سپورټ

د پنجاب کرکټ لوبډله او د مجیب الرحمن د فوټبال شاټ انځور

سپورټ یاران د کرکټ لوبو لپاره چمتووالی یوه مهمه برخه ده په ژوند کې د هر ډول کار لپاره خواري او هڅه هغه څه دي، چې خلک بریالي کولای شي. د ورزشونو په منځ کې کرکټ لوبه هم له ستر شهرت څخه برخمنه ده، کله چې یو لوبغاړی ښه کارکرده ګي کوي، نو د خلک په منځ کې ډېر مشهورېږي. چې دا شهرت هغه شخصیت او هېواد ته یې ویاړ ورکوي. د کرکټ لوبو لپاره … نور ولولئ
افغانستان

حامد کرزی (لنډه بیوګرافي)؛ وايي پر اس سپریدل مې خوښيږي

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري حامد کرزی د عبدالاحد کرزي زوی او د خیر محمد کرزي لمسی دی. پلار او نیکه یې دواړه د پوپلزي قام منتفذین وو. عبدالاحد کرزی په شپېتمې زېږدیزې لسیزه کې د افغانستان د ولسي جرګې د رییس مرستیال و. د شپېتمې میلادي لسیزې په پای کې یې پلار طالبانو په کوېټه کې وواژه. د حامد کرزي نیکه د افغانستان د خپلواکۍ جګړو او تر هغې وروسته مبارزو کې ډېر لوبېدلی … نور ولولئ
مخکښان

د ارواه پوهنې بنسټ ګر، زېګمنډ فرویېډ؛ له نیکونو ورته دا درې میراثه پاتې وه

ژباړه: ملیحه ناصري  فرویېډ د ارواپوهنې بنسټګر (نا خود آګاه/ لاشعوري) دی چې په ۱۸۵۶ز کې په چک جمهوریت کې وزېږېد. ده ته له نیکونو درې خویونه میراث پاتې و، یو یې له علم سره مینه، بل د علم زده‌کړه، درېیم د  رخې او کینې پر وړاندې ډېره پیاوړتیا او مقاومت و. له علم او پوهې سره مینې، فرویېډ اړ کړ چې له همغه کوچنیوالي طبي علومو ته مخه کړي، بوټي، کیمیاوي توکي، څاروي، کالبدونه، … نور ولولئ
افغانستان

عبدالرب رسول سیاف (ژوندلیک)؛ هغه څنګه د کمونیستانو له زندانه ووت؟

ژباړه: ملیحه ناصري استاد سیاف د فقیر محمد زوی په ۱۳۲۳ل. ل کې چې له ۱۹۴۵ز سره برابر دی د کابل په پغمان ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې. شپږ کلن و چې پلار یې ومړ. لومړنۍ زده‌کړې یې د پغمان په ابتداییه ښوونځي کې په اووه کلنۍ پیل کړې. ۱۳۳۵ل کې یې لومړنۍ زده‌کړې همدلته پای ته ورسولې. تر دې وروسته ابن سینا لیسه کې شامل شو، دوه کاله یې دلته تېر کړل. بیا … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

دغه سړي په ۹۶ کلنۍ کې لوړې زده‌کړې بشپړې کړې

لیکنه: محمدصابر حمیدی د ایټالیا هېواد یوه ۹۶ کلن سړي په پوهنتون کې تر ازموینو وروسته بریالی اعلان شو او د پوهنتون له لوري ورته د فراغت سند ورکړل شو. د جوزپه پاترنو په نامه دا سړی اوس په نړۍ کې تر ټولو زوړ سړی وپېژندل شو، چې لوړې زده‌کړې بشپړوي. جوزپه پاترنو له رسنیو سره په خبرو کې وویل: “زده‌کړه داسي څه ده، چې هر څوک یې هر وخت او په هر عمر کې … نور ولولئ
افغانستان

د افغانستان لايق

لیکنه: شرف الدين عظيمي درې ورځې وړاندې مې د غرزي لایق پر فیسبوک پاڼه ولوستل، چې د پلار سلېمان لایق د مرګ خبر یې دروغ دی، لایق صاحب ژوندی دی او ډاکټران یې په درملنه بوخت دي، خو زما زړه ته ولویده، چې سړی دا ځل ښه نه‌دی؛ هغه و، چې تېره شپه مې په یوه خصوصي ټلویزیون د لایق صاحب د مرګ خبر واورېد. دا نو داسې يو بد خبر و، چې افغانستان لپاره … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د نصرالدين شاه جالبه وړاندوينه

خبريال: مدثر دعوت د باليووډ سېنما مشهور لوبغاړي نصرالدين شاه د باليووډ د راتلونکي په اړه جالبه وړاندوينه کړې. نصرالدين شاه ويلي چې تر راتلونکو ۲۵ کلونو پورې به هيڅ سينمايي سالون پاته نسي. د کرونا وېروس چې په ټوله نړۍ کې د سېنما کارونه، سالونونه تفريحي ځايونه او د تياتير ځايونه وتړله ،اوس يې انټرنيټي څېره خپله کړې. اوسمهال په نړۍ کې مشهوري سېنماوي خپل ټول توليدات د انټرنيټ له لارې خپروي،فلمونه،سريالونه او نور … نور ولولئ
ادبیات

ارين خان: ځيني انسانان نه تکرارېدونکي دي!

خبريال: مدثر دعوت ارين خان وايي ځيني انسانان پدې خاوره بيا نه تکرارېږي. افغان فلمي ستوري ارين خان د پښتو ژبې د پياوړي ليکوال اکاډمېسن سلېمان لايق د مرګ په اړه خپل احساسات شريک کړي او نوموړی يې د افغانستان لپاره ستره ضايع بللې. خان وايي د انسان قدر بايد په ژوندينه وسي او وستايل سي، ځکه هيڅوک د خپل استعداد سره نړۍ ته بيا ځلي نه راګرځي او ترمرګ وروسته يې يادونه او توصيف … نور ولولئ
ادبیات

د ارواښاد سليمان لايق د ژوند لوړې او ژورې

ليکنه او راټولونه: صديقه پوپلزۍ سليمان لايق د 90 کلونو په عمر وفات شو سليمان لايق د اکټوبر ١٢ په ١٩٣٠ ز کې د پکتيکا ولايت د ښرنې ښارگوټي په ايمنې خېلو کلي کې زېږېدلى دى. سليمان لايق يو افغان لیکوال، شاعر، او پخوانی کمونسټ سیاستوال دی. ښاغلې لایق په کمونسټي پیر کې د افغانستان په سياسي چارو کې د اقوام او قبايلو د چارو وزیر ؤ. دده اصلي نوم غلام مجدد دی او ددې … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د افغان سېنما مشهوره لوبغاړې د اسپانيا د يوې معتبري جشنوارې داوره سوه

خبريال: مدثر دعوت د افغان سېنما مشهوره لوبغاړې لينا علم په اسپانيا کې د ايمجين انډيا جشنوارې د پرېکړه کوونکو کسانو په ډله کي راغلې. د ۲۰۲۰ز ايمجين انډيا جشنواره چې د کرونا وېروس له کبله ځنډېدلې وه د سپټمبر د ۲۴ څخه د نومبر تر ۷مې د اسپانيا په پلازميني مادريد کې ترسره کېږي. په دې فيستوال کې ۱۵۵ فلمونو د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه وړاندي کېږي. د داورانو ډله چې ۲۰ غړي … نور ولولئ