په زړه پورې

ایا نوم مو په ژوند او شخصیت اغېز لري؟

ژباړه: حماد هلال امکان لري، د ډېروخلکو لپاره دا موضوع د باور وړ نه وي، خو نوم د انسان په ژوند او شخصیت کې مهم اغېز لري، په دې لیکنه کې په ژوند او شخصیت د نوم اغېز په اړه مالوماتو درکوو. ایا کله مو په دې اړه فکر کړی، چې نوم به زموږ په شخصیت او ژوند څنګه اغېز ولري؟ ممکن دا درته جالبه اوسي، خو نوم په ژوند ډېر اغېز لري. په حقیقت … نور ولولئ
پوهنه

لور او زوی د خدای ور کړه ده، نو مور ولې وځورول شي؟

په افغاني ټولنه کې چې ماشوم پیدا شي، لومړی دا پوښتنه کېږي چې هلک دی که نجلۍ؟ سره له دې چې د لور زېږول د خدای رحمت او لويه لورينه ده؛ خو له بده‌مرغه په ځینو کورنيو کې د پرله‌پسې نجونو زېږول، د مور لپاره یو غټ پېغور دی. چې له امله يې له ډول ډول ګواښونو سره مخ کېږي؛ حتا ځينې وخت خبره د خاوند لخوا پرې د دوهمې درېيمې او یا هم څلورمې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د حضرت علي(رض) له نظره هوښیار څوک ده؟

حضرت علي رضي الله عنه هوښیار مومن هغه څوک بولي، چې دا لاندې ځانګړنې ولري: ۱ـ د غوسې پرمهال له زغم څخه کار اخیستل ۲ـ د وېرې او وحشت پر وخت صبر کول ۳ـ د شتمنۍ درلودلو پرمهال اعتدال او میانه روي ساتل ۴ـ د ژوند ستونزو او سختیو پر هر حال تقوا کول، او پر دې ډاډه کېدل چې هر څه د الله له لورې دي ۵ـ صله رحمي ۶ـ له جنګ او جګړو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

که غواړئ خوښ اوسئ؛ کرکه پرېږدئ، حال کې ژوند وکړئ او تېر هېر کړئ

د هر چا په ژوند کې داسې کارونه شته، چې د یو انسان د خوښۍ سبب کېږي، نو د همدې لپاره باید موږ هغه ترسره کړو. هره ورځ د خپلې ارامتیا ترلاسه کېدو لپاره باید یو کار ترسره کړو، چې د هغې په وسیله موږ ارامه شو. د خپلې  مینې لپاره له ځان څخه وپوښتئ، چې څه څه ته اړتیا لرم، ترڅو ورځ مې ښه تېره شي. که ډېر اسټرس لرئ یا هم د کومې … نور ولولئ
پوهنه

لمانځه ته د ماشومانو هڅونه؛ څو لارښوونې

  د کورنۍ ټول غړي خصوصا میندې او پلرونه دا دنده لري چې خپل کوچني اولادونه د شرعي مکلفیت په نږدې کېدو سره لمانځه ته وهڅوي. که چېرې له کوچنیوالي ماشوم پر دې پوه نه کړل شي چې لمونځ غوره عبادت او د الله ج د حکم تر څنګ هغه پیرزوینه ده چې زموږ معنوي ګټې پکې نغښتې دي، ماشوم مو بې‌غوره او بې‌ پروا لویېږي. لمونځ ډېرې ګټې لري. دلته ځکه خبرې نه پرې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د نابریالیو کسانو خبرې؛بریا او نېکمرغي چانس ګڼي، نه د هڅو پایله

  کوم کسان چې بریالي نه دي، یا هم نه بریالي کېږي، په هر حالت کې ځانته پلمې او بهانې جوړوي. دوی یوازې ځانونه په دې خبرو سره خطاباسي. ـ کله چې کوم کار ترسره کوي که هغه کې دوی غلطي هم وکړي خو ځان نه ملامتوي تل ملامتي پر نورو اچوي، وايي زما ګناه نه ده. ـ کله چې یو انسان غواړي په یو کار پیل وکړي نو باید سبا لپاره یې پرېنږدي، خو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

فکري بلوغ؛ موږ څه وخت فکري بلوغ ته رسېږو؟

  انسان دوه ډوله بلوغ تجربه کوي. یو یې فکري او بل جسمي/فزیکي بلوغ دی. ښايي تاسو دا متل اورېدلی وي چې: (عقل په سن نه دی، په سر دی.) همداسې ډېر داسې په سن کم عمره وګړي پاخه وي؛ خو ځينې په عمر پاخه خلک د هغه کم عمره هومره ځيرک او پاخه نه وي. داسې خلک شته چې فزیکا غټ؛ خو عقلا کوچني او بر عکس وي. دا چې دا بلوغ څه ډول … نور ولولئ
پوهنه

ميرويس نيکه؛”افغانان خپلواک دي، یا به مرو او یا به سرلوړی او ازاد ژوند کوو”

  میرویس خان هوتک په ۱۰۸۴ه ق یا ۱۶۷۳م  کې زېږېدلی دی. پلار یې شالم خان نومېده، چې د هوتکو د قوم یو منلی مشر وو. مور یې نازو انا وه چې په پښتونولۍ یې د خپل زوی پالنه او روزنه کړې وه. میروېس خان په زلمیتوب کې د وخت مروجه علوم لوستي وه او وروسته په سوداګرۍ بوخت وو. له خراسانه به یې مالونه هندوستان او د هغه ځایه به یې هېواد ته راوړل، … نور ولولئ
پوهنه

د ښکلې سلفی اخیستلو اته لارې

ژباړه ۱- تر ټولو غوره زاویه پیدا او وروسته سلفي واخلئ. مخ مو ښي/کیڼ لور ته وګرځوئ، کمره لږ پورته ونیسئ چې پوزه مو نرۍ او سترګې مو غټې راشي. ۲- که غواړئ چې (close up) انځور واخلئ، د څېرې پر یوې برخې مو تمرکز وکړئ. ۳- د څېرې د بېلابېلو حالتونو سلفیانې یا انځورونه مو سره راغوڼد او یو البوم ترې جوړ کړئ. خلک د بېلابېلو حالتونو پر لیدو د خوښۍ احساس کوي. دا … نور ولولئ
پوهنه

د ماشوم پر ځان باور ولې ټیټېږي؟ – مرکه

په ښوونځیو پوهنتونونو او نورو ښوونیزو مرکزونو کې د پر ځان باور مسئله ډېره مطرح وي، ځکه همدې پړاوونو ته د رسېدو پر مهال د پر ځان باور ستونزه مطرح کېږي یاني د ژوند په دې پړاوونو کې د لومړي ځل لپاره ماشومان، نوي ځوانان او ځوانان د ټولګي مخته خبرې کوي، درس تشریح کوي، پوښتنې کوي، ځواب ورکوي، ملګري پیدا کوي او ټولنیزې اړیکې پراخوي دا چې دوی ولې په یادو برخو کې ستونزې … نور ولولئ