کلتور او هنر

علي بابا خان؛ هغه هنرمن چې سندرې ته یې ټوپک خرڅ کړ!

لیکنه: بشیر درویش علي بابا خان په پښتو موسیقۍ کې نوی، خو انقلاب راوړونکی سندرغاړی دی. د پښتونخوا په چارسده کې زیږیدلی دا هنرمن د عدم تشدد د سترلاروي پاچا خان د فکر لاروی دی. علي بابا له لوی اختر نه مخکې شمشاد تلویزون کابل ته بللی و، ده هلته د پښتو موسیقۍ په تاریخ کې په لومړي ځل د صوفیانه سندرو کنسرټ وړاندې کړ. د علي بابا دې کنسرټ ته د لوړې موسیقۍ ډېری … نور ولولئ
سپورټ

د بزګر د لور خاوند له لوبو سره مخه ښه کوي

د کوک له استعفا سره د انګلستان توپ وهنه ننګول کېږي. د انګلستان د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو پخواني لوبډلمشر او د ټېسټ لوبو پیلوونکي لوبغاړي الېسټېرکوک له لوبو سره مخه ښه وکړه. نوموړی د هندوستان خلاف وروستی ټېسټ لوبوي او له هغې وروسته نور د انګلستان لپاره په ټېسټ لوبوکې نه لوبېږي. د کوک پوره یا بشپړ نوم الېسټېر نتن کوک دی، په ۱۹۸۴ م کال کې د ډېسمبر په ۲۵ مه نېټه … نور ولولئ
سیاست

پېلوټه خو نه شوه؛ انارکلي هنریار بل څه ارمان لري؟

انارکلي هنریار د افغانستان د سیاست یوه مطرحه څېره ده. هغه په مشرانو جرګه کې د هندو باورو په سهم انتصابي سناتوره ټاکل شوې. انارکلي سره له دې، چې هندو باورو ته منسوبه ده، خو ډېری افغانان یې له دې کبله ستایي او په ښه نظر ورګوري، چې په خبره یې وطن پاله او په وطن مېنه ده. د هغې یوه ویډیو څو کاله مخکې په ټولنیزو رسنیو کې خورا ډېرمینه وال وموندل. په دې … نور ولولئ
سپورټ

ریکارډ جوړونکی کریس ګیل

د کرکټ کارپوهان وایي، چې کرېس ګېل د کرېکېټ په نړۍ کې له انګلستاني مورګن څخه وروسته دوهم کرکټ توپ وهونکی دی، چې دروند وزن لرونکی بېټ کاروي. د دروند بېټ په کارولو کې دریم لوبغاړی هندی ایم ایس ډوني دی. خو کرېس ګېل هغه لوبغاړی دی، چې ډېره پورې لوبه له مړوند یا رېسټ څخه نه کوي، هغه ډېره توپ وهنه د بدن یا باډي په زور کوي. هغه هیڅکله هم د مړوند یا … نور ولولئ
سپورټ

د کرېکېټ پیری؛ ای بي ډیویلرس مسلمان دی که عیسوي؟

د نړۍ په کچه د کریکېټ د هغه لوبغاړي په اړه درته معلومات درکوو، چې ډېری وخت ورته د کرېکېټ د پیري نوم اخېستل شوی دی. بېنجامېن ابراهم ډېویلیرس، هغه لوبغاړی چې د کرېکټ په نړۍ کې یې په خپلې بې سارې توپ وهنې ۳۶۰ درجې لوبغالی بوخت ساتلی و. ای بي ډیویلیرس د سهیلي افریقا نامتو توپ وهونکی، چې ۱۴ کلونه یې د کرېکټ نړۍ ګرمه وساتله. هر څوک چې د کرېکېټ لوبې سره … نور ولولئ
اقتصاد

د غوره رهبرۍ لپاره د پوهانو ګټورې ویناوې

د جان اغا بهار ژباړه د غوره رهبرۍ/مشرولۍ په اړه، د پوهانو دا څو خبرې په پام کې ونېسئ: ۱ــ مخکې له دې چې ته د یوې ادارې مشر/ رهبر شې؛ ځان لا ځواکمن کړه او په دې اړه فکر وکړه، چې خپله وړتیا څنګه څرګندولی شم؟ له تا مخکې په همدې څوکۍ د پاتې شوي مشر، د وړتیا په اړه د هغه له همکارانو وپوښته، دا چاره درسره د بریالیتوب لپاره لازمه مرسته کولی … نور ولولئ
سپورټ

برینډن مکالم؛ د نړۍ خطرناک او چټک توپوهونکی وپيژنئ

د کرکټ په نړۍ کې ډول، ډول توپ وهونکي او توپ غورځوونکي تېر شوي او لا به نور لوبغاړي هم دې نړۍ ته راشي؛ خو له دوی ځېنې بیا ډېر زړور او ځانګړو خصوصیاتو سره تېر شوي، د همدغو توپ وهونکو له ډلې په دې لیکنه کې درته د نیوزیلېنډ د پخواني کرکت لوبغاړي او لوبډلمشر برېنډن مکالم په اړه راسره ولولئ! برېنډن مکالم په ۱۹۸۱ م کال د سپټمبر په ۲۷ مه نېټه د … نور ولولئ
ژوند بڼه

اریانا سعید پښتنه ده، ژوند یې څه لوړې ژورې لري؟

اریانا سعید د خپلو مینه والو لخوا د سندرو د ملکې په لقب او د ګڼو مطرحو بنسټونو لخوا په مهمو جایزو نازول شوې. هغې څو میاشتې مخکې د یوه کنسرت پرمهال یې د ګډ ژوند لپاره د خپل هنري دفتر د اجرایه مدیر حسیب سائد غوښتنه ومنله. د اریانا مینه وال به اوس حتماً د هغې د راتلونکې په اړه پوښتنه لري، چې واده نه وروسته به یې هنري ژوند پای ته رسیږي، که … نور ولولئ
سپورټ

محمد نبي په وروستۍ کار کردګۍ څلورم مقام ته ګوزار شو

 د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل، چې په دې وروسیتو کې د کرکټ نړیوالې شور د ۵۰ اوریزه سیالیو په درجه بندۍ کې دویم مقام ته رسیدلی و؛ د ایرلینډ خلاف په ورستیو ۵۰ اوریزه سیالیو کې د پام وړ نه کار کردګۍ ښودلو سره بیرته له دویم څخه څلورم مقات ته شاته شو.  که څه هم د افغان لوبډلې دغه مشهوره الراونډر لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل … نور ولولئ
اقتصاد

د انګلیسي له معلمۍ تر میلیاردرۍ؛ جک ما بیرته معلمي اخلي

د چین تر ټولو شتمن میلیاردر جک ما چې یو وخت د انګلیسي معلم و، اوس بیرته معلمي شروع کوي. د علي بابا شرکت بسنټ ګر او مشر جک ما غواړي، له ۱۹ کلنې رهبرۍ وروسته ددې شرکت مشري پریږدي. دی چینايي سوداګر په ۱۹۹۹ کال کې د علي بابا شرکت په نوم بریښنايي کاروبار پیل کړ، چې اوس د نړۍ یو له شتمنو میلیاردرانو څخه دی. نوموړی مخکی له دې، چې د علي بابا … نور ولولئ