ادبیات

راځئ، لیکوالي زده کړو

ژباړه: عصمت الله صالح ډېری کسان پر دې باور دي چې لیکوالي او ښه لیکل یو ځانګړی استعداد دی، چې یوازې ځینې کسان ترې برخمن دي. دا ډله تصور کوي چې انسانان په دوه ډوله دي: یو هغه کسان دي چې په لیکوالۍ کې ماهر او په ناپامۍ سره وخت ناوخت هم ښه لیکل کولای شي او دویم ډول بیا هغه کسان دي چې همېشه د لیکلو هڅه کوي، خو بیا هم تل له خپلې … نور ولولئ
ادبیات

د شعر په مرسته ذهنیت جوړوونه

لیکنه: عبدالوهاب مومند شعر ته په عربي ژبه کې وېښته ویل کېږي او شعر هغه کلام دی چې د زړه خبره په موزونو الفاظو کې ښکاره خو پټ بیان شي. په شعر پېژندنه کې، شعر داسې تعریف شوی دی، (شعر یو په زړه پورې، د انسان د احتیاج وړ خو په مرموز، سحر امېزه او حیرانوونکی توګه هنر، ژبنیز ذهني تخلیق دی.) د دغې ترڅنګ شعر له پنځو توکو څخه(فکر، احساس، عاطفه، تخیل او آهنګ) … نور ولولئ
ادبیات

د بارک اوباما د خاطراتو کتاب؛ د پوتین په ګډون د ځینو سیاسي شخصیتونو په اړه غږېدلی

راپور: نسیمه محمدي د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر، بارک اوباما د خپلو خاطراتو په کتاب کې، د یو شمېر سیاسي شخصیتونو او د دوی په اړه خپل نظر بیان کړی دی. د ډیلې مېل په حواله، د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما، د خپلو تازه خاطراتو په کتاب «د موعود ځمکه» کې د نړۍ د شخصیتونو په اړه خبرې کړي دي. اوباما په خپل کتاب کې د ولادېمیر پوتین، د روسیې د ولسمشر یادونه هم … نور ولولئ
ادبیات

ژباړه او ټولنې ته ترې څو موخې

لیکنه: عبدالوهاب مومند د یوې ژبې ودې لپاره ژباړه هغه چاره ده چې یوه ژبه پرې بډایه کېدای شي، په یوه ټولنه کې لیکوالي یوازې علمي تشه نه شي پوره کولي او یا هم یوه ټولنه هېڅکله د علمي معلوماتو څخه بشپړ برخمنه نه وي، نو بیا اړتیا پیدا کېږي چې همدغه عملي تشه د ژباړې له لارې ډکه شي او پرمخ تللې ژبې څخه علمي معلومات خپلې ژبې ته وژباړو. ژباړه هغه علم او … نور ولولئ
ادبیات

لیکوالي تمرین غواړي

لیکنه: عبدالوهاب مومند لیکوالي مشق او تمرین غواړي. هر څوک چې غواړي لیکوال شي، نو باید د اطلاعاتو د زېرمو ترڅنګ خپل د لیکلو مشق او تمرین هم دوامداره وساتي. لیکوالي لکه شاعري غوندې کومه فطري پدیده نه ده، بلکې لیکوالي د مسلک په توګه کسبي پدیده ګڼل کېږي او هر څوک چې غواړي لیکوال شي، نو باید خپل د لیکلو لړۍ په مشق او تمرین سره دوامداره وساتي. همدارنګه د مشق او تمرین ترڅنګ … نور ولولئ
ادبیات

څه چې ارزښت لري!

ژباړه: حبیب الله ذکي که تاسو چمتو یاست یا نه، یوه ورځ به هر څه د منځه ځي، بیا به نه نور لمر خاته وي، نه د ورځې سبا کېدل، ، نه به ساعتونه وي او نه دقیقې. ستاسو ټولې پټې خزانې او هر هغه څه چي مو غونډ کړې وې، بل ته به پاتېږي، ستاسو شتمني، نوم، شهرت او دنیوي قدرت به مو له خاورو سره خاوري سې، دا به بیا مهمه نه وې … نور ولولئ
ادبیات

ولې لنډې لیکنې ډېر لوستونکي لري؟

لیکنه: عبدالوهاب مومند په ټولنیزو شبکو کې زما لیکنې خپرېدې، لیکنې به داسې وې چې ځینې ډېرې اوږدې او ځینې به لږې لنډې وې، تر ډېره وخته لیکنې همداسې خپرېدې چې ډېرې اوږدې او لږې لنډې به وې، چې بیا وروسته زما د لیکنو لوستونکي (علاقه مندانو) پیغام دا و چې (ستا لیکنې مې ډېرې خوښېږي، هر کله ستاسو لیکنې څارمه. خو که لږې لنډې خپرې کړئ یا که لیکنو کې مو لږ لنډوالی راشي، … نور ولولئ
ادبیات

د دروېش جانان؛ پر دغه نوم څو خبرې

ليکنه: نورالله زهیر دا ښکاره ده چې جانان، جانان دی. پر زورورو او ښکلو به کمزوري او بدرنګ  څه ووايي؟ دا خو زموږ مينه او د زړه مجبوري ده، چې د جانان ظلمونو ته د نازونو نوم ورکوو. خدای دې هر جانان ته انصاف ورکړي. نور پر جانان نه غږیږو، بلکې پر دغه نامه (جانان) څو خبرې کوو. جانان کلمه په پښتو شاعرۍ کې ډېره یاده شوې ده، که یې سولېدلې او کلیشه‌یي وبولو مبالغه … نور ولولئ
ادبیات

زما د مینې لومړۍ ورځ

لیکنه: حامد حقمل هره ګړۍ مې پسې ژړل، آن سترګې مې داسې رنګ واخیست لکه د انارو دانې، خلکو داسې فکر کاوه چې ګواکي په شپو شپو یې خوب نه دی کړی، ان ځینو خو بېخي راته چرسي وایه. هېڅ ساعت را باندې نه تېرېدو، هره ثانیه دقیقه مې ورته انتظار ایستلو ایخوا – دیخوا به ګرځېدم اخر ویده شوم زړه مې داسې ټکان کاوه تا به ویل د غره مرغۍ د د کور په … نور ولولئ
ادبیات

مین جمهوریت؛ د ټولنې تر ټولو بد انسان، بد چارواکی دی

لیکنه: ملیحه ناصري ناول دی، عبدالهادي احمدزي لیکلی، ۱۶۶مخونه لري. پښتۍ یې ښکلې ډیزاین شوې. پیل یې پر داسې جمله کړی چې د کتاب له پرانیستو سره سم سړی دې ته متوجه کوي چې: لوله یې مه، ورننوځه! دی لیکي: “ډالۍ! هغو ته چې یوازې لیکل لولي نه، ورننوځي هم.“ عبدالهادي احمدزي تر دې مخکې یو بل ناول لیکلی و چې «ځوان زخمي پاچا» نومېده. په همدې ناول یې ځان ته په زړونو کې ځای … نور ولولئ