دې وویل چې … نور ولولئ
پوهنه

د ابوبکر صدیق رض لنډه پېژندنه

ژباړه: ملیحه ناصري ۱- د اسلام مبارک دین لومړنی خلیفه او د حضرت محمد ص ملګری و. ۲- تر حضرت محمد ص دوه کاله او څو میاشتې کوچنی و. ۳ – د حضرت بي بي عایشې رض پلار و ۴- د حضرت محمد ص لومړنی ځایناستی و. ۵ – د هجرت پر لسم کال خلیفه شو، دوه کاله او څو میاشتې یې خلافت وکړ. ۶- په درې شپیته کلنۍ له فاني نړۍ څخه وکوچېد. ۷ … نور ولولئ