رسنۍ

کوم هیوادونه تر ټولو تېز انټرنیټ لري؟

د WebsiteToolTester په نوم یوه نړیوال ویبسایټ په دې اړه یو راپور چمتو کړی، چي کوم هیوادونه تر ټولو تېز انټرنیټ لري او ورڅخه کار اخلي. د یاد ویب سایټ د راپور په بنسټ په ټوله نړۍ کي ټایوان، سنګاپور، جرسي، سویډن او ډنمارک تر ټولو هیواونو ډېر تیز انټرنیټ لري. د دې ترڅنګ جاپان، لوکزامبورګ، هالنډ، سویس، ناروې، آندورا، اسپانیا، بلجیم، امریکا متحده ایالات، لتوانیا، نیوزیلینډ، استونیا، هنګ کانګ او هنګرې هغه هیوادونه دي، … نور ولولئ
پوهنه

په ترکیه کي د اسلامي نړۍ تر ټولو لوی کتابتون پرانیستل شو!

د اسلامي هیوادونو تر ټولو لوی دا کتابتون پرون شنبه د فیبروري میاشتي په ۲۲مه نېټه د ترکیې هیواد په پلازمېنه انقره کي افتتاح کړل سو. دا کتابتون د ترکیې د ولسمشر رجب طیب ادرغان له لوري جوړ سوی، چي د په اسلامي هیوادنو کي تر ټولو لوی کتابتوب بلل کیږي. د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي دا کتابتون د سلجوقیانو او عثمانیانو پر طریقه برابر جوړ سوی. معلومات ښيي، چي په دې کتابتون … نور ولولئ
مخکښان

د ټرمپ لور ایوانکا په اسلامي حجاب کي شیخ زاهد جومات ته ولاړه!

د ټرمپ لور ایوانکا په اسلامي حجاب کي شیخ زاهد جومات ته ولاړه! د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ متحده عربي آماراتو ته په خپل رسمي سفر کي د متحده عربي آماراتو یو لوی جامع جومات شیخ زاهد ته ولاړه. هغې د یاد جامع جومات څخه په پوره اسلامي حجاب کي لیدنه وکړه، چي د اسلامي ښځینه وو لپاره تر ټولو ستر حجاب (پوړنی) ئې هم په سر وو. هغې پر خپل … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د بریا لپاره د بروسلي لس رازونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل بروسلي تر ډېره د یوه رزمي اتل او د سینمایي ستوري په نامه مشهور و، خو باید وویل شي، چې هغه یو ښه او اغېزمن سوداګر هم و. په شپېتمه لسیزه کې یې د کونګفو کوچنۍ سټدیو ګانې پرانیستلې او په دې سټدیو ګانو کې یې د جون فان کونګفو تر نامه لاندې په خپل سبک تدریس پیل کړ، په دې اړه د هغه بشپړه پوهه او په رزمي کارونو او … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

فېسبوک ۱۶ کلن سو، په اړه یې معلومات دلته ولولئ.

خبریال: فضل الله فضلي فېسبوک یوه ټولنیزه رسنۍ (ویب پاڼه) ده، چي په ۲۰۰۴ مېلادي کال د فبروري په څلورمه یې د مارک زوکربرګ (Mark Zuckerberg)  او په هارورډ (Harvard) پوهنتون کي د هغه د کوټې ملګرو Eduardo Saverin,  Andrew McCollum, Dustin Moskovitz, Chris Hughes  په مرسته یې په کار پیل وکړ. د فېسبوک په لومړیو کي د دې وېب پاڼي غړي یوازي د هارورډ (Harvard) پوهنتون محصلین وه، وروسته یې نورو پوهنتونو ته لار … نور ولولئ
سپورټ

حبیب او امریکايي لوبغاړی په ۱۰۰ میلیونه ډالره لوبه کوي!

د ورکړل سوو معلوماتو له مخي عربستان هیواد غواړي، چي د روسیې هیواد مسلمان لوبغاړی حبیب نورمحمدوف د امریکايي سیال سره په ۱۰۰ میلیونه ډالره باندي لوبه ترسره کړي. د نورمحمدوف د لوبو ترتیب کوونکي علي عبدل عزیز ویلي، چي سعودي عربستان د روسي لوبغاړي نور محمدوف او امریکايي لوبغاړي فلوید میودر ترمنځ د لوبي جوړونکی دئ او امریکايي لوبغاړي فلوید هم علاقه ښودلې. د ۳۱ کلن لوبغاړي نورمحمدوف د لوبو ترتیب کوونکي علي عبدل … نور ولولئ
مخکښان

د نړۍ تر ټولو زړه ښځه مړه شوه!

د نړۍ تر ټولو زړه ښځه مړه سوه! د نړۍ تر ټولو زړه ښځه، چي تاجکستانۍ ده پرون د ۱۲۷ کلنو په عمر له دې دنیا څخه سترګي پټي کړې او مړه سوه. د فاطمې میرزاقول په نوم دې ۱۲۷ کلني زړې ښځي د تاجکستان هیواد په سغد ولایت کي ژوند کاوه. دا ښځه د ۱۸۹۳م کال د مارچ میاشتي په ۱۳مه نېټه دې نړۍ ته سترګي لغړولي وې.  راپورونه وايي، چي هغې اته زامن … نور ولولئ
افغانستان

په کندهار کي د منظور پښتین په ملاتړ احتجاج! دوی څه غواړي؟

له هغه وروسته چي د پښتون ژغورني غورځنګ یا PTM مشر منظور احمد پښتین د پاکستاني پولیسو لخوا ونیول سو، ورسره سم په لراوبر کي د پښتنو غبرګونونه راپورته سول. له همدې امله نن د هیواد په سیاسي زړه کندهار کي هم د یو سولییز لاریون پر مهال کندهاریانو له پاکستاني حکومته وغوښتل چي منظور پښتین بیرته آزاد کړي. دوی د پاکستانۍ ادارې پر وړاندي تندي نیوکي وکړې او ددې ادارې ظلمونه یې د پښتنو … نور ولولئ
په زړه پورې

د هند پخوانی ولسمشر عبدالکلام ، هغه شخص چې پر مرګ یې هند اوه ورځې ماتم وکړ

لیکوال: شفیق امیرزی سرچینه : مسیر ورځپاڼه ابوبکر زین العابدین عبدالکلام، په عبدالکلام مشهور او د ۱۹۳۱زېږديز کال د اکتوبر په ۱۵مه زيږېدلی دی. دی د هندوستان یوولسم، خو درېیم مسلمان ولسمشر دی چې له ۲۰۰۲زېږديز کال څخه تر ۲۰۰۷زېږديز کال پورې يې د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې ده. عبدالکلام د هند له نوموتو انجینرانو څخه و. هندیانو به د (توغندیو پلار) باله، ځکه چې د هندوستان په اټومي پروګرام کې يې دپام وړ … نور ولولئ
افغانستان

منظور پښتین پرونۍ تاریخي غونډه کې څه وویل؟ د هغه د سنجیده خبرو پياوړی پيغام

د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنو ستره تاریخي غونډه ترسره شوه چې په زرګونو پښتنو په کې ګډون کړی و، دلته مو د منظور پښتین څو خبرې راخیستې او خبرې مو پرې کړي. منظور څه وویل؟ منظور پښتین چې د یاد غورځنګ مشري کوي، پرون یو ځل بیا د یوه لیډر په حیث پر هغه څه وغږید چې پښتون یې له امله ځوریدلی دی. منظور د خړ کمر پيښې ته په اشارې وویل چې د … نور ولولئ