اقتصاد

د کابل شاوخوا دوه میلیونه کندې ایستل شوي

ملیحه ناصري د ملي ودې او پراختیا شرکت نن سه شنبې (۱۳۹۹/۷/۲۹) وویل چې د ځمکې د برسېرنو/ سطحي اوبو د کابو کولو او تر ځمکې لاندې اوبو د ډېرولو په پار یې د کابل شاوخوا سیمو کې دوه میلیونه او نهه سوه کندې ایستلي دي. تر څنګ یې ۲۵ کوچني بندونه هم جوړ کړي چې د کار له پیله تر اوسه یې څه کم ۳۰۰۰ کاریګر پکې ګومارلي دي. د دې شرکت په وینا … نور ولولئ
اقتصاد

آمو سیند؛ پخوا به د مازندران سیند ته ورتویېده

ژباړه: نجم الرحمن ناصري آمو یا جیحون سیند، چې په یوناني کې ورته اُکسوس وایي، د منځنۍ آسیا تر ټولو ډیرې اوبه لرونکی او اوږد سیند ده. آمو سیند د پامیر له غرونو څخه سرچشمه اخلي او تقریباً د دې سیند اوبه ۱۱۲۶ کیلومتره د افغانستان په شمالي مرزونو کې له تاجکستان ازبکستان او ترکمنستان سره روانې دي او ځینې ځایونه یې د کښتۍ چلولو وړ دي. په سواحلو کې یې شیرخان او حیرتان بندر … نور ولولئ
اقتصاد

الماس؛ د نړۍ تر ټولو کلک او حیرانوونکې غمی

ژباړه: ملیحه ناصري له پېړیو راهیسې الماس د خلکو د پام وړ دی؛ خو تر شلمې پېړۍ دمخه یې په اړه چندان مالومات نه وو. کله چې فزیک او کیمیا علمونو سم پرمختګ وکړ، د الماسو په اړه هم حیرانوونکي مالومات وړاندې شول. الماس یوناني( Adamas) کلیمه ده. یوازینی عنصر دی چې په طبیعت کې په خالصه او نږه بڼه موندل کېږي. له کاربن(C) څخه جوړ، فورمول یې (C) دی. پوهان وايي چې امکان نه … نور ولولئ
ژوند بڼه

قطبي شفق؛ هغه انوار چې آسمان کې رامنځته کېږي

ژباړه: نجم الرحمن ناصري دا انوار د ځمکې د هوا حالاتو له امله منځته راځي. شفق قطبي هغه رنګینه او متحرکه انوار دي چې د شپې په آسمان کې معمولاً قطبینو ته نږدې د لمر چارج‌داره بادي ذراتو د برخورد یا لګېدلو او د یون سپهر د مالیکولونو د آیونې کیدو له امله په سپهر یا (یونوسفر) کې مینځته راځي. دا هغه ښایسته انوار دي چې په طبیعي ډول په آسمان کې معمولاً د شپې … نور ولولئ
خوندیتوب

د ارواپوهني یو څېړنه؛ یو بل ته بخښنه وکړئ، چي همېشه خوښ اوسئ

لیکنه: فضل الله فضلي د ارواپوهني یو څېړنه وايي: د بخښني سره به همېشه خوشحاله یاست، نو یوبل ته همېشه بخښنه وکړئ. په چین کي یو افغان (MBBS, M.S, PhD) ډاکټر محمدشریف پوپل لیکي چي د ارواپوهني (سیکالوژۍ) یو څېړنه وايي: هغه کسان چي نورو ته بخښنه کوي او له دښمنۍ څخه لاس اخلي، د هغوی ژور خفګان (ډیپریشن) کچه له ۵۰٪ څخه تر ۸۰٪ پوري راکښته کیږي. ددغو کسانو اضطراب (انزایټي) کېدای سي، یو … نور ولولئ
پوهنه

د نورو مخلوقاتو او تمدنونو شتون

لیکنه: وکیل احمد عزیزي په تصویر کې چې کومه ریاضیکي پرپړه وینئ، دا د «ډریک معادله» نومېږي. د دغې معادلې د اټکل له مخې زموږ په کهکشان کې ۱۵۶۰۰۰۰تمدنونه شته! دغه معادله امریکایي اسټروفزیکپوه، چارلیس ډانالډ ډریک په لاس راوړې ده. په دې معادله کې N د هغو ټولو تمدنونو شمېر دی چې ممکن انسانان ور سره په اړیکو کې شي. ★R په کهکشان کې د ستوري د تشکیل یا منځ ته راتګ قیمت دی، … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ژوند عادت دی، خو دوه ډوله!

لیکنه: عصمت الله صالح تقریباً شپږ کاله مخکې چې کابل ښار ته د زده‌کړو لپاره راغلم، ښار، ښاریان، علمي مراکز او هر څه راته پردي ول؛ د خلکو راکړه ورکړه، ټولنیز ژوند او فعالیتونه مې نوي لیدل او احساسول، ځکه نو ډېرې داسې ورځې راغلې چې په پوهنتون کې به کوم کونج ته شوم، تر ونه لاندې به کېناستم او خورا ډېر به مې وژړل. ملامت نه وم ځکه کلی او کورنۍ مې یادېدل. مګر … نور ولولئ
پوهنه

اسلام د ساينس کورس نه دی

لیکنه: وکیل احمد عزیزي کوم خلک چې اسلام او ساينس نېغ په نېغه تقابل ته اچوي له هغوی دواړه خرابېږي. د اسلام او ساينس ترمنځ نامستقيمه اړيکه موجوده ده، مثلاً په قران کريم کې د سورة النور په ۳۵ ايت شريف کې د اینسټاین د کتلې و انرژي ترمنځ د اړيکې په څېر خبره شوې ده، د المعارج سورة په څلورم ايت شريف کې نسبي وخت او په کايناتو کې د بېلابېلو سيمو د وختونو … نور ولولئ
پوهنه

د کایناتو تر پیدایښت مخکیني کاینات اوس هم مشاهده کېدای شي

لیکنه: سارا ناټن ژباړه او تفصیل: وکیل احمد عزیزي نوټ دغه لیکنه د تېرې سه شنبې په ورځ لیکل شوې او هغه مهال خپره شوه چې په فزیک کې د ۲۰۲۰ د نوبل جایزې ګټونکي اعلان شول. په دې لیکنه کې د ۸۹ کلن برتانوي فزیکپوه، راجرپنروس د ۶۰ کلونو پر هغه اوږد علمي کار لنډې خبرې شوې دي چې دی یې د نوبل جایزې تر ګټلو پورې را ورساوه. دلته نه یوازي علمي خبرې … نور ولولئ
پوهنه

ساینس او معجزې

لیکنه: وکیل احمد عزیزي د پیغمبرانو په زمانه کې په خدای جل جلاله د باور کولو لپاره عقلي طریقه معجزه وه، اوس دا کار ساینس کوي. د رسول الله مبارک د معراج معجزه له نوي فزیک سره یوه لویه مرسته ده او د فزیک د دغې برخې د ثبوت لپاره دا معجزه یو عملي مثال دی. په ۱۹۳۵ کې البرت اینسټاین او ناتن روزن په یوه مقاله کې وویل چې عمومي نسبي تیوري په فضا … نور ولولئ