پوهنه

که خوب مو نه وړي، نو د امریکې پوځ له تګلارې څخه کار واخلئ!

ژباړه: عایشه حیدري لږ او یا نه خوب یو ډېر بد او زیان اړوونکی عادت دی چې کولای شي د ذهن او سترګو پر فعاليتونو ډېر ناوړه اغېز ولري او ستاسو روغتیا له خطر سره مخ کړي؛ ځکه چې بې خوبي کولای شي په شدت سره ستاسو د بدن دفاعي سیستم کمزوری کړي. که چېرې له لږ خوب کولو او یا هېڅ خوب نه کولو سره مخ یاست وړاندې تردې چې د خوب ګولۍ وخورئ … نور ولولئ
پوهنه

که غواړئ د ځيرکتیا کچه مو لوړه شي، دا لارې وازمایئ!

ژباړه: عایشه حیدري ځيرکتیا ارثي ریښه لري خو ځینې داسې لارې چارې هم شته چې له تاسو سره مرسته کوي تر څو د ځيرکتیا کچه مو لوړه کړئ. پخوانیو خلکو داسې ګومان کاوه چې د هر انسان د ځيرکتیا کچه توپیر لري او د همدې ځيرکتیا له امله انسان کولای شي په سمه توګه خپلې خبرې تر نورو ورسوي او هره چاره په چټکتيا سره ترسره کړي. خو څېړنې بیا بل څه وايي، څېړونو ښودلې … نور ولولئ
پوهنه

یوه ژبه څه ډول غني کېږي؟

ليکوال: نورالله عابد شاید ډیر ځلې به مو په دې تړاو اورېدلې وي چې پلانکۍ ژبه د معلوماتو له مخې غني ژبه ده او پلانکۍ ژبه یو غني ژبه نه ده چې په ځانګړې ډول پښتو ژبه کې د معلوماتو کمښت د یوې بنسټیزي ستونزي په توګه لیدل کېږي. اکثریت هیوادونه د خپلو ژبو د غني کولو لپاره د لاندې لارو چارو څخه استفاده کوي: ۱:- دولتي څیړنیز مرکزونه جوړول، چیرې چې د دولت له … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ماشوم ته د ستونزو د حل مهارت زده کول؛ ولې او ګټه يې څه ده؟

ليکنه: صديقه پوپلزۍ هر ماشوم ته د ستونزو حل لپاره یې باید مهارت ور زده شي، ځکه دا کار له دوی سره ډېره مرسته کوي. د ماشوم د ذهن په وده کې ورسره مرسته، چې هر کار په ښه توګه حل او د هر ډول ستونزو څخه ځان خلاص کړي. کله چې ماشوم داسې مهارتونه زده کړي ماشوم نوښتګر روزل کیږي او دا پرمختګ د دوی د خوشالي سبب کیږي، او کله چې کوم کار … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

شپږ تېروتنې چې برېښنالیک کې عامې دي!

ژباړه: ملیحه ناصري   په هغو رسمي پاڼو کې چې ډېرې کارول کېږي، یو هم ایمېل آدرس/برېښنالیک دی چې رسمي لیکونه پکې تبادله کېږي. په اوسني وخت کې ډېری کسان په برېښنالیک پیغامونه استوي. د امریکا ( McKinsey) څېړنیز شرکت یوه څېړنه کړې، چې وايي خلک حداقل ۲۸سلنه وخت د برېښنالیکونو په لوستلو او ځوابولو باندې تېروي؛ خو داسې ځينې تېروتنې هم له خلکو کېږي چې اعتبار او شخصیت ته یې تاوان حسابېږي. په افغانستان … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

هغه ټکي چې نه پاملرنه ورته، زموږ په زیان دي، راځئ دلته یې ولولو!

ژباړه: صديقه پوپلزۍ داسې ځینې مسئلې او موضوعات دي که یې ترسره کړو، موږ ته زيان رسېدای شي او له اروايي پلوه هم موږ ته ښه نه وي. ـ  د هر چا ژوند کې عاطفي اړیکې وي چې ټولو ته ډېر ارزښت لري. که زموږ په ژوند کې هم داسې څوک وي چې موږ ور پورې تړلي اوسو، خو هغه زموږ څخه واټن نیسي؛ نو موږ هم بیا دا تړل‌توب او وابستګي باید له منځه … نور ولولئ
پوهنه

سیاسي پراختیا او ځانګړنې یې

لیکنه او راټولونه: رفیع الله “ساحل” په دې لیکنه کې په لاندې مواردو رڼا اچول شوې ده: ①سياسي پراختيا؟؛ ②د سیاسي پراختیا ځانګړنې؛ ③ د سیاسي پراختیا په تامین کې اغیزمن فکتورونه؛ ④ پر عامه افکارو د رسنیو اغیز. ①سیاسي پراختیا؟ په ساده مفهوم سياسي پراختيا د ملي دولت د پياوړتيا لپاره لومړی ګام دى. سياسي پراختيا يا Political Development اصلاً د ټولنپوهنې اصطلاح ده، خو اوسمهال د سياستپوهنې له مهمو مسايلو څخه ګڼل کېږي، … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ښه شخصیت او خوشحاله ژوند درلودلو لپاره اړین ټکي

ژباړه: صديقه پوپلزۍ د هر چا ژوند کې داسې څه وي چې باید زده یې کړو او تجربه ورنه واخلو، چې د هماغه پر اساس خپل ژوند مخکې یوسو. ـ په ژوند کې دا باید زده کړو، چې د له هېچا تمه ونه لرو، حتا تر ټولو نږدې کس څخه هم، ځکه کله چې تمه ختمه شي موږ یو ډول ارامتیا ترلاسه کوو، او که له نورو څخه تل تمه ولرو هېڅکله خپل ژوند کې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د انسان د بدن څلورويشت ساعته فعاليتونه!

ژباړه: عرفان لمر ١ – د انسان باڼه په څلورويشت ساعتونو کې ٢٣٠٤٠ ځله رپ وهي. ٢ – معده د ٤ تر ٦ ليټرو پورې اسيد افرازوي. ٣ – زړه ١٠٠٠٠٠ ځله وينه پمپ کوي. ٤ – سږي (شش) ٢٣٠٠٠ ځله ساه اخلي. ٥ – ځيګر ٣٠٠٠ ليټره وينه تصفيه کوي. ٦ – پښتورګي ٤٠٠ ليټره وينه تصفيه کوي. ٧ – ٤٣٢٠٠٠٠٠ دانې مړې حجرې د پوستکي څخه جلا کيږي. ٨ – په منځني ډول … نور ولولئ
پوهنه

 له ښوونځي سره اړيکې؛ د زده کوونکي کورنۍ باید دغو ټکو ته پام وکړي!

له ښوونځي سره اړيکې يو له هغو اړيکو دي چې میندې، پلرونه، ښوونکي، او ټولنه باید پوره پام ورته وکړي، ځکه زموږ هېواد کې دا اړیکه ډېره ښه نده او آن ويلای شو چې ددې اړيکې په شتون باندې ډېری وګړي پوهيږي هم نه، موږ وینو چې نن سبا له ښوونځي سره هره کورنۍ اړيکه لري او که اړینه ونه ګڼل شي ښایي په راتلونکي کې بېلابېلې ننګونې رامینځته کړي. نن مو پر همدې اړوند … نور ولولئ