پوهنه

عبدالرحمن بن ملجم پر حضرت علي رض د سجدې پر مهال برید وکړ

راټولونه: صدیقه پوپلزۍ نوم يې علي، كنيت يې ابو الحسن او ابو التراب و، حيدر (زمرى) يې لقب و. د پلار نوم يې ابو طالب او د مور نوم يې فاطمه و. ۱۵ سپټمبر کې زېږېدلى و، د نسب پوره لړۍ يې داده: علي بن ابي طالب، بن عبدالمطلب، بن هاشم، بن عبد مناف، بن قصى، بن كلاب، بن مره، بن كعب، بن لوئ. څنگه چې د ابو طالب واده د خپلې كاكا له لور … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ډله‌يیز کار پنځه سترې ستونزې

ژباړه: عطا محمد میاخېل د هغو کارمندانو لرل، چې په ښه توګه یو د بل ترڅنګ ډله ایز کار ترسره کوي، کولای شي ستاسو کار په ډېرې آسانۍ سره پرمخ یوسي، خو ډله ایز کار تل لکه څنګه چې پرمخ لاړ شي، نه ځي. په دې ځای کې هوډ لرو، چې د ډله ایز کار پنځو ستونزو ته اشاره وکړو، چې د ښې پایلې د ترلاسه کولو لپاره، غوره ده، چې لرې یې کړئ. یوې … نور ولولئ
پوهنه

د فېسبوک کارول ګټې او تاوانونه يې

ليکنه او راټولونه: شپنه سلګۍ فېسبوک یوه ټولنیزه وېبپاڼه ده، چې په ۲۰۰۴م د فبرورۍ په څلورمه د مارک زوکربرګ او په هارورډ پوهنتون کې د هغه د کوټې ملګرو په مرسته یې په کار پیل وکړ. د فیسبوک موسسینو په لومړیو کې د دې وېبپاڼې غړي یوازې د هارود پوهنتون په زده‌کونکو پورې تړاو درلود، وروسته یې نورو پوهنتونونو ته پراخه کړل په ورو ورو یې د لېسو زده‌کوونکو ته غړیتوب ورکول هم پیل … نور ولولئ
ادبیات

خادم باد سبا یم، که وم وم، که نه وم نه وم!

لیکنه: ملیحه ناصري ښاغلی قیام الدین خادم د پښتو ادب نومیالی شاعر، لیکوال، ژباړن، څېړنپوه، ژورنالیسټ/ خبریال و چې پښتو ته یې ډېر خدمتونه کړي دي. د شاعرۍ او لیکوالي موخه یې د پښتون ولس ویښول او د فکرونو رغول وو. ښاغلی قیام الدین خادم د ملا حسام دین زوی او د ملا علي ګل اخوندزاده لمسی و. اصلاً د کونړ د اخوندزاده‌ګانو دی. په قام زاخېل او بیا مومند و. په ۱۳۲۵ل. ل کې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

خپلې ورځنۍ چارې په دې ډول تنظیم کړئ

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ څنګه چې په ژوند کې هر څه باید منظم وي، لکه جامې اغوستل، پوهنتون یا ښوونځي ته په منظم وخت تلل، همداسې باید خپله ورځ هم تنظیم کړو، ځکه کله چې انسان د خپلو ورځنیو چارو په تنظیم کې بریالۍ شي، بیا کولای شي چې د خپل ژوند ټولې چارې په سمه توګه مخته یوسي. داسې ډېر خلک شته چې خپله ورځ بې پروګرامه او بې موخې تېروي او له دې امله … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په کار کې د ارزښتمن کېدلو لپاره څلور سپارښتنې

ژباړه: عطا محمد میاخېل ځینې کسان تل هڅه کوي چې په کار ځای کې له ځانه ډېره زیاته انرژي او فعالیت ښکاره کړي، د دې موخې لپاره، په هر کار کې داوطلب کېږي یا حتا هڅه کوي، چې په ټولو پروژو کې ګډون ولري، په دې حالت کې، هغه څه چې تمه یې لري، نه یې شي ترلاسه کولای. ښایي څو څو ځله په بېلابېلو ناستو کې ګډون او نظر وړاندې کړو یا له خپلو … نور ولولئ
پوهنه

هغه عالم چې خپله ډېره شتمني یې د کڼو په خدمت کې ولګوله

ژباړه: نجم الرحمن ناصري بل الکساندر په ۱۸۴۷م کې د اسکاتلند په ادینبورګ ښار کې نړۍ ته راغی. هغه په داسې کورنۍ کې وزیږېد چې پلار او نیکه یې دواړو د غږ یا صوت په اړه مطالعات درلودل او له هغو کسانو څخه ول چې له ډېرې مودې مخکې یې کاڼه خلک روزل. بل په ۱۸۷۰ کې د پلار په مرسته د وینا د اصولو په اړه څېړنې وکړې او د ګڼو ماشومانو د روزلو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ابن حیان حیرانوونکی ژوند، چې ډېرې علمي څېړنې یې په یوازیتوب کې کړې

ژباړه: نجم الرجمن ناصري د ابن حیان ابو عبدالله جابر د زوکړې او مرګ نېټه پوره جوته نه ده. احتمالاً د زوکړې نېټه یې ۷۲۱ هجري قمري کال په کوفه کې وه، نوموړی د مسلمانانو تر ټولو غټ کیمیاګر دی. د ده نوم د آثارو د ژباړې په وخت کې په لاتین ژبه کې د ګبر یا جبر باندې شهرت درلود. ده په علم کې د خپلو څېړنو په مرسته ډېر پرمختګونه وکړل. د جابر … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

مسوول کس د مسوولیت پر ځای‌کولو پر وخت کې پلمې نه کوي

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري موږ هر یو د خپل ځان په اړه داسې یوه انځورونه لرو چې ګېني هر ډول مسوولیتونه مو منلي او د هغوی په پر ځای‌کولو کې مو خپله ایماني او وجداني دنده پوره کړې. مانا داسې کسان به کم وي چې وايي زه بې مسوولیته انسان یم. کله چې مسوول و اوسو، آن که دندې ته مو لېواله هم نه یو، کارونه مو نه پرېږدو، ځکه چې اندېښنه راته پیدا … نور ولولئ
پوهنه

شپږ موضوعګانې چې باید له نورو سره یې شریکې نه کړو

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ زموږ څلور خواوو کې تل داسې موضوعات شته چې یا یې اورو یا یې وایو، خو ځینې مطالب دي چې تل باید د یو راز په شان له ځان سره وساتو، ځکه کېدای شي تاسې خپل راز یو ملګري ته یا هم د کورنۍ کوم غړي ته ووایاست، خو دا حتمي نه ده چې ستاسې ملګرې به تل هغه راز له ځان سره ساتي کېدای شي ستاسې ملګري د ښه زړه‌لرونکې ونه … نور ولولئ