په زړه پورې

لبنان کې چاودیدلي مواد څه ډول او څومره خطرناک دي؟

سرچینه: Independent ژباړه: نسیمه محمدي لبناني چارواکو ویلي، د بېروت پېښې لامل، نیټراټ آمونیم جامده کرستالي کیمیاوي ماده، چې ډېری په کود کې کارول کېږي او په تېره لسيزه کې د زیاتو چاودنو لامل شوې، وه. د لبنان لومړي وزير حسن دیاب ویلي، چې ۲۷۵۰ ټُنه نېټراټ آمونیم، چې د بېروت په بندر کې د کلونو راهیسې ساتل شوي وو، چاودنه کړې ده. پېښه د لسګونو تنو د مړینې لامل شوې او د لبنان پلازمينې … نور ولولئ
په زړه پورې

یوه امریکايي لاټري کې ګټلي ۲۲میلیونه ډالر له ملګري سره نیم کړل

که چیري تاسي ملیونونه ډالر په لاټري کې وګټئ، نو ایا حاضر یاست خپل ملګري سره یې وویشئ؟ د امریکا متحده ایالاتو کې یو مهربانه کس وړمه اوونۍ د “پاور بال” په لاترۍ کې ٢٢ ملیونه ډالر وګټل، او ١١ ملیونه ډالر یې  خپل ملګري ته وروبخښل. “جو فیني” او “ټام کوک “په ١٩٩٢ کال کې شرط سره ایښی وو. چې که چیرې کوم وخت د لاټرۍ ګټونکي شول نو دوی به یې سره ویشي. … نور ولولئ
په زړه پورې

نړۍ کې ولې یو شمیر انسانان ځان ځناور بولي؟

نړۍ کې داسي انسانان هم شته چې ځانونه  څاروې یا ځناور بولي او د حیواناتو خویونه او پیښې کوي . تر اوسه ٥٧ داسي قضیې  ثبت شوي دي . دا یوۀ ډېره نایابه او عجیبه غوندې عصبي ناروغي ده، چې انسان ځان د یو ځناور سره مقایسه کوي او د هغې خویونه او پیښې کوي. “برسلیز” (نیټ نیوز ) د راپور په حواله دې وروستیو کې بیلجیم کې یوه  ٥٤کلنه مېرمن په دې ناروغي اخته … نور ولولئ
په زړه پورې

لبنان کې د ترټولو خونړۍ چاودنې لامل څه دی؟ وروستی حال یې ولولئ

راپور: بشر درویش د لبنان چارواکي وايي په بیروت کې د یوې خونړۍ چاودنې له امله د مړو شمیره شاوخوا ۷۸ کسانو ته رسیدلی دی. راپورونو کې ویل شوي چې په دې پيښه کې تر ۴ زرو پورې کسان ټپيان شوي هم دي. د الجزیرې نړیوالې ټلویزیوني شبکې ویلي چې ډیر خلک د چاودنې له امله رامنځته شوې اور لګیدنه کې ټپيان شوي دي. اټکل شوی چې د قربانیانو شمیر به خورا لوړ شي، ځکه … نور ولولئ
په زړه پورې

مسکو: کوم خلک چې مېټرو کې ماسک او دستکشې استعمال نکړي جريمه کېږي.

خبريال: مدثر دعوت په مسکو کې پوليسو د هغو کسانو په وړاندې جريمه وضع کړې چې د ښار په مېټرو (په یوه ښار کې د مځکې لاندې د ترانسپورټ سیسټم ) کې دستکشې او ماسک نه اغوندي. کرونا وېروس په ډېريو هيوادونو کې د له منځه تلو په حال کې ده خو ځيني هيوادونو کې لاهم د خپرېدو په حال کې ده. د ازادۍ راديو د خبر له مخې، د روسيې ټاس خبري اژانس تائيد … نور ولولئ
په زړه پورې

سږ کال حاجیانو په ژړا، فریادونو او دعاګانو سره حج اداء کړ + انځورونه

خبریال: فضل الله فضلي سږ کال د لوی اختر د حج په مراسمو کي د سعودي حکومت لخوا ۱۰ زرو تنو د حج اداء کولو اجازه ورکول سوې وه. د کرونا ویروس له امله د حج مراسمو خورا په سختو شرایطو کي ترسره سول او یاد ۱۰ زره تنه حج کوونکي یوازي د سعودي هیواد اوسېدونکي وه. دا د لسیزو وروسته هغه حج اکبر وو، چي د کرونا نړیوالي اوبا ټکنی کړ او د نړۍ … نور ولولئ
افغانستان

ترکیه: یونان له اسلام او ترکیې سره دښمني کوي

راپور: بشر درویش د ترکیې حکومت په یونان کې د ترکیې پر ضد پر لاریونونو تود غبرګون ښودلی دی. یونان کې تازه د ترکیې پر ضد د ایا صوفیه مسجد بیرته مسجد ته اړولو په غبرګون کې خلکو لاریونونه کړي او د ترکیې بیرغ ته یې اور اچولی. د ترکیې هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې یونان کې دا کار یو ځل بیا له اسلام او ترکیې سره د هغوی د دښمنۍ څرګندونه کوي. … نور ولولئ
افغانستان

زلمی خلیلزاد څنګه پر امریکايي جلۍ مئین او ورسره یې واده وکړ؟

افغان الاصله امریکايي زلمی خلیلزاد چې اوس د امریکا له وتلو ډیپلوماټانو ګڼل کیږي په کوچینوالي کې له افغانستانه د زده کړو په موخه امریکا او بیا د امریکا اړوند بیروت پوهنتون ته تللی دی. خلیلزاد د خپل وروستي کتاب (استازی) چې شا او خوا دوه کاله وړاندې لیکل شوی، د خپل ژوند خوږې او ترخې کیسې کړي دي. دا کتاب پښتو ژبې ته لطف الله لطف ژباړلی دی. هلته د خلیلزاد ډیرې کیسې شته، … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په آیا صوفیه جومات کې نن د جمعې لمونځ اداء کیږي

د راپورونو له مخې نن د جمعې په ورځ په آیا صوفیه جومات کې له ۸۶ کلونو وروسته د جمعې لمونځ اداء کیږي، چې د ترکیې د مسلمانانو ترڅنګ د نړۍ ټولو مسلمانانو ته یو په زړه پوري خبر بلل کیږي. آیا صوفیه جومات د ترکیې په استانبول ښار کې موقعیت لري، چې دوه نیم زره کاله مخکې یې ودانۍ جوړه شوې ده. دا ودانۍ لومړی د کلیسا په موخه، بیا جومات شو، بیا په … نور ولولئ
په زړه پورې

د کرونا وایروس ۶ نوي علایم وموندل شول

د انګلستان طبي متخصیصین د کرونا وایرس شپږ  نویو نښو موندلو خبر ورکړی دی او دوی ویلي چې دغو نښو ته په کتو سره د ناروغ په تشخیص کې اسانتیا راتلی شي . د لندن  “کینګز”  کالج  څیړنیزې ډلې د کرونا په ناروغانو کې شپږ نویو علایمو ته متوجه شوي دي. تر اوسه پورې د کرونا وایروس په ناروغانو کې ،ټوخي ،تبه ،ساه بندي او د خولې خوند یا ذایقي ورکیدل شامل ول . خو … نور ولولئ