خوندیتوب

د هوا له پلوه د نړۍ پاک او ناپاک هېوادونه

ژباړه او راټولونه: ملیحه ناصري ایا له ککړې هوا سره حساسیت لرئ؟ ایا کله چې د ښار منځته ننوځئ ساه‌بندي (نفس‌تنګي)، ګنګسیت، د سترګو سوځېدا درته پیدا کېږي؟ هغه کسان چې په سترو ښارونو کې اوسي د راحته او سوتره ساه اخیستل یې یوه هیله ده. غواړم په دې لیکنه کې د نړۍ تر ټولو پاک او تر ټولو ککړ هېوادونه در وپېژنم. که غوښتل مو دغو هېوادونو ته سفر وکړئ، نو د هوا له … نور ولولئ
خوندیتوب

د جلال آباد اوړی او د ځان ساتلو لارې چارې

لیکنه: سمیع الله درانی هغه څوک چې د ننګرهار په ګرمو سیمو، لکه جلال باد ښار او شاوخوا لنډو ځایونو کې اوسېدلي دي، د جلال اباد د دوبي پته ورته لګېدلې ده، د دې سربېره چې څوک یو ځل له نورو ولایتونو جلال اباد ښار ته راغلي وي او د دې ځای اوړی یې لیدلی وي، نو خامخا به یې له بیا راتګ څخه زړه موړ شوی وي. ځینې کسان لا دا هم وایي، چې … نور ولولئ
روغه سټه

روغتیا ته د ککړې هوا له امله شپږ اوښتوکي زیانونه

ژباړه او زیاتونه: عزت الله پېژاند یو شمېر د نظر خاوندان په دې اند دي چې د یوویشتمې پېړۍ وګړي د پاکې هوا د نه لرلو له امله بدبخته ګڼل کېدای شي. ځکه دوی وايي چې د ککړې هوا تنفسول نه یوازي ستونزمن وي، بلکې خطرناک هم وي. افغانستان د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې هوا یې ککړه ده، او دا ستونزه په پلازمېنه کابل کې چې د شاوخوا شپږ میلیونو وګړو … نور ولولئ
پوهنه

د نړۍ ستر غرونه او لوړې څوکې

ژباړه: عایشه حیدري د ځمکې پر سر چې هر چېرته سفر وکړو، هلته ډېر عجیب او حیرانونکي طبیعي ځایونه وینو چې دا ټول د الله جل جلاله د ځواک څرګندونه کوي. خدای جل جلاله غرونه او مخلوقات د نعمت په ډول انسانانو ته ډالۍ کړي دي. ویل کېږي چې کله خدای جل جلاله ځمکه هست کړه، نو ځمکه لومړیو کې په بې ساري ډول ښورېده او ټکانونه يې کول، خو د دې لپاره چې د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

خرابه هوا او ماشومانو کې اروایي ناروغۍ؛ څیړنې یې درته وايي 

ژباړه: ملیحه ناصري پوهانو د انسانانو پر روغتیا د هوا د ککړوالي د اغېز په اړه نوي شواهد موندلي. د هغو له مخې جوته شوه چې خرابه هوا د ماشومانو پر اروایي ناروغیو منفي اغېز پرېباسي. دا څېړنه ښیي چې هغو ماشومانو باندې خرابه هوا ژر اغېز کوي چې بېوزلي دي او د ځانوژنې افکار لري. دې څېړونکو ککړه هوا وارزوله او څرګنده یې کړه چې په ککړه هوا کې ځینې کوچني ذرات ګډ وي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

چاپېریال ساتنه د ټولو مهمه اړتیا ده

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ  که موږ د چاپیریال د پاکولو او پاک ساتلو مسوولیت یوازې په ښاروالۍ او د چاپیریال‌ساتنې په ادارې پورې محدود کړو، نو سم کار به نه وي، ځکه موږ خپله د دې ځای او سیمې استوګن یو او تر ټولو ډېر د بد چاپیریال اغېزه پر موږ او زموږ پر کورنیو کېږي، مانا دا چې ستونزه موږ ته پېښیږي، نو په حل کولو کې يې باید تر نورو لومړی منډه ووهو. که … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د هوا له پلوه د نړۍ تر ټولو پاکه سیمه په نښه شوه

ژباړه: نسیمه محمدي څېړونکو د نړۍ تر ټولو پاکه هوا په سویلي منجمد اقیانوس په جنوب کې پېژندلی ده، ځکه په دې سیمه د انسان په لاس جوړو شوي ذرات، مشخص شوي نه دي. د ډیلې مېل په حواله، د کلرادو ایالتي پوهنتون څېړنیز ټیم، د «سونیا کرایدنویر» (Sonia Kreidenweis) په مشرۍ د هغو ذراتو د څېړلو هوډ وکړ، چې د انساني فعالیتونو او صنعت سره تولیدېږي. څېړونکو دا وڅېړل چې دا ذرات تر څومره … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

پرتګال له انګستان سره هوايي پُل پرانيزي

خبريال: مدثر دعوت د پرتګال حکومت منلې چې د جون په پای کې به د انګلستان سره بېرته هوايي سفرونه پيل کړي. د پرتګال د بهرنيو چارو وزير اګسټو سانتوس وويل چې هر هغه انګلستانی چې غواړي په دوبنيو رخصتيو کې پرتګال ته د سياحت لپاره راشي موږ ورته ښه راغلاست وايو او هغه دا یې هم تایيد کړه چې په دې اړه د انګلستان د حکومت سره خبرې روانې دي. نوموړی وايي چې موږ … نور ولولئ
ژوند بڼه

پر تاج محل تندر لوېدلی

خبريال: مدثر دعوت د هندوستان د اتراپرديش ايالت په اګرې سيمه کې د تاج محل پر ودانۍ تندر لوېدلی او ځينې برخې يې ترې ويجاړي کړې دي. د هندي رسنيو د خبر له مخې د هند په شمال کې توپانونو خورا زور اخيستی او ډېر شديد دي. پوليسو د يکشنبې پر ورځ له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې د شديد توپان او تندر په پايله کې د تاج محل د ساختمان ځينې برخې … نور ولولئ
خوندیتوب

د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ چاپېریالي زیانونه

ژباړه: نسیمه محمدي د دستکشو او ماسکونو د کارولو له امله د پلاستیکي ککړتیا زیاتېدل. په مدیترانه سمندرګي کې د لرې غورځول شویو شخصي محافظتي وسایلو پیدا کېدو، پر چاپېریال د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ بدو پایلو په اړه اندېښنې راپورته کړي دي. پر انټرنیټ یوې خپرې شوې ویډیو کې، څو جوړې پلاستیکي دستکشې، د جراحۍ او د مخ نور ماسکونه، د فرانسې د کن سواحلو ته نږدې د سمندر په تل کې لیدل کېږي. چاپېریالي … نور ولولئ