بریا او پرمختګ

د ژوند د تحول لټون!

سهار وختي وو. د لمونځ نه پس مې د خپل کور په حويلۍ دوره وهله. ذهن مې نارامه وو، له ځان سره مې وويل، دا نو څه ژوند دى هره ورځ په يو کار پسې روان يم. ناځاپه مې په ځمکه د مېږه تون تګ ته پام شو څه عجيب احساس، لاره يې کور ته لنډه او اسانه، خو لار يې اوږده کړه او له بلې خوا روان شو. د مېږه تون له دا ډول … نور ولولئ
پوهنه

عمر بن لادن؛ د خپل پلار په کړنو شرمېږم

د اسامه بن لادن کوچني زوی ويلي په ٢٠٠١م کې د خپل پلار له کارونو شرم او وېره لري. د واشنګټن اګزماينر ورځپاڼې په حواله، عمر بن لادن د القاعده شبکې د پخواني مشر، بن لادن تر ټولو کوچني زوی، د سنديکای یهودي خبري سروېس سره په مرکه کې وويل: د دې منل چې پلار مې د داسې کار رهبرۍ وړتيا درلوده، راته سخت دي. هغه ورځ يې زموږ ژوند د تل لپاره بدل او … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ته ملامت/ ه نه يې!

ليکنه: امير حسين اسماعيلي / ژباړه: محمد عزيز پردېس ته ملامت نه یې! حتا که لږ کار دې کړی وي، ټنبلي دې کړې وي او يا هم په بشپړ ډول باهوښه نه يې. که ته غوره نه يې بيا هم ملامت نه يې يا حتی که د غوره کېدو لپاره هيله هم نه لرې، حتا که خپله دې هم غوره نه يې، نو بيا هم ملامت او ګرم نه يې. که ښکلې/ښکلی نه يې، ښه … نور ولولئ
په زړه پورې

زموږ سيارې څو ځلي د اسماني کاڼو سره ټکر کړی دی؟

  داسې راپورونه چې په راتلونکې اسماني کاڼي د ځمکې سره ټکر کولای شي، ناممکنه نه دي. خو په اصل کې څو ځلي اسماني ډبرې د ځمکې سره لګېدلي دي؟ ښايي فکر وکړئ چې د ځمکې سره د اسماني ډبرو لګېدل حقيقت ونه لري، مګر په حقيقت کې هره ورځ اسماني ډبرې د ځمکې سره لګېږي، یوازې اندازه يی دومره لويه نه وي چې موږ ورته متوجې شو. هره ورځ، د سل ټُنه په اندازه … نور ولولئ
په زړه پورې

برېټانويانو په لمړيو کې تور ته ورته پوستکى درلود

ګوړګوتي وېښتان، ابي سترګې او تور مايله پوستکى! د نويو جنېټيکي څېړنو پر اساس، لومړني برېټانویان د اوسنیو وګړو په څېر نه وو. دا د لس زره کلن اسکلېټ په هکله چې د “چدرامن” Cheddar Man، په نامه یادېږي، چې Cheddar Gorge-Somerset انګلستان کې پيدا شوي تصديق کوي. څېړنې ښيي، چى “چدارمن” د ښکاريانو له ډلې څخه وو چې د یخبندان/ کنګل له زمانې وروسته، تقريبا ١١٠٠٠ کاله مخکې، په ټوله اورپا کې هجرت کاوه. … نور ولولئ
پوهنه

پر مغز د مخدره توکو اغېز!

ژباړه عصبي حجرې د خاصو موادو په مرسته، الکتريکي پيغامونه يو بل ته لېږدوي. مثلا که غواړٸ خپلې پښې ته حرکت ورکړٸ، له مغز څخه د پښو عضلاتو ته يو پيغام ځي. دا الکتريکي پيغام د “عصبي لېږدونکو” موادو په مرسته انتقالېږي ( د انسان مغز له پنځوس ډوله زيات عصبي لېږدونکي يا نوروترانسميټرونه لري). د مخدره توکو کارول پر “همدغو عصبي انتقالوونکو” اغېز ښندي. مخدره توکي کولاى شي د ” د عصبي لېږدونکو” ترشح، … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د خپل ځواک ساتنه په دغو لارو چارو سره وکړئ!

  موږ د دغې لارې په عملي کولو او ترسره کولو سره کولای شو خپل له ځواک څخه ساتنه وکړو. کله چې موږ په یو مجلس کې اوسو کوم وګړي چې زما خبرو ته غوږ نه ږدي بحث ورسره نه کوم، ځکه د دې کار سره زما انرژي بې ځایه مصرفېږي. د تل لپاره خپل ځان نورو ته نه ښکاره کوم ځکه که یو انسان هر وخت یو ځای حاضر وي یا هم کوم څوک … نور ولولئ
پوهنه

پر والدینو د اولادونو له حقوقو څخه یو یې هم د ښه او اسلامي نوم ایښودل دي!

لکه څرنګه چې مور، پلار په اولادونو حق لري. همدارنګه اولادونه هم په پلار مور حق لري د اولادونو روزنه، سالمه تربيه، د لويولو تر وخته پرې پوره پام کول، تر څو له سالم بدن سره لوی او د دې ټولو حقونو تر څنګ يو هم د نوم ایښودل دي، چې پر مور او پلار باندې لازمه ده چې په نوي زېږېدلي ماشوم مناسب نوم کېږدي چې کورنۍ باید دغه ټکي ته پوره پام وکړي. … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د پوهانو ویناوې!

ژباړه یوه ورځ د داسې چا سره مخ کېږئ، چې ستاسو تېر وخت ته ارزښت نه ورکوي؛ ځکه غواړي چې راتلونکې کې مو ترڅنګ اوسي. (الفرد ـ هیچکاک) پلار مې وویل انسانان په دوه ډوله دي: بښونکي او اخیستونکي. اخیستونکي ښه خوري خو بښوونکي ښه خوب کوي. (مارلو توماس) ژوند عمر کول نه دي؛ بلکې پرمختګ دی. عمر تېرول داسې کار دی چې حیوانان یې هم کولای شي. خو پرمختګ د لوړ انسان موخه وي، … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د بریا ضد څه دي او څنګه بریالي کېدای شو؟

ژباړه که له سلو نفرو څخه پوښتنه وکړئ د بریا متضاده کلمه څه ده، اکثره یې وایي ماته، خو دا لویه غلطي ده؛ د بریا کلمې متضاده هڅه نه کول دي. په ژوند کې ډېری ماته خوړل مو له دې امله وي، چې نه پوهېږو څومره بریا ته نږدې وو که نه نو هېڅکله نه تسلیمېدو. هره ماته د پرمختګ لپاره یو درس دی، تاسې له ماتې څخه ډېر د بریا څخه درس اخلی اجازه … نور ولولئ