بریا او پرمختګ

د راشدخان تازه، جالبې او نوې څرګندونې!

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نوموتي لوبغاړي راشدخان ارمان پرون شنبه د افغانستان ملي سپورټ سره په ژوندۍ بڼه د خپل لوبه‌ییز او شخصي ژوند په اړه ګڼې خبرې وکړې. موږ یې دلته مهمې خبرې درته راخیستې: ۱ـ “یو نیم او دوه کاله کېږي، چې زه د شل آوریزه سیالیو په نړیواله درجه‌بندۍ کې د نړۍ لومړی توپ اچونکی یم، دا زما او ټولو هېوادوالو لپاه د افتخار ځای دی، زما … نور ولولئ
پوهنه

د کوالالامپور تر ټولو پخوانی جامع جومات

ژباړه: حمیدالله حمیدي د کوالالامپور جامع جومات په مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جومات دی، چې د جوړولو چارې یې په ۱۹۰۷م کې پیل او په ۱۹۰۹م کې پای ته ورسېدې. دغه جومات د سلطان (سلانګور) پر لاس پرانیستل شوی دی. دا هغه ځای دی، چې د مالیزیا ډېری تاریخي پېښې پکې را منځته شوې دي. دغه جومات درې ګنبدې لري، چې لویه هغه یې ۲۱ متره ۳۰ سانتۍ لوړوالی لري. دغه ګنبده په۱۹۹۰م کې … نور ولولئ
پوهنه

په مالیزیا کې د نګارا مشهور جومات

ژباړه: حمیدالله حمیدي د نګارا جومات د مالیزیا په کوالالامپور ښار کې تر ټولو مشهور جومات دی. دغه جومات پر یو وخت د (۵۰۰۰) لمونځ‌کوونکو ظرفیت لري او په ۱۳هکتاره باغ کې جوړ شوی دی. د نګارا جومات په ۱۹۶۵ مېلادي کال کې جوړ شوی، خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا له سره رغول شوی دی. دغه راز د نګارا جومات مناره او یو شمېر نويو د اوبوحوضونو د جومات ښکلا یو پر … نور ولولئ
پوهنه

هندي کرکټ روزونکي انلاین روزنې ته دوام ورکوي

لیکنه: بهار سمسور د هند کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي رویي شستري او وروسره د لاندې کچې کورني ملي کرکټ روزونکي اکثریت يې په انلاین ډول، یا د ویډیو له لارې زرګونه کرکټ لوبغاړي بوخت ساتلي او په بېلابېلو اړخونو کې لوبغاړو ته روزونه ورکوي. د هند مشر روزونکي شستري ای ان ټي ته  ویلي، چې اوس دوی په نوي پلان کار کوي، چې تر کرونا وروسته د روزونې په په برخه کې د ضایع … نور ولولئ
پوهنه

په کابل کې د عبدالرحمن جومات

ژباړه: حمیدالله حمیدالله د عبدالرحمن جومات، چې د کابل په ښار کې له پارک زرنګار سره نږدې موقعیت لري، د افغانستان له عصري او لویو جوماتونو څخه شمېرل کېږي. د دغه جومات د بنسټ ډبره په ۲۰۰۱م کې د افغان سوداګر حاجي عبدالرحمن لخوا کېښودل شو، نو له همدې کبله مسجد هم د نوموړي په نوم نومول شوی دی. دا جومات په ۲۰۱۲م کې د لمونځ‌کوونکو پر مخ پرانیستل شو، د پرانیستې په مراسمو کې … نور ولولئ
پوهنه

د روژې د ګټو په اړه…

لیکنه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ روژه ډېرې ګټې لري، ټولنیزي او هم روغتیایي. ټولنیزي ګټې: روژه انسان له سختې لوږې سره بلدوي او پر دې سربېره یو انسان د بل له حالته خبرېږي. اسلام د ټول بشر دین دی، په یوې خاصې ډلې، طبقې، ټبر او نژاد پورې اړه نه لري، خو د ټولنو د نشتمنو، محرومینو او مستضعیفونو د حقوقو پرځای کولو ته ځانګړې پاملرنه لري، چې په دې هکله په قران کریم او … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

پر شخصي ژوند د وخت د مدیریت اغېز

ژباړه: عطا محمد میاخېل احتمالاً تر ټولو اصلي ستونزه، چې ننني خلک یې لري، د وخت کمښت دی. هغه کسان چې په کار ځای کې دي، باید ډېر زیات کارونه ترسره کړي او د خپل شخصي ژوند لپاره ډېر کم وخت لري. ډېری خلک په خپلو مسؤولیتونو او کارونو کې ډوبېږي او هر څومره چې سخت کار کوي، نو دا احساس لا پسې زیاتېږي، تاسو پرځای د دې، چې په روښانه او واضحه توګه تصمیم … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

روزنه او پرمختګ؛ توپیرونه، اهمیت او ګټې يې

ژباړه: غازي عابد له هر څه وړاندې لومړی ضرور دی چې د روزنې او پرمختګ په اړه لنډو کې پوه شوه. دا دواړه هغه علمي فعالیتونه دي چې یوه کمپنۍ یا اداره یې د معلوماتو او لارښوونو په توګه د خپلو کارکوونکو لپاره ترتیب او محیا کوي، څو د خپلو دندو د ښه ترسراوي په موخه د هغوی پوهه او مهارتونه نور هم پياوړي او قوي شي. د روزنې او پرمختګ توپيرونه روزنه د پروسې … نور ولولئ
پوهنه

په فرانسه کې د (پاریس) لوی جومات

ژباړه: حمیدالله حمیدي د پاریس لوی جومات په فرانسه کې تر ټولو پخوانی او پېژندل شوی جومات او اسلامي مرکز دی، چې له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته، د هغو سل زره مسلمانانو د وینو په قدردانۍ کې جوړ شو، چې د فرانسې په دفاع کې یې خپل سرونه بایللي و. د دغه جومات د بنسټ ډبره په ۱۹۲۲م کې کېښودل شوه. پر فرانسه سربېره ګڼ شمېر هغه هېوادونو چې د فرانسې تر مستعمرې لاندې و، … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د دغو ټکو په پام کې نیول به مو یو فوق‌العاده رهبر کړي

ژباړه: عطا محمد میاخېل یو بریالی مسلک یا یوه بریالۍ دنده، یوازې یوې ښې آیډیا او کاري اخلاقو ته اړتیا نه لري، بلکې مناسب افراد هم له نورو تشکیل کوونکو عناصرو څخه دي. د دې لپاره، چې وکولای شئ په ښه توګه د نورو ترڅنګ کار وکړئ، باید په رهبرۍ او مدیریت کې خپلې وړتیاوې پیاوړې کړئ او په یوه مسلکي فرد باندې بدل شئ. د ډېرو کلونو په اوږدو کې، چې د تجربې د … نور ولولئ