په زړه پورې

مسلمانه سوې امريکايي سندرغاړې د افغانانو لپاره مرستي راټولوي.

خبريال : مدثر دعوت جنيفر ګروت له خلکو غوښتي چې ددې د خيريه بنسټ له لوري د افغانانو سره مرسته وکړي. جنيفر چې څو کلونه وړاندي يې د اسلام مبارک دين قبول کړ او پر ټولنيزو رسنيو يې د قرانکريم د تلاوت څو ويډيوګاني خپرې سوې په افغانستان کي يې هم ځانګړی شهرت وموند . دې پر خپل ټويټر,انسټاګرام او يوټيوب اکاونټونو له شتمنو کسانو غوښتي چې په انلاين ډول ورسره مرسته وکړي،تر څو دا … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

رونالډو یو ځلي بیا په ټولنیزو رسنیو کي نړیوال ریکارډ جوړ کړ+ویډيو

د پرتګال هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او ایټالوي کلب یوونټوس تکړه لوبغاړي کریسټیانو رونالډو په انسټاګرام کي د پخواني ریکارډ ترڅنګ یو بل نړیوال ریکارډ هم جوړ کړ. کریسټیانو رونالډو، د روان ۲۰۲۰م کال د اپرېل میاشتي په ۴مه نېټه پر خپل انسټاګرام یوه داسي ویډيو خپره کړه، چي مېرمن یې هغه ته وېښتان جوړوي. له هغه وروسته دا ویډیو تراوسه ۶۰ میلیونه ۴۶۰ زره او ۷ کسانو لېدلې ده، چي دا د انسټاګرام … نور ولولئ
په زړه پورې

د امام بخاري پیژندنه؛ زده کړې، د احادیثو راټولولو هلې ځلې او مړینه یې

امام بخاري، لقب یې ابو عبدالله، نوم یې محمد بن اسماعیل بن ابراهیم بن المغیره بن بردزیه الجعفی. جعفي یې نیکه دی، چې دا مجوسي و، وروسته په اسلام مشرف شو او دۀ د یمان په لاس ایمان راوړه چې نسب کې یې بخاري هم راغی. په ۱۹۴ هجري کې پیدا شوی دی. طلب العم. علم یې په ماشومتوب کې حاصل کړی، لس کالو ته یې عمر نه وو رسیدلی، چې حدیث یې حفظ کړه، … نور ولولئ
په زړه پورې

نړۍ او کرونا؛ جګړه ځپلی یمن د ویروس تر تازه خطرونو لاندي راغلی

خبریال: فضل الله فضلي په نړۍ کي په کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ باندي د اخته سوو کسانو شمېر ۴،۵ میلیونو ته ورسېدئ. د جان هاپکنز پوهنتون د تائید سوو شمېرو له مخي چي له ټولو ۴۵ لکو کسانو څخه یې ۳ لکه مړه سوي، ۱،۶ میلیونه روغ سوي او لاهم له ۲،۵ میلیونو څخه ډېر په اخته دي. د کرونا ویروس لاهم په نړۍ کي په خپل اوج کي خپریږي او هره … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

دوولس هغه قوانین چې شخصي او مسلکي ژوند مو بریالی کوي

ژباړه: عطامحمد میاخېل ډېری کسان په خپل شخصي ژوند او کاروبار کې د بریا په لټه کې دي، خو بریا ته د رسېدو لپاره کومه مشخصه لاره نشته، لکه څنګه چې لوړې څوکې ته د رسېدو لپاره ډېرې زیاتې لارې شته، رښتینې بریا هم په بېلابېلو لارو ترلاسه کېږي. په دې لیکنه کې بریا ته د رسېدو په ۱۲ قوانینو باندې رڼا اچوو، ښه په غور سره یې ولولئ. بریا ته د رسېدو لپاره ډېرې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

هغه رازونه چې باید هره ښځه پرې پوه شي

ژباړه: عطامحمد میاخېل اغلو مېرمنو! په دې لیکنه کې له تاسو سره ځینې رازونه شریکوو، چې له تاسو سره مرسته کوي، چې هغه د خوښې وړ ګډ ژوند ته مو ورسېږئ، کوم چې په خپل ذهن کې مو روزلی دی. آیا له خپل ګډ ژوند څخه په بشپړه توګه راضي یاست یا داسې احساس کوئ، چې په اړیکو کې مو باید ځینې بدلونونه رامنځته شي؟ په هر صورت، لاندې تګلارې له تاسو سره مرسته کوي، … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د اضطراب (وېرې) له منځه وړلو لارې

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري اضطراب هغه وېره او ډار دی چې د راپېښېدونکې پېښې په اړه انسان ته پيدا کېږي. راتلونکی ورته وېروونکی برېښي. حال دا چې اصلاً بې بنیاده وېره ده او بنسټ نه لري. دا وېره ځينې نښې لري چې هم جسمي دي هم اروايي، لکه د زړه ټکان، پر درس او چارو نه تمرکز، د خوب ګډ وډۍ، بد خُلقي، له ملګرو، کورنۍ او خپلوانو سره توند خوی کول دي. خو … نور ولولئ
پوهنه

د هند د پنځم ګورګاني امپراتور شاه جهان په امر جوړ شوی جومات

ژباړه: حمیدالله حمیدي د ډهلي جامع جومات د هند تر ټولو لوی او د شلمې پېړۍ تر پایه پورې د اسلامي نړۍ ښکلی جومات بلل کېده. د جومات بېرونۍ محوطه پر سرو ډبرو او دېوالونه یې پر سرو مرمرو پوښل شوي دي. دغه جومات دوه لوی مرمرین منارونه، درې لویې ګنبدې او دغه راز څو نور واړه منارونه او کوچنۍ ګنبدې لري. تاریخ لیکي چې د ډهلي جامع جومات د ۱۶۵۰ او ۱۶۵۶م کلونو ترمنځ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د بښنې او ثوابونو مهم فرصت؛ د روژې ورځ داسې بېګا کړئ

لیکنه او راټولونه: مریم شریفي روژه د ګناهونو د بښلو لپاره تر ټولو ښه وخت دی. خو داسې خلک هم شته چې دا قېمتي وخت بې ځایه تېروي. په روژه کې د فلمونو، ډرامو کتل او عبثیات مو روژه تباه کوي. ځینې خلک په روژه کې ډېر وخت فېسبوک کاروي، فلمونه، سریالونه او ډرامې ګوري د هغوی هدف دا وي چې روژه پرې ژر تېره شي او په لوږه تنده پوهه نه شي، خو دا … نور ولولئ
افغانستان

ډيوه پتنګ: پر افغانستان مئينه يمه، افتخاري دنده اجرا کوم

خبريال: مدثر دعوت د ملي ټلويزيون ښځينه خبريالي ډيوې پتنګ هغه اوازې رد کړې چي ګواکي دا د ملي ټلويزيون څخه په مياشت کي لس زر ډالره معاش اخلي. وروسته له هغې چي د ډيوې پتنګ ورور پامير پتنګ د افغانستان د ملي پنډ اداري رئيس وټاکل سو،په ټولنيزو رسنيو کي غوغا جوړه سوه.” په فيسبوک او ټويټر کې داسې اوازې خپرې سوې چي ګواکي ډيوه پتنګ د ملي ټلويزيون څخه په مياشت کې ۱۰۰۰۰ … نور ولولئ