طبیعت

دا کیشپ سیرو نومیږي او ۵۴مه کلیزه يې ولمانځل سول

لیکنه: فضل الله فضلي د اسټرالیا د پرت ښار په پرت باغ وحش کي د سیرو په نامه دغه امریکايي کیشپ ساتل کیږي. وړمه ورځ د ”سیرو “کیشپ ۵۴ کاله پوره سول او د باغ وحش مسؤلینو او ننداره چیانو يې کلیزه ولمانځله. په کلیزه کي یې دغه کیشپ ته دده خوارکي مېوه هندواڼه اماده کړې وه. سیرو د نن څخه ۵۴ کاله مخکي په ۱۹۶۶م کال کي د امریکا متحدا ایالاتو په سن ډیاګو … نور ولولئ
ټیکنالوژي

د ویجاړې شوې کښتۍ ټائیټانک د کشف تر شا راز

راټولونه او ژباړه:  مهر تاج د سمندر په څنډه کې د ویجاړې شوې ټائیټانک کښتۍ کشف، کومه لاسته‌راوړنه نه وه، بلکې په ناڅاپي ډول د ډوبو شويو اټومي مرمیو په لټه کې اتفاقاً موندل شوې ده. د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو پخواني قوماندان او ساینس‌پوه (د ټائیټانک کښتۍ کشف کوونکي) له حقیقته پرده پورته کړې: د سمندر له لاندینۍ برخې څخه د ټایټانک د ویجاړې کښتۍ کشف کول کومه ساینسي کارنامه نه وه، بلکې … نور ولولئ
اقتصاد

د څاګانو کیندنې له لارې ایران ته د افغانستان د اوبو غیر قانوني لېږد 

په ورستيو کې افغان چارواکو د ایران دولت په دې تورن کړی چې له افغانستان یې د سیندونو د اوبو په تړاو شوی تړون مات کړی دی، افغان چارواکي وایي چې ایرانیانو د افغانستان په پوله د هلمند له سیند سره نیژدې ژورې څاګانې کيندلي او هره ورځ په زرګونو میټرو مکعبه اوبه په غیر قانوني اوبه ایران ته لېږدوي. د سلام ټایمز د راپور پر بنسټ، د نیمروز د ولایتي شورا غړی نعمت الله … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ښایي په راتلونکو دېرشو کلونو کې ۱.۲میلیارده کسان د اقلیمي بدلونو له کبله بېځایه شي

راپور: ملیحه ناصري د نړۍ نولس هېوادونه (افغانستان، پاکستان، چاد، هند، سوریه، عراق…) د ډېرو بدو چاپېریالي ستونزو تر ګواښ لاندې او هغه هېوادونه هم دي چې تر ټولو ډېر د جګړو ښکار شوي دي. د یوې نوې څېړنې پر بنسټ، تر ۲۰۵۰ز پورې به د نړۍ تر یو میلیارډ ډېر کسان بېځایه شي. دا څېړنه چې د تېرې اونۍ د څلورنۍ پر ورځ خپره شوه، ویلي یې دي چې د طبیعي آفتونو توپانونو، وچکالۍ … نور ولولئ
ټیکنالوژي

څلوېښت ستورمزلي موږکان، بریالی فضايي سفر

ژباړه: عایشه حیدري پوهانو د دوشنبې پر ورځ، چې د ډيسمبر ۷مې نېټې سره سمون خوري، اعلان وکړ هغه پیاوړي موږکان چې له جنیټيکي اړخه تر  ازمېښت لاندې نیول شوي ول او جنیټيکي بدلونونه پکې راوړل شوي وو، د تشیال په نړيوال تم‌ځای کې تر یوې میاشتې تم کېدو وروسته له پیاوړو عضلاتو سره بېرته ځمکې ته را وګرځېدل. د رسنيو د راپورونو پر بنسټ، دا څېړنې په هغو ستورمزلو، چې اوږد مهاله سفرونه کوي، … نور ولولئ
په زړه پورې

د ځمکې پر فضا پنځه ناپيژندل شوي شیان لیدل شوي !

ژباړه: نسیمه محمدي روسي ستورمزلي تازه د فضا نړیوال مرکز څخه، د پنځه څيزونو ويډیو خپره کړې، چې د ځمکې پر فضا پرواز کوي. دا اجسام په هغه ويډيو کې لیدل شوي چې په اصل کې د هالې د ثبت لپاره د ځمکې شاوخوا، د فضايي مرکز څخه د جنوب قطب له پورته اخیستل شوې. خو ستورمزلي ایوان وګنر چې د اپریل په میاشت کې دې فضايي برخې ته داخل شو وویل کله چې په … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ایا په چین کې د اوبو د را پورته کېدلو ناورین پېښېدونکی دی؟

عایشه حیدري په وروستيو کلونو کې چینايي چارواکو د دا ډول پېښو د مخنيوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي، خو نړۍ باید د یانګتزي سیند په حوزه کې را منځته کېدونکو پېښو ته جدي پاملرنه وکړي. د دغه سیند په ساحلي برخو کې کړکېچ د ټولنیزو شخړو او سیاسي بې ثباتۍ له زیاتېدو سره اړیکه لري. جولیر بوکالیټي (Giulio Boccaletti) په امريکايي نشریې Project Syndicate کې لیکلي چې د ختیځې اسیا د سږني دوبي موسم … نور ولولئ
خواړه

د ویټامین ډي کموالی او د خېټې لویېدل

ژباړه: مهر تاج د ویټامین ډي D کموالۍ د انسان د وجود په ټولو غړو باندې ډېر بد سیوری درلودی شي. ورستیو څېړنو ښودلې ده، چې د انسان د ناموزون اندام سبب هم جوړېدای شي، لکه د خېټې لویېدل یا غټېدل. د «امریکا جرنل آف کلینیکل نیوټرشن» لیکي: “طبي متخصیصین د ځینو څېړنو وروسته دې پایلو ته رسېدلي، چې د ویټامین ډي کموالۍ نه تنها د هډوکو د کمزورتیا سبب کېږي، بلکې په اندام هم … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

«نوشاخ» د افغانستان بام + انځورونه

لیکنه او راټولونه: نسیمه محمدي د نوشاخ کلک غر، په افغانستان کې لومړی او د هندوکش د لړۍ (تېراج میر) وروسته دویمه لوړه څوکه ده، چې د سمندر د اوبو له سطحې ۷۴۹۲ مټره لوړوالی لري. د نوشاخ لوړه څوکه د واخان په ملي پارک د بدخشان ولایت په شمال لوېدیځ او د پاکستان هېواد سره په کرښه پرته ده. د نوشاخ شمالي/ لوېدیځه لمن په افغانستان او سویلي/ ختیځې برخې یي په پاکستان هېواد … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

شموخ، د نړۍ ګرانبیه عطر

ژباړه: عایشه حیدري انسانان په ټولیز ډول د سینګار او ښکلا شوقیان دي او غواړي نورو ته ځانونه ښکلي، متفاوت او زړه‌راښکوونکي څرګند کړي. له همدې کبله د سینګار د نورو توکو ترڅنګ له عطر څخه هم کار اخلي او هڅه کوي چې هغه عطر وټاکي چې تر نورو ښه او ځانګړی بوی ولري، چې یو ښکلی احساس ولري. څېړونکي وايي یوازې د عطر څو څاڅکي کولای شي پر عصابو، احساساتو او ان په جسمي … نور ولولئ