بریا او پرمختګ

زموږ په تعليمي نظام کې شته ستونزې

ليکوال: کامران ستانکزى له هغې ورځې وروسته چې انسان دې نړۍ ته راغى او په تدريجي ډول ټولنيز شو، نو انسانان اړ شول چې يو بل سره د راکړې ورکړې او ټولنيز کېدو په پروسه کې د افهام او تفهيم له وسيلې چې ژبه بلل کېږي کار واخلي. نن ورځ د معاصرې نړۍ هېوادونو او د هغوى تعليمي نظامونو او نصابونو يوازې د ژبو پر زده کولو اکتفا نه ده کړې، بلکې د ژوند نورو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له ګناه څخه د ځان ساتلو آسانه لارې

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري هندي پوه پرمودا باترا وايي چې په یو ګیلاس اوبو سره کولی شو ستر اورونه مړه کړو. همداسې ګناه هم هغه ستر اور دی چې کولی شي د انسان دنیا او اخرت وسوځوي، نو پکار ده چې د دې اور مړه کولو په‌پار له همغو لومړیو شېبو یې د مهارلو هڅې وکړو. ښه انسانان، خصوصاً مسلمانان هڅه کوي چې د ګناه په خړو اوبو کې ګیر نه شي او د … نور ولولئ
پوهنه

په چین کې تر ټولو لوی جومات چې د ۲۰زره لمونځ‌کوونکو ظرفیت لري

لیکنه: حمیدالله حمیدي په چین کې د ۴۰ میلیونه په شاوخوا کې مسلمانان ژوند کوي. د کاشغر د عیدګاه جومات د چین د «شین جیان» ایالت د کاشغر په ښار کې تر ټولو لوی جومات دی. هغه کسان، چې کاشغر ته ځي، د عیدګاه له جومات څخه ارو مرو لیدنه کوي، ځکه دغه جومات د کاشغر له تاریخي ځایونو بلل کېږي. د کاشغر د عیدګاه په جومات کې پر پنځه وخته لمونځ سر بېره د … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

نرسان؛ د وژونکو ناروغیو په وړاندې جګړه کې د لومړۍ کرښې ساتونکي

د مې د ۱۲ مې د نرسانو د نړیوالې ورځې په پار لیکنه: نسیمه محمدي هر کال د مې ۱۲مه د نرسانو د کار او زیار څخه د مننې او دوی ته د درنښت په موخه په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي. د نرسانو نړیواله شورا د ۱۳۰ ټولنو/ انجمنونو څخه جوړه او په نړۍ کې د ۲۰ میلیونه نرسانو استازیتوب کوي. په روان ۲۰۲۰م کې د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړه چې لاهم په … نور ولولئ
پوهنه

د پنيک په اړه څومره پوهېږئ؟ په دې مرکه کې یې ولولئ

مرکه: صدیقه پوپلزۍ ما پخوا داسې فکر کاوه، چې په اروايي ناروغیو کې همدا ژورخپګان، سټرس او اندېښنې دي، خو له کومه وخته چې د استاد عظیمي له اروايي درملنې مرکز سره اشنا شوې یم او خلک ګورم، نو په دې برخه کې مې خورا ډېرو ناروغیو ته پام ور اوښتی چې باید پرې پوه شو. تېره اونۍ د استاد د مشاورې مرکز ته یو کس راغلی و او دا درې خبرې یې ډېرې کولې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

څلوېښت آسانه تګلارې، چې دنننۍ آرامتیا او بریا ته مو رسوي

ژباړه: عطامحمد میاخېل نن هر څوک په خپل ژوند کې د دنننۍ آرامتیا په لټه کې دی، خو دې موخې ته رسېدل یوازې یوه هیله ده. نننۍ ټکنالوژي او پرمختګ زموږ لپاره ژوند ډېر آسانه کړی دی، خو تر هر وخت زیات په اروایي فشار (سټرس) باندې اخته شوي یو او آرامتیا زموږ له ذهن او جسم څخه کډه کړې ده. د بریالي کېدو لپاره دنننۍ آرامتیا او خوشالۍ ته اړتیا لرو. د دې لپاره، … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ګډ ژوند د اړیکې د ښه کېدو لپاره ځینې مهم کارونه

ژباړه: عطامحمد میاخېل په عاطفي اړیکه کې د نظر اختلاف طبیعي دی او هره اړیکه ممکن له ستونزې سره مخ شي. هو هغه څه چې ارزښت لري، د حل کولو تګلاره یې ده. تاسو څه ډول د خپلې عاطفي اړیکې ستونزې حل کوئ؟ که خوښېږي مو، چې د یوې مینه‌ناکې اړیکې د ښې کېدو پر تګلارو پوه شئ، نو لاندې لیکنه لولئ. د خبرو کولو لپاره پروګرام جوړ کړئ کله چې ستونزې پیلېږي، نو له … نور ولولئ
پوهنه

عمر بن عبدالعزیز (عمر ثاني)

ژباړه: ملیحه ناصري عمر بن عبدالعزیز، بن مروان، بن الحکم، بن ابی العاص، بن امیة د امویانو اتم خلیفه (د دویم معاویه په نه شمېرلو سره) او د ځينو سُنیانو لکه ابن اثیر په اند پنځم (ابوبکر، عمر، عثمان، علي، عمر ثاني)خلیفه و. نسب یې تر عمر بن الخطاب رض پورې رسېږي. مور یې د عمر رض لمسۍ، یانې د عاصم لور وه. پلار یې عبدالعزیز بن مروان د بني امیه د قوم له مشرانو … نور ولولئ
پوهنه

د نړۍ اووه‌لسم لوی جومات؛ پر یو وخت ۱۰ زره لمونځ‌کوونکي پکې ځایېږي

ژباړه: حمیدالله حمیدي د ګروزني جومات د چیچنیا په مرکز ګروزني کې موقعیت لري، چې پر یو وخت د ۱۰ زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري. د جومات شاوخوا د چیچنیا اسلامي اجراییه ادارې، مدرسې، پوهنتون، هوټل او یوې کتابخانې احاطه کړې ده. دغه جومات د استانبول آبي جومات او یا هم د سلطان احمد له جومات څخه په الهام اخیستو جوړ شوی، چې د ۲۰۰۸ م د اکټوبر میاشتې په ۱۶مه نېټه ګټې اخیستنې ته … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

شفیق الله شفق او په لوبډله کې یې اهمیت

یاران سپورټس د کرکټ بورډ د فساد پر وړاندې مبارزې څانګې د یکشنبې پر ورځ د مې په لسمه اعلان وکړ، چې شفیق الله شفق په افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ کې د مېچ فېکسېنګ یا لوبه کې پر جوړجاړي خبرې کړې وې. پر دې سربېره یې په بي پي ایل یا بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ کې هم د فېکسېنګ غوږ جنګولی و. پر نوموړي نور تورونه هم شته، چې د کرکټ بورډ له د … نور ولولئ