ټولنیز ژوند

وچکالي او پر انساني ژوند یې اغېز

ليکنه: صديقه پوپلزۍ د جون اوولسمه د وچکالۍ پر ضد د مبارزې نړیواله ورځ ده. وچکالي عبارت له اوږدې مودې په اوږدو کې د باران نشتوالی دی، کوم چې د خاورې رطوبت کموي، روانې اوبه راټیټه وي او د انسان فعالیتونو طبیعي جریان، د کښت ژوند او د څارویو ژوند ګډوډوي. دا ورځ په نړۍ کې د دښتو د سمسورولو او د شاړو ځمکو د تخریب د مخنیوي د هڅو په موخه نمانځل کېږي. ملګرو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په هندوستان کې د پنځوس زره کلن جهيل د اوبو رنګ ګلابي شوی دی

خبريال: مدثر دعوت د هندوستان په مهارشترا کې د يو تاريخي جهيل د اوبو رنګ ګلابي ته اوښتی دی. په تېرو څو ورځو کې د لونر په نوم جهيل چې پنځوس زره کلن تاريخي قدامت لري، د اوبو رنګ يې ګلابي شوى، خو کار پوهان لا نه پوهېږي چې ولې. کارپوهان په دې باور دي، چې د جهيل دا بدلون ممکن اوبو کې د مالګې د ډېرېدو يا هم په اوبو کې، د اوبړيو د … نور ولولئ
پوهنه

د نړۍ تر ټولو وېروونکې سیمې

ژباړه: ملیحه ناصري ښايي د دې لیکنې په لوستلو او انځورونو په لیدو داسې وانګېرئ چې دا ډول ځایونه به اصلاً نه وي، ځکه هېڅ مو باور نه پرې کېږي چې نړۍ دې د ښکلو ځایونو تر څنګ خورا وېروونکې منظرې هم ولري. دلته مو ځینې درپېژندلي. ریسټارک پلایا دا سیمه کلفورنیا کې ده. د عجیبو لاملونو له امله د ګرځندویانو د پام وړ ګرځېدلې. دې ښویه دښته کې غټې درنې تیګې دي چې حرکت … نور ولولئ
خواړه

د شاتو د مچیو د ژوند څرنګوالی

ژباړه: نجم الرحمن ناصري مترلینګ بلژیکی عالم او زیست پېژندونکی چې د شاتو د مچیو د ژوندانه په هکله یې ډېره مطالعې کړې، د دوی د ژوند د عجیبه نظام په هکله داسې وایي: ملکه (د کندو مور) د شاتو د مچیو په ښار کې، چې هسې چې موږ فکر کوو حاکمه نه ده، بلکې هغه هم د نورو په شان د بعضې قواعدو او قوانینو مطیع ده. موږ نه پوهېږو دا قوانین او نظامونه … نور ولولئ
خوندیتوب

موسمي خپګان؛ د موسمي خپګانونو لاملونه او درملنه

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ SAD یا فصلي خلقي اختلال، دا یو ډول خپګان دی چې د فصل له بدلون سره خپل ځان ښکاره کوي. او د هغه لوړوالي نښې یې په معمولي توګه په مني او ژمي کې لیدل کېږي، هغه وخت چې ورځې لنډې او سړې وي. د مدیکال نیوز تودې د راپور او د متحده ایالاتو د «رواني بهداشت» ملي موسسې د اعلام په مطابق تر ټولو اړین فکتورونه د اخته کسانو لپاره عبارت … نور ولولئ
اقتصاد

دولت د هلمنديو بزګرانو څخه هندوانې پېري

خبريال: مدثر دعوت د هلمند د کرنې رياست مسوولين وايي چې سږ کال د هلمنديو بزګرانو څخه هندوانې رانيسي. د هلمند د کرنې د رياست مسوولين وايي چې د ملي تدارکاتو د کمېسيون له لارې غواړي د هلمنديو بزګرانو څخه هندوانې رانيسي او بيا يې د اړتيا وړ نهادونو ته په واک کې ورکړي. د هلمند د کرنې د رياست د پلان او برنامو مسوول سيد رفيع الله قلم ياران ته وويل: “د افغانستان اسلامي … نور ولولئ
پوهنه

ولې د سمندرونو نړیواله ورځ نمانځل کېږي؟

ژباړه: نسیمه محمدي سمندرونه زموږ راتلونکی دی. کله چې ټولیزې روغتیا ته فکر کوو، ممکن چې سمندرونو ته فکر ونه کړو. په زیاتېدونکي توګه د سمندورنو سلامتیا زموږ له روغتیا سره تړل شوې ده. ممکن ډېری کسان له دې امله چې د سمندرونو  د تل/ عمق د ارګانیزمونو څخه د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ د تشخیص د چټکتیا لپاره کار اخیستل کېږي، حیران شي، یا حتا د دې موضوع د لا زیاتې زده‌کړې لپاره، داسې چاپېریال … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

سمندرونه؛ د سمندرونو په اړه لنډ معلومات

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ سمندورنه د ځمکې ۹۰ سلنه اکوسیستم پوښي. سمندرونه زموږ د ژوند لپاره اړين دي چې له ۵۰ څخه تر اتیا سلنه پورې د ځمکې پر مخ اکسېجن توليدوي. داسي انګېرل کېږي چې سمندرونه ۴،۴ ميليارده کاله پخوا رامنځته شوي او د ژوند لومړنۍ بڼې رامنځته کول يې ممکن کړي دي. په دغو پراخو ساحو کې په حقيقت کې موږ د سمندرونو په اړه خورا لږ پوهېږو. په سمندر کې تر اوبو لاندې … نور ولولئ
روغه سټه

ننګرهار او تازه مېوې

لیکنه: سمیع الله درانی تاسې به پوهېږئ، چې ننګرهار په پسرلي کې او د اوړي لومړۍ میاشت کې د فصلونو حاصلاتو ترڅنګ مېوه لرونکې ونې مېوې ورکوي. اوسمهال د ننګرهار په ډېری ولسوالیو کې د سبزیجاتو سربېره مېوه جات هم رسېدلي دي. د ننګرهار په یخو ولسوالیو، لکه خوګیاڼي، اګام او شېرزادو کې پېوند یا بېدانه توتان رسېدلي دي او خلک یې راټولوي او د چینو یا چشمو په اوبو کې یې یخوي او بیا … نور ولولئ
پوهنه

د سیند د ژورو تیارې

ژباړه: نجم الرحمن ناصري اقیانوس زموږ په سیاره کې د تروو اوبو غټو سیندونو ته وایي چې د ځمکې د اوبو یوه څانګه جوړوي او د غټو وچو ترمنځه یې مرزونه جوړ کړي. د ځمکې د اوبو ۷۱ سلنه برخه تروې اوبه جوړوي چې ۳۶۱ میلیون متره مربع مساحت کېږي د سیندونو حجم په ټوله کې ۱.۳ میلیارده کیلومتره مکعبه او عمق یې په متوسط ډول ۳۷۹۰ متره ده. له نیم څخه ډیرو سیندونو له … نور ولولئ