په زړه پورې

ولې انګلیسي ژبه زده کړو؟ ۱۳ دلایل یې

لیکنه: واحد امیري د انګلیسي ژبې د زده کولو اهمیت ټولو ته معلوم دی، له انګلیسي ژبې څخه د نړۍ په ډېرو سيمو کې استفاده کیږي او کولای شئ په مسافرۍ یا هم په خپل کار کې له دغې ژبې څخه ګټه واخلئ. لېکن که چېرې تر اوسه د انګلیسي ژبې د زده کولو لپاره جدي قانع شوي نه یاست او یا هم غواړئ چې نورو ملګرو ته د زده کولو لپاره سمه انګېزه ورکړئ، … نور ولولئ
په زړه پورې

د غوره ډیپلوماټ ۶ اړینې ځانګړنې

لیکنه: ډاویډ الوچ ژباړه: غازي عابد د ډیپلوماټانو لپاره دا ځینې ځانګړنې خورا مهمې دي، هر ډیپلوماټ باید په دې برخه کې خورا دقیق اوسي او که څوک غواړي ډیپلوماټ شي، هم باید دې نقطو ته یې پام وي: ۱- له سیمه ییزو خلکو سره اړیکه. ددې لپاره چې ښه ډیپلوماټان اوسئ، نه یوازې د هیوادونو له مشرانو او رهبرانو سره، بلکې نو له سیمه ییزو خلکو سره هم باید ښې اړیکې وساتئ. ښه ډیپلوماټ … نور ولولئ
په زړه پورې

د لوړو زده کړو لپاره د نړۍ په کچه ارزان بیه هېوادونه

ژباړه: نسیمه محمدي هغه زده کړیالان چې غواړي د زده کړو لپاره له هېواد بهر لاړ شي، زیاتره د ارزان بیه هېوادونو په لټه کې وي او د بېلابېلو لاملونو( د پوهنتون کیفیت، د تحصیل درجه او …) په پام کې نیولو سره تصمیم نیسي. په دې مطلب کې، د هغو هېوادونو په اړه معلومات چمتو شوي، چې د ارزان بیې او د دې تر څنګ د زده کړو د ښه کیفیت له پلوه ډاډمن … نور ولولئ
پوهنه

د رهبري او مدیریت ترمنځ توپیر په څه کې دی؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل   د رهبري او مدیریت ترمنځ توپیر په څه کې دی؟ دا هغه پوښتنه ده، چې ښایي کله وخت ستاسو ذهن یې بوخت کړی وي. ځینې کسان لاهم مدیریت او رهبري یو ګڼي او د هغوی ترمنځ توپیر نه مني، خو رښتیا دا دي، چې مدیریت او رهبري په عین ورته والي کې، چې له یو بل سره یې لري، له یو بل سره بنسټیز توپیر هم لري. د مدیریت تعریف … نور ولولئ
پوهنه

څنګه سمه او اغېزناکه نیوکه وکړو؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل نقد او نیوکه د ژوند یوه اړینه برخه ده، تاسو د ماشومتوب له دورانه، د نورو نقد او نیوکې زغملي دي، له هغو نیوکو څخه نیولې چې ستاسو په لیک او لاس لیک باندې کېدې، له نورو سره د چال چلند او  خبرو په ډول پورې او داسې نور… له دې نیوکو څخه ډېری یې جوړونکې او له تاسو سره مرسته کوي، چې پوه شئ، څه تېروتنې او کمزورتیاوې لرئ او … نور ولولئ
پوهنه

خپلو ماشومانو ته د ذهني ودې اجازه ورکړئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل د ماشومانو ذهني وده به د هغوی په راتلونکې باندې ډېره زیاته اغېزه وکړي، ماشومان په کورني چاپېریال کې دي، چې باید له مهمو مسایلو سره مخامخ شي، ترڅو په راتلونکې کې، په ټولنه کې له ستونزو سره لاس و ګرېوان نه شي. دا باور، چې باید خپل ماشوم ته زده کړې ورکړئ، روغ او سالم ذهنیت نه دی، دا کلمه د دې سبب ګرځي، چې والدین داسې فکر وکړي، اړ … نور ولولئ
په زړه پورې

زیاته مطالعه د بیلتون تر کرښې ورسېده

لیکنه: واحد امیري  یوې ښځې له خپل میړه څخه د ډېرې مطالعې له کبله طلاق غوښتی! یوې ځوانې ښځې محکمه کې له خپل میړه څخه د طلاق اخیستوعریضه وکړه. دغې ښځې په دې کار سره خپل ګاونډیان حیران کړل، ددغې ځوانې ښځې د طلاق غوښتنه له خپل خاوند څخه د زیاتې مطالعې له کبله وه. یو له په زړه پورې او تر ټولو لویه پېښه چې امکان لري د وخت په لړ کې زمونږ د … نور ولولئ
پوهنه

د ژباړونکو لپاره زرینې لارښوونې

ژلاړه: نسیمه محمدي د لیکنې( متن) ژباړونکو لپاره تر ټولو مهم ټکی د لیکنې معنا ده، چې باید وژباړل شي نه د لیکنې کلمې او الفاظ. لیکنې مو د یوه کارپوه له نظره تېرې کړئ تر څو یې طبیعي والی معلوم شي. هېڅکله هغه پروژې چې ستاسې په وس پوره نه دي مه منئ! په یاد ولرئ، د ژباړې تجربه او پوهه د وخت په تېرېدو ترلاسه کېږي. ډېری خلک ګمان کوي ژباړه ساده او … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په تعلیمي نظام کې د 4c’s اهمیت

ژباړه او راټولونه :احمد الهام انسان له دوو شیانو جوړ دی ۱ روح ۲ جسم. له روح پرته انسان یو مړی دی نه ژوند لري، نه ساه اخیستی شي او نه هم کوم احساس او شعور لري، همدا وجه ده چې کله له انسان څخه روح ووځي نو انسان په یوازې جسم یو وړوکی خوځښت هم نه شي کولای. همدا ډول زموږ په تعلیمي سیسټم کې ځینې شیان داسي دي چې په تعلیم کې دروح … نور ولولئ
پوهنه

يو محصل/زده کوونکي بايد له انټرنيټ څخه څه ډول ګټه واخلي؟

ليکنه: حامد مشواڼی په نړۍ کې د ټيکنالوجۍ پرمختګ ورځ په ورځ د ژوند ټولې چارې اسانوي. د ټيکنالوجۍ له پرمختګ سره د علم حاصلولو او زده کړې ډېرې چارې هم اسانېږي. زمونږ په پېړۍ کې د انټرنيټ اختراع د بشر له مهمو اختراعاتو څخه وه چې نړۍ ته يې حيرانوونکی پرمختګ وروباښه. انټرنيټ د ژوند په هره برخه کې کارول کېږي. په پرمختللو هېوادونو کې تقريبًا د ژوند زياتره چارې اوس د انټرنيټ له … نور ولولئ