افغانستان

نړۍ او کرونا؛ د ویروس مثبتي پېښي په هیواد کي ۱۵ زره ته رسیږي او نړۍ کي له ۶ میلیونو واوښتې

خبریال: فضل الله فضلي په افغانستان کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي ۱۴۵۲۵ دي او د ورځني شمېر سره سم به نن هم تر۵۰۰ ډېرو مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکول سي. همداراز له ویروسه ۱۳۰۳ تنه روغ سوي او ۲۴۹ کسه بیا ځني مړه سوي دي. تېره ورځ په ټول هیواد کي تر ټول وخت ډېري ۸۶۶ مثبتي پېښي ثبت سوي وې. بلخوا د عامي روغتیا وزارت ویلي چي … نور ولولئ
په زړه پورې

د قرانکريم د يوه ايات د خپرولو په خاطر هندوانو د ظاهرې وصيم په وړاندي سخت غبرګون وښود!

خبريال: مدثر دعوت ظاهره وصيم پر ټولنيزو رسنيو د قرانکريم د يوه ايات د خپرولو په خاطر مجبوره سوه چي خپل د ټويټر،فيسبوک او انسټاګرام اکاونټونه غير فعال کړي. د باليووډ سينما پخوانۍ ښځينه لوبغاړې هغه وخت د هندوانو د سخت غبرګون سره مخ سوه چي هغې د الاعراف سورت ۱۳۳ ايات پر خپلو ټولنيزو رسنيو خپور کړ. د الاٴعرَاف سُوۡرَةُ ۱۳۳ ايات: فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمُ الطُّوفَانَ وَالْجَرَادَ وَالْقُمَّلَ وَالضَّفَادِعَ وَالدَّمَ ءَايٰتٍ مُّفَصَّلٰتٍ فَاسْتَكْبَرُوا وَكَانُوا قَوْمًا … نور ولولئ
په زړه پورې

هغه هېواد چې په تېره اونۍ کې د کرونا یوه مثبته پېښه پکې ثبت شوه

خبريال: مدثر دعوت په نيوزلينډ کې په تېره يوه اونۍ کې د کرونا ويروس يوه مثبته پېښه ثبت شوې. د نيوزلينډ د عامې روغتيا وزارت اعلان کړی چې د کرونا ويروس وروستۍ مثبته پېښه په اکلنډ کې ثبت شوې، چې ناروغ کس ۵۰ کلن دی. په تېرو ۷ پرله‌پسې ورځو کې د کرونا ويروس بله هېڅ مثبت پيښه نه ده ثبت شوې، د دې وبا له پيل څخه تر اوسه په نيوزلينډ کې ۱۱۵۴ کسان … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ناسا او اپل کمپنۍ پخواني انجنير په جالب ډول د مرغانو خوراکه له نورو حيواناتو ژغوري.

خبريال: مدثر دعوت د امريکا د فضايي ادارې او اپل کمپنۍ پخواني انجنير د مرغانو خوراکه له نورو حيواناتو څخه په يوې نوې طريقه ژغورلې. مارک روبر په خپل کور کي مرغان ساتي خو چي کله به اطاق ته تر ننوتلو وروسته بيرته راووتی نو د مرغانو خوراکه او دانه به يې نولي ياهم موش خرما ترې خوړلې وه. مارک ددې حالت څخه ځوريدی او ډير وخت به يې پر دې فکر کوی چي څنګه … نور ولولئ
په زړه پورې

نړۍ او کرونا؛ په امریکا کي د ویروس له امله د مړو شمېر تر یو لک واوښت

خبریال: فضل الله فضلي په نړۍ کي په کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ د اخته سوو کسانو شمېر ۶ میلیونو ته رسیږي او اوس مهال تر ۵،۷ میلیونو ډېر خلګ په ویروس اخته سوي دي. همداراز ویروس د نړۍ په لراوبر کي تر ۳۵۶ زره ډېر خلګ مړه کړي او تر ۲۳ لکو ډېر بیا ځني روغ سوي دي. په کرونا ویروس اوس مهال په نړۍ کي نږدې ۳ میلیونه خلګ لاهم په … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د انګلستان په تاريخ کې لومړنۍ باحجابه قاضي وټاکل سوه!

خبريال: مدثر دعوت د لومړي ځل لپاره په انګلستان کي يوه مسلمانه حجاب لرونکې ميرمن د قاضي په حيث وټاکل سوه. رافعه ارشاد ۴۰ کلنه ده او په حقوقي بخش کي تر ۱۷ کلونو کار وروسته د میډلینډز سرکیټ په محکمې کي تيره اونۍ د قاضي په حيث وټاکل سوه. رافعې د ميټرو سره په مرکې کي ويلي:” دا دنده ترما ډيره لويه ده،زه پوهيږم دا يوازي زما لپاره مهمه نه بلکې د ټولو ښځو … نور ولولئ
په زړه پورې

سږکال د بريتانيا مسلمانان اختر په متفاوت ډول لمانځي!

خبريال: مدثر دعوت په بريتانيا کې مسلمانانو د اختر په شپو ورځو کې د پر کور پاته کيدلو ږغ کړی. په انګلستان کې هم له د اسلامي هيوادونو په څير د اختر په مناسبت د مسلمانانو ترمنځ د اختر لمونځ،مبارکۍ او راسه درسه ترسره کيږي خو دا کال به يو څه متفاوت وي. د کرونا ويروس په خاطر د ټولنو مشرانو خلک تشويقوي ترڅو په اختر کې د خلکو کورونو ته ولاړ نسي او بيله … نور ولولئ
په زړه پورې

نړۍ او کرونا؛ برازیل دریم هیواد سو او مثبتي پېښي یې ۳ لکو ته رسیږي

خبریال: فضل الله فضلي په ټوله نړۍ کي لاهم د کرونا وبا یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي ډېریږي او د ورځي تر ۹۰ زرو پوري کسان په ویرس اخته ثبتیږي او دا شمېر لا پر لوړېدو دئ. خو د ویروس تر ټولو ډېري مثبتي پېښي چي له لسو زرو اوړي، د ګوتو په شمېر هیوادو کي ثبتیږي او اروپا چي لوی هیوادونه یې سخت وځپل سول، نوي پېښي پکښي کمي سوي دي. اوس … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په جنوبي کوريا کې بيرته ښوونځۍ پرانيستل سوې!

خبريال: مدثر دعوت د جنوبي کوريا زده کوونکي د يو لړ اصولو مراعتولو سره بيرته ښوونځيو ته ځي. که څه په نړۍ کې د کرونا ويروس وبا خپره ده خو په ځينو ولايتونو کې قرنطينونه له منځه ځي او ژوند بيرته عادي حالت ته ځي. په سويلي کوريا کې حکومت بيرته هغو ښوونځيو ته اجازه ورکړه چې مخکي تړل سوي وې که څه هم اوس هلته حالت تر ډيره عادي ندی. د ښوونځيو د فعاليدو … نور ولولئ
په زړه پورې

پیزا برج؛ د ایټالیا مشهور منار

لیکنه: عایشه حیدري کله چې د پیزا نوم اورئ نو فکر به کوئ چې موخه خواړه دي، خو مونږ په دې لیکنه کې د خوړو په اړه نه، بلکې د پیزا په نامه د یوه مشهور برج یا منار په اړه غږېږو. پیزا کوږ برج (Leaning Tower of Pisa) د ایټالیې له مشهورو منارونو څخه دی، چې دغه هېواد ته د ورتلونکو ډېری ګرځندویانو پام یې ور اړولی دی. پیزا برج چې په ایټالیوي ژبه … نور ولولئ