په زړه پورې

هندوستان: د جنسي ځورونې پر وخت دې، میرمنې دې اپلکیشنونو ته مخه کړي

د هندوستان حکومت له ښځو غوښتي چې د جنسي ځورونې پیښې دې د اپلکیشنونو له لارې د دغه هیواد اړوندو ادارو سره شریکې کړي. د بې مزیو بریښنايي توکو لپاره دغه نوي سافټویر پروګرامونه د هندوستان په عامه ځایونو کې د ښځو په خوندیتوب کې پوره مرسته کوي. جوړوونکي یې وايي، چې دغه پروګرامونه ښځو ته دا اسانتیا وربښي چې مسوولو کسانو ته د هر راز جنسي ځورونې ریپوټ ورکړي او مرسته ترې وغواړي. د … نور ولولئ
په زړه پورې

د کپل شرما بخت بیدار شوی، هم واده کوي او هم یې ځنډیدلی پروګرام بیا پيلیږي !

هندوستان د ټلویزیون مزاحیه خپرونو تکړه وړاندې کوونکي کپل شرما د ځنډیدلي پروګرام پرمو(د خپرونې څخه جوړ شوی اعلان) خپور شو، چې په ځانګړي انداز کې جوړ شوی او د ډېرو مینوالو د خوښې وړ یې ګرځېدلی همدا لامل دی چې په ټولنیزو رسنیو کې د ډېرو خلکو له خپور شوی. د هندوستان شهرت لرونکی تلویزیون سوني ټي وي او کپل شرما (دی کپل شرما شو) لومړنۍ پرمو خپره کړي چې د تېرو ټولو پرمو … نور ولولئ
په زړه پورې

هغه څه چې د نړۍ نامتو لیکوالانو او پوهانو د انسان په اړه ویلي

لیکنه: ریاض مقامزی • ځينې وخت انسان فکر کوي، چې ماتې يې خوړلې، خو په حقيقت کې يې ارزښت تر بري موندلو هم زيات وي. (مارکېز) • د انسان او سپي تر منځ توپير په دې کې دی، چې که سپي ته کله هم غذا ورکړې، تا به هېڅکله و نه داړي. (تولستوی) • انسان دوه کاله اړتيا لري، چې خبرې کول زده کړي او پنځوس کاله اړتيا لري، چې چوپ اوسېدل زده کړي. (همينګوی) … نور ولولئ
په زړه پورې

د اروپا غمیزه؛ له هرو ۴ تنو یې یو په سرطان مري

یوه تازه څېړنه څرګندوي، چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ۵.۲ میلیونه اروپایان مړه شوي دي. د دغو مړینو عوامل مختلف دي. لړزونکې خبره یې دا ده چې له هرو ۴ تنو یو کس د دوی له منځه په سرطان ناروغۍ مړشوی. د ټولې نړۍ سرطان وژلي د نړیوال روغتیایي سازمان د ارقامو له مخې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په نړیواله کچه ۵۶ میلیونه او ۴۰۰ زره کسان په مختلفو دلایلو مړه شوي دي. … نور ولولئ
په زړه پورې

کم خوب پر نړیوال اقتصاد دا بدې اغېزې کړي

خوب د انسان له جدي او اساسي اړتیاوو څخه ګڼل کیږي. له استثنا پرته ټول انسانان مجبور دي، چې خامخا خوب وکړي. دوی که د دې ضرورت په پوره کولو کې پاتې راشي طبیعي ده چې جسمي او رواني روغتیا یې زیانمنیږي. د بې خوبۍ او کم خوبۍ په نورو زیانونو او پایلو به ممکن ټول وپوهیږي، خو اوس به یي له یوه نوي اړخ څخه خبر شئ:. نړیوال اقتصاد ته ننګونه د امریکا متحده … نور ولولئ
په زړه پورې

څېړنه: ښځو ته حق ورکول د نارینه عمر اوږدوي

ژباړه: بشر دروېش ښځو ته د ټولو، حتا لازمو او عمومي حقونو په ورکړه کې افغاني ټولنه يه بخیلۍ تورنه ده. د دې کار لپاره ځینې مختلف دلایل تراشي. څوک د ښځینه وو د تلف شوو حقونو ورکړه له رواجه بغاوت ګڼي، څوک ورته د اسلام په نوم توجیهات لټوي او څوک نور ډول دریځونه لري. نوی تکتیک اوس یوه نوې څېړنه شوې، چې کولای شي د یوه نوي او هڅونکي تکتیک په توګه زموږ … نور ولولئ
په زړه پورې

امیتا بچن د د شا او خوا یو نیم زر، بزګرانو پور له خپل جیبه پرې کړ

د بالیووډ سینما مشهور ستوري امیتا بچن له ۵۶۰،۰۰۰ شپږپنځوس زره څخه زیات امریکايي ډالره هغو بزګرو ته د پور د خلاصیدو په موخه ورکړي، چې د پراخ کرهڼیز بحران له کبله له شدید فقر سره مخ و. نوموړي د تیرې سه شنبې په ورځ په خپل بلاګ کې ولیکل، چې د هندوستان شمال لوري ته په اوټار پراډیش ایالت کې یې له ۱،۳۹۸ بزګرو سره د هغوی د پور د خلاصولو په موخه نغدي … نور ولولئ
په زړه پورې

هغه ډکي، چې چينايان پرې خواړه خوري

لیکنه: ریاض مقامزی د نړۍ خلک د خوړو خوړولو بېلابېل فرهنګونه لري، ډېری مسلمانان په لاس خواړه خوري، اروپايان له کاشوغې او کاشوغ پنجې استفاده کوي خو؛ چينايان بيا له ځانګړو ډکو چې (کوايزه) نومېږي ګټه پورته کوي. البته کوايزه د دوو ډکو يوې جوړې ته ويل کېږي. د دغو ډکو تاريخ تقريباً درې زره کلونو ته رسېږي. دا چې چېرته کشف شوي دي، په اړه يې کوم کره معلومات نشته، خو ويل کېږي د … نور ولولئ
په زړه پورې

هغه صدراعظمه چې د خاوند په نوم خیریه بنسټ نه په غلا تورنه شوه

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش د بنګله دېش پخوانۍ صدراعظمه خالده ضیا، چې د سلګونه زره ډالرو د اختلاس په تور په ۷ کاله زندان محکومه شوې، د ځان په اړه یې د محکمې پریکړه رد کړې ده. پرآغلې ضیا حکم شوی، چې د جریمې په بڼه به ۱۲۰ زره امریکایي ډالره هم لنډوي. هغې دا پریکړه غیرقانوني او غیرعادلانه ګڼلې ده. د خالدې په دې غبرګون د بنګله دېش قضایي سیستم له سختې ننګونې … نور ولولئ
په زړه پورې

فیسبوک د اسراییلو په ملاتړ تورن شو

د فیسبوک ټولنیزه شبکه د یو شمېر منتقدینو له لورې یې د اسراییلو د نظام په ملاتړ تورنه شوه. دا تور ترهغې وروسته پورې شوی، چې وېل کیږي فیسبوک په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د وروستیو ظالمانه عملیاتو د عکسونو د خپریدو ممانعت کړی دی. د ایران ادعا د ایراني حکومت رسمي خبري اژانس ایرنا په یوه راپور کې ادعا کړې، چې فیسبوک کمپنۍ د دغو عکسونو د خپریدو ممانعت د اسراییلو د حکومت … نور ولولئ