په زړه پورې

براوو د ډهوني لپاره ځانګړې سندره وايي

خبريال: مدثر دعوت ويسټ انډېزی کرکټر ډواين براوو د هندي کرېکټر مهندرا سينګ ډهوني لپاره سندره وايي. ډواين براوو د کرکټ د نړۍ يو ستر نوم دی چې په نړيواله کچه يې د غوره کرکټر نوم خپل کړي دی. براوو چې په هندوستان پرېمر لیګ کې د مهندراسينګ ډهوني تر لوبډلمشرۍ لاندې په چنای سوپرکينګز لوبډله کې لوبېږي غواړي خپل لوبډلمشر ته د ځانګړي ميني پخاطر سندره ډالۍ کړي. د چنای سوپرکينګز لوبډلې پر رسمي … نور ولولئ
افغانستان

مدني فعال او مدني ټولنه څه مانا؟

مدني فعال څوک دی؟ په ټولنه کې ورته څه اړتیا ده؟ د دوی دنده په یوه ټولنه کې څه ده؟ ولې مدني فعالان شتون لري؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي، چې لا تراوسه ورته داسې يو ځواب او تعریف، چې ټول پرې په يو نظر وي نه دى موندل شوى او همدا د مدني فعال د پیژندګلوۍ د تعریف په بڼه ومني. په افغانستان کې د ډېموکراسۍ د دورې له پیله دا نوم هم لکه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د یوه مینه‌ناک ژوند شل رازونه، چې ښکاره شول

ژباړه: عطا محمد میاخېل د یوه مینه‌ناک ژوند لرل د هرې جوړې اصلي هیله ده، چې ګډ ژوند تشکیلوي. په یوه نظر پوښتنه کې، چې له ګڼ شمېر بریالیو جوړو څخه، د مینه‌ناک ژوند د رازونو په اړه یې له هغوی څخه پوښتنه وشوه، له شلو ټکو څخه یې یادونه وکړه. هغه بریالۍ جوړې، چې کلونه کلونه یو د بل ترڅنګ ښه ژوند تېروي، معمولاً ځینې رازونه لري، چې ځوانې مېرمنې او ځوان خاوندان ترې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

کرونا؛ سعودي وايي چې سږ کال د حج مراسم ترسره کېږي، خو څنګه؟

خبریال: فضل الله فضلي د حرمین شریفین ویب پاڼي د معلوماتو له مخي چي د سعودي عرب د حج او عمرې وزارت اعلان وکړ، چي سږ کال به د حج مراسم د یو لړ محدودیتونو او روغتیايي تدابیرو سره ترسره سي. نوموړی وزارت وايي: د سږ کال د حج مراسم به په سعودي کي د دې هیواد عرب او په دې هیواد کي د نورو هیوادونو د شته مسلمانان لخوا اداء شي. د کرونا وبا … نور ولولئ
په زړه پورې

نړۍ او کرونا؛ په نړۍ کې مثبتې پېښې تر ۹ مېلیونو هم واوښتې

خبریال: فضل الله فضلي په نړۍ کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي تر ۹،۱ مېلیونو واوښتې او ترڅنګ یې د روغ سوو کسانو شمېر ۵ مېلیونو ته رسیږي. ددې ترڅنګ له ۴۷۲ زرو تنو ډېر په ویروس اخته مړه سوي دي. په نړۍ کي د کرونا وبا مرکز امریکا او برازیل بلل کیږي. امریکا کي د ویروس مثبتي پېښي تر ۲،۳ مېلیونو اوښتي او په دې شمېر کي نږدې ۱۲۳ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

وروسته له دې کولای شو، چې واده یا د خوښۍ محفلونه په فضا کې ترسره کړو

ژباړه: نسیمه محمدي داسې ښکاري چې د بالوني سفر دوران، ډېر ژر راګرځي! نوی اسټارټ آپ (Space Perspective) هوډ لري، د ځمکې اوسېدونکو لپاره فضايي بالون چمتو کړي. دا بالون به ۳۰ کیلو مټره لوړ لاړ شي او هبالون کې تشناب او د شرابو میخانه هم، شته. چین د خپل تر ټولو لوی تلسکوب سره د فضايي موجوداتو په لټه ځي، کولای شو ووایو، چې د نپټون – فضايي بېړۍ ده، چې د تمه ده … نور ولولئ
افغانستان

هلمند کې د بريښنايي تذکرو د وېش لړۍ پيل سوه.

خبريال: مدثر دعوت تر مرکز کابل او زونونو وروسته په هلمند ولايت کې هم د بريښنايي تذکرو د وېش لړۍ پيل سوه. د بريښنايي تذکرو د وېش په پرانيستغونډه کې چې د هلمند ولايت مقام د عبدالباري جهاني په تالار کې ترسره سوه،د هلمند والي،مرستيالانو،د احصايې معلوماتو رئيس او د دولتي ادارو نورو رئيسانو او مامورينو هم ګډون کړی وو. د احصائې او معلوماتو رئيس ولي شاه پاڅون د بريښنايي تذکرو وېش يو اړينه ملي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

مجیب الرحمن د نورعلي ځدران تشویق او ملاتړ تر نړیوال شهرته ورساوه

لیکنه: سمیع الله درانی د هر کرکټ لوبغاړي تر شا د خپل خپلوان لاس وي، چې هغه یې تر نړیوال شهرته رسولی وي، چې شهرت ته د رسېدلو لپاره مالي ملاتړ او ورسره کرکټ ته په معنوي لحاظ هڅول شامل دي. دلته هغه کرکټ لوبغاړي درپېژنو چې د خپلو پلورونو او خواخوږو په مرسته نړیوال شهرت ته ورسېدل او اوس یې اقتصادي ژوند پوره جوړ دی. مجیب الرحمن افغان ماهر توپ اچوونکی مجیب الرحمن ډېر … نور ولولئ
اقتصاد

افغانستان هر کال سلګونه زره ټنه تازه مېوه او سبزي پاکستان ته صادروي

لیکنه: سمیع الله درانی دا منو چې افغانستان یو کرهنیز هېواد دی، چې ډېری حاصلات یې تازه مېوه او سبزيجات دي. د کرونا ویروس له امله ډېری هېوادونو یو د بل پر وړاندې بندرونه وتړل، چې یو له دغو هېوادونو څخه پاکستان هم و. پاکستان درې میاشتې له افغانستان سره خپل درې ستر سوداګریز بندرونه تورخم، غلام خان او سپین بولدک د تګ راتګ پرمخ وتړل. اوس یو ځل بیا پاکستان اعلان وکړ، چې درې … نور ولولئ
ژوند بڼه

آیا پوهېږئ غرونه هم وده او حرکت کوي؟

ژباړه: نسیمه محمدي د یو لړ څېړنو وروسته څېړونکي دې پایلې ته ورسېدل، چې غرونه، هم حرکت لري او هم لوړېږي. څېړونکو ثابته کړه، غرونه د وخت په تېرېدلو لوړېږي او ممکن میلیاردونه کلونه دوام ومومي، خو دا چې کوم څه د غرونو د ودې لامل کېږي، تر اوسه د څېړونکو د بحث او څېړنې موضوع ده. ممکن بالاخره نوې څېړنې به د اوسنیو پوښتنو ځوابونه ووايي. تر دې دمه د غرونو د ودې لپاره … نور ولولئ