بریا او پرمختګ

کانکور؛ سهمیه بندي او غبرګونونه

لیکنه: ملیحه ناصري کانکور کې بریا د ټولو زده‌کوونکو ګډه هیله ده؛ خو بریا ته د رسېدو لارې چارې یې توپیر سره لري. لکه څنګه چې ټولو ته پته ده، پرون د ۱۳۹۹/۷/۳ د سږکال کانکور پایلې اعلان شوې. عمومي اولمنره یې«شمسیه علیزاده» هزاره ټبرې ده. نوموړې په ۳۵۳ نومرو د کابل طبي پوهنتون لاره ومونده. شمسیه د کابل د دشت برچي سیمې اوسېدونکې ده، پلار یې د سکرو په کان کې کار کوي او … نور ولولئ
ادبیات

مرکه؛ ښه لیکوال هغه دی چې له روایت څخه خبر وي

مرکه: صدیقه پوپلزۍ د یاران درنو لوستونکو ایا کوم وخت مو لیکل کړي یا هم داسې چې لیکل مو کړي وي، بېرته مو نه وي خوښ شوي، حتا هغه د لیکلو پاڼه مو څیرې کړې وي، ځکه داسې ډېر مې لیدلي چې لیکل کوي، خو له خپلو لیکنو څخه خوند نه اخلي. نو نن غواړم د لیکوالي په هکله له استاد اجمل ښکلي سره بحث ولرو. دا چې لیکوالي څه ده؟ څنګه لیکل وکړو؟ اصول … نور ولولئ
پوهنه

ولې د غږیزو کتابونو اورېدل ګټه لري؟

ژباړه: حامد حقمل تولستوی په هر کونج کې اورېدو؟ آګاتا کریسی هره ورځ به په لاره اورېدو؟ کیپلینګ به په پخلنځي کې اورېدو؟ بشر یو لرغونی تاریخ د داستانونو لري، شفاهي کیسې لسګونه کلونه مخکې هغه وخت چې آن لیک رامنځ ته شوی هم نه، د نسلونو ترمنځ  سینه په سینه به یو له بل لېږدېدلې! موږ ډېر داسې نړیوال داستاني اثار لرو، خو هغه ته څنګه د تکنالوجۍ په اساس پوښښ ورکړو. په ریښتیا … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ولې په نړۍ کې د غږیزو کتابونو پلویان ډېر شوي؟

لیکنه: حامد حقمل لا تر اوسه د کتاب مطالعه کوونکي خپله مینه د واقعي کتابونو، د کتاب د پاڼو اړولو او د کتاب دننه له کلمو سره د خپلو ګوتو په حرکت د مطلب ویلو سره اوس هم مینه لري او دغه فرهنګ یې جاري ساتلی دی. خو د دې سره سره په نړۍ کې د هر څه په تغییر د نوې تکنالوجۍ په راتګ سره د کتاب مطالعه کولو ځينو لارو هم تغییر وموند. … نور ولولئ
پوهنه

ټولنیز چار چلند؛ د شخصیتونو د ځانګړتیاوو پېژندنه

ژباړه: نجم الرحمن ناصري د ارواپوهنې په علم کې ډول ډول شخصیتونه معرفي شوي. د خلکو د ځانګړنو د پېژندنې لپاره ښه ده چې د هغوی په اړه معلومات ولرو، چې وکولای شو ځان په ښه ډول ارزیابي او وپېژنو. دا شخصیتي ډولونه د بېلابېلو ارواپوهانو لخوا او په بېلابېلو ډولونو دسته بندي شوي. اسکیزوئید، خپه،تړلي، نمایشي، د ټولنې ضد، آزار ورکوونکي، منفي ګرا او ځان ناکام کووونکي او نور… ۱- اسکیزوئید شخصیتونه د دې … نور ولولئ
پوهنه

ارواپوهنه؛ دا علم د انسان ډېرو پوښتنو ته ځواب وايي

ژباړه: نجم الرحمن ناصري دا علم د انسان په اړه ډېر اړخونه او حقایق روښانه کوي. څوک چې غواړي د انسان په اړه په هرڅه پوه شي باید له دې علم څخه بې خبره پاتې نشي، ځکه چې د شخصیتونو، فردي ځانکړنو، شخصیتي اختلاطاتو، اخلاقو، کړو وړو او د انسان د جنېټېک او ډېرو نورو مسایلو په اړه خبرې کوي. که څه هم ذهن په سمه توګه نه پېژني او د هغو سالمه کسانو لپاره … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

له زده‌کړو د زده‌کوونکو د لرېوالي لاملونه

لیکنه: ملیحه ناصري ورځ تر بلې له زده‌کړو سره د زده‌کوونکو او محصلینو مینه کمېږي. ښايي بې شمېره علتونه ولري، خو څومره چې ما خپل زده‌کوونکي ارزولي، په ټولیزه توګه دغه لاملونه د دوی ترمنځ مشترک وو: ټولنیزه نابرابري طبقاتي توپیرونه چې زده‌کوونکي ویني، خپل راتلونکی هماغسې انځوروي چې اوس د نورو کسانو دی. دلته خورا ډېر لیسانسه او ماسټران دندې نه لري، په ازادو سیالیو کې بستونو ته ازموینه ورکوي؛ خو کله چې خبره … نور ولولئ
پوهنه

چه‌ګوارا (ژوندلیک) هغه چې د کانګو دموکرات جمهوري دولت یې په نښه کړ

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ «ارنستو رافایل گوارا دلاسرنا» مشهور په «چي گوارا» انقلابی مارکسیست او د کیوبا د چریکي جګړو رهبر د ۱۹۲۸ زېږدي د جون پر ۱۴ مه په ارجنټاین کې نړۍ ته سترګې پرانیستې.  «چه گوارا» د فیدل کاسترو تر مشرۍ لاندې، چې په ۱۹۵۹ز  کې په کیوبا کې واک ته ورسېد، د جولای شپږ ویشتمې غورځنګ له اصلي غړیو څخه یو و. هغه وروسته له یوې مودې، چې د کیوبا په دولت کې … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهار او نوی ښوونیزکال؛ والي وايي، د معارف د بهبود لپاره هره دروازه ټکوم

راپور: شپنه سلګۍ د ننګرهار تودو سیمو کې نوی ښوونیز کال د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو. په دې مراسمو کې چې د بي بي حوا نجونو عالې لیسې کې نیول شوي ول، د ننګرهار والي او نورو ولایتي چارواکو ګډون کړی و. د ننګرهار والي ضیا الحق امرخیل، پوهنې رییس او نورو چارواکو د ښوونیز کال پرانیسته د ښوونځي د زنګ په وهلو سره وکړه. ښاغلي امر خیل په خپلو خبروکې وویل … نور ولولئ
ادبیات

هغه لفظ، چې سم لیکل یې لازمي دي

مهر تاج ما د یوې خبرې په ځواب کې «انشاءالله» ولیکل، نو یو ښاغلي راته وویل: نا، ګرانې! دا لفظ «انشاءالله» نه بلکې « ان شاءالله» لیکل سم دی. د دې دواړو الفاظو معناوې جلا جلا دي. زه، د دۀ ښاغلي په خبره حیرانه شوم، د خپل ناقص علم له مخې مې ورته وویل، چې ما په فلان سورة کې دغسې لیکل شوی لوستی دی، نو تاسي ښاغلی څنګه ویلای شئ، چې داسې لیکل یې … نور ولولئ