په زړه پورې

هغه ښځه چې په غرونو کې د اوبړۍ او وښو په خوړلو ژوندۍ او ۶میاشتې وروسته وموندل شوه

دغه ۴۷ کلنه ښځه، چې له شپږو میاشتو راهیسې ورکه وه، په یوه غرنۍ سیمه کې ژوندۍ وموندل شوه، چېرته چې هغې یوازې د اوبو، ​​واښو اوجوارو په خوړو ژوند کاوه. د متحده ایالاتو په “یوټا ” ایالت کې دغه حیرانونکي پېښه رامنځته شوې چې یوه ورکه شوې ښځه په ناڅاپي توګه وروسته له شپږ میاشتو موندل کېږي. د رسنیو راپورونو په حواله، د نومبر په ۲۵، د دې ښځې موټر په ځنګله کې د … نور ولولئ
په زړه پورې

الزابيت ریچار خپله ١٠٦ کلیزه ولمانځله

دا مېرمن د انګلستان د “ميچام” ښار اوسيدونکې ده، چې اته کاله مخکې هم په کار کې بوخته وه، يعني تر اتو کلنو مخکې یې تقاعد نه ؤ اخستی او خپلې ټولنې ته يې خدمت کاوه. الزابيت وايي، د هغې د اوږد ژوند راز د “برانډي” مشروبو څښل دي، د هغې غوره الکولي مشروبات. الزابيت په ټوکو زیاتوې او وایي: “کله چې روغتون کې بستر وم؛ ډاکټرانو د درملو نه زياد په برنډي زما درملنه … نور ولولئ
په زړه پورې

د ګوریلا یا غټو بیزوګانو د نسل ډیرونې ځانګړې طریقه

ګوریلا خورا یو لوی څاروی دی، چې په ځنګلونو او هغو ځایونو کې چېرته چې شنه واښه او شنه ځمکه وي اوسېږي. د ګوریلا ګانو یا هم د غټو بیزوګانو د ژوند په هکله ډېرې څېړنې شوي خو اوس د دوی په اړه ساینسپوهانو یوه جالبه څېړنه وکړه، او په څېړنې کې وموندل شول، چې د بیزو ګانو د سینه وهل څه معنی لري. د المان، هسپانیې او امریکا بیولوژي پوهانو هغه بېزوګان تر خپلو … نور ولولئ
په زړه پورې

هغه ژوی وپېژنئ چې په خپلو پښو یې ساه اخیسته

په نړۍ کې د ځکمې پر سر او سمندرونو کې دومره ډېر ژوي، حشرې او نور ژوندي موجودات پیدا دي، چې د شمېر وړ نه دي، او نه هم مونږ ته د دوی د ټولو موجوداتو د ژوند کولو طریقه څرګنده ده. د ژوندیو موجوداتو ګډې ځانګړتیا خوځښت، تغذیه، تکثر دی، چې له غیرو ژوندیو موجوداتو څخه په دې ځانګړتیاوو بېل شوي دي. په دې وروستیو کې ساینسپوهانو یو داسې ژوی مونږ ته راوپېژند، چې … نور ولولئ
په زړه پورې

سترګې خبرې کوي؛ د سترګو لید په اړه مو څو ځانګړنې

ژباړه: حماد هلال د سترګو لید په لاشعور کې یوه پیاوړې اړیکه جوړوي، چې دا اړیکه د نقاشي شوو سترګو او عکسونو سره هم جوړېدای شي. دا واقیعت د کورنل پوهنتون څېړونکو ثابت کړو. دې څېړونکو د سوۍ عکسونه د کورن فلکس تریکس په بکسونو ولږول او له لویانو یې وغوښتل چې د دې بکسونو څخه یو وټاکي، څېړونکو هغه پایله لاسته راوړه چې غوښتله یې. ډېری خلکو د هغې سوۍ عکس ټاکلی و، چې … نور ولولئ
په زړه پورې

 ۹۱ سانتي قد لرونکي سړي له ۱۶۳ قد لرونکې مېرمنه سره واده وکړ!

ژباړه: حماد هلال د یو ټیټ قدي بریتانوي سړي واده له يوې لوړ قدې استادې سره ترسره شو، دا ځوان له یو متر کم قد لري. د دې لوړې قدې مېرمنې واده د ټيټ قدي سړي سره د هغه د بریاوو په اساس و. اوس د پانتومیم جمیز د ۹۱ سانتي قد لرلو سره د ۱۶۳ قد لرونکې مېرمنې سره په واده کولو د خبرونو سره ټکي شو. د دواړو د واده مراسم د بریتانیا … نور ولولئ
په زړه پورې

روژه؛ د نړۍ ۲۲ سلنه وګړي روژه نيسي

لیکنه او راټولونه دا چې د روژې مبارکه میاشت روانه ده، نو و مې پتېله چې د روژې په اړه يوه لیکنه وکړم. نو د همدې لپاره مې د روژې په اړه داسې ځینې حقایق او جالب معلومات راټول کړل چې هر مسلمان ته پرې پوهېدل اړین دي، دلته یې له تاسو سره شریکوم. دا چې د افغانستان ډېری اوسېدونکي مسلمانان دي او روژه نیسي نو ارومرو د روژې اړوند معلومات لري خو کېدای شي … نور ولولئ
په زړه پورې

امریکا کې کمپیوټري غلو د کرونا له مرستو ۶۰ میلیونه ډالر غلا کړي

اندونیزیایي چارواکو هغه دوه کمپیوټري غله نیولي چې د امریکا د کرونا ویروس لپاره د مرستو د پروګرام څخه یې لږ تر لږه ۶۰ میلیونه ډالر غلا کړي وو. دا پیسې د کرونا ویروس د مرستو د پروګرام هغه برخه وه چې د کرونا وبا له امله بې روزګاره شویو امریکایانو ته ځانګړې شوې وې. دغو غلو په امریکا کې دننه شاوخوا ۲۰ میلیونه کسانو ته د ټلفونونو له لارې پیغامونه لېږلي وو او د … نور ولولئ
په زړه پورې

آيا د انسان د خولې لاړې د مار د لاړو په څېر زهري کېداى شي؟

ژباړه څېړونکي وايي، انسان به په راتلونکې کې د مار په څېر زهري/ وژونکي لاړې ترشح کړي. جاپاني څېړونکو تازه کشف کړه، چې د انسان د خولې لاړې به، د وخت په تېرېدو د مارانو په څېر زهري شي. په جاپان کې د “اوکيناوا” د علم او صنعت پوهنتون څېړونکو په يوې علمي څېړنه کې وکولاى شول، د”ګودا افعي” مار په جن کې موجود زهر، چې په زهري لاړو پېژندل کېږي، وڅېړي. له ١٥٠ ډولونو … نور ولولئ
په زړه پورې

روسی ماشوم؛ له ۲۳م پوړ څخه تر غورځېدو وروسته ژوندی پاتې شو

په روسيې کې يو ماشوم وروسته تر دې چې د يوې ودانۍ له ۲۳م پوړ څخه په عجيبه بڼه لاندې وغورځید بیا هم ژوندی پاتې شوی دی. له ماش ټلیګرام څخه په نقل د سپوټنیک د راپور پر بنسټ، دغه ماشوم د روسيې د نووچبکسارسک په ښار کې له ۲۳م پوړ څخه ښکته وغورځېد او له غورځېدو وروسته موټر وواهه. دغه ۱۱ کلن ماشوم يوه باربري موټر وواهه چې د دغې ودانۍ لاندې درول شوی … نور ولولئ