بریا او پرمختګ

غازي امان الله؛ پر تعلیم او پرمختګ مین انسان

لیکنه: محمد عزیز پردیس  دا به ومنم چې دی لاړ فاني شو، خو د ده آرمانونه هېڅکله فناکېدونکي نه دي، دی پر دين او وطن میين انسان و. ده غوښتل هېواد يې پخپل ژوندون کې د سيالانو سره سيال کړي، چې تر يو بريده پکې بريالی هم شو، خو ای کاش، ای کاش ای کاش… ای کاش دې ځانځاني ښامار په آرامه پرېښی وی! ده غوښتل خپل دردېدلی ولس د‌ پرمختګ او نېکمرغۍ پر لور … نور ولولئ
افغانستان

د افغانستان د خپلواکۍ ورځ له پیله تر دې دمه څه ډول نمانځل کېږي؟

لیکنه: نسیمه محمدي سږ کال د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۱مه کلیزه ده. د خپلواکۍ ورځ د افغانستان د آزادۍ ورځ ده. له دې وړاندې افغانستان د انګریزانو تر استعمار لاندې و. د آزادۍ ورځ د ملتونو د نوي ژوند ورځ ده. په همدې اساس نه یوازې موږ، بلکې ټول ملتونه دا ورځ د خپلواکۍ یا د آزادۍ ورځ په شاندارو مراسمو سره نمانځي. د افغانستان د خپلواکۍ ورځ د اعلیحضرت امان الله خان د خپلواکۍ … نور ولولئ
افغانستان

هغه وخت، چې غازي امان الله خان وژړل

‌لیکنه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ شاه امان الله خان د حبیب الله خان زوی، مور یې سرور سلطانه بیګم او مېرمن یې ملکه ثریا نومېده. شاه په ۱۸۹۲م کې د کابل په پغمان سیمه کې زېږېدلی دی. په ۱۹۱۹م کال کې د افغانستان پر تخت کېناست. د شاه مورنۍ ژبه پښتو وه، خو ډېری وخت یې فارسي خبرې کولې، ځکه په فارسي ژبه یې لوی لاس درلود، په اردو، فرانسوي او انګریزي هم تر یوه … نور ولولئ
پوهنه

ابوریحان البیروني؛ هندي علمي کتابونه یې عربي ته او عربي کتابونه یې سنسیکریت ته وژباړل

ژباړه: نجم الرحمن ناصري نوموړی چې د نړۍ له نامتو عالمانو څخه دی، په ۳۶۲ هجري قمري کې د آرال سیند په سویلي سیمه کې له خوارزم څخه بهر نړۍ ته راغی. ابوریحان له وړکتوب څخه علم او دانش پیل کړ. لومړنی ښوونکی یې ابو نصر منصور و چې د ده د تربیې لپاره یې ملا وتړله. اوولس کلن و چې د یوې مدرج حلقې په مرسته یې د لمر د نصف النهار لوړوالی اندازه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ډوني ۱۶ کلن کرکټ او غوره کارنامې یې

سپورټ یاران ډوني چې د هندوستان هیټر او فېنېشر یا په بري سره د لوبې پای ته رسوونکی لوبغاړی و، نو د توپوهنې وخت یې په لوبډله کې د لوبې پرمهال منځنی و، یعنې مېډل ارډر توپوهونکی و. دی به زیاتره وخت په پنځم مقام لوبغالي ته د توپوهنې لپاره ښکته کېده. موږ یې دلته ځینې کارنامې شریکوو. ایم ایس ډوني او کارنامې یې ډوني په ۲۰۰۴ م کې کرکټ ته راغی او د هندوستان … نور ولولئ
افغانستان

افغان فلم د غازي امان الله خان په اړه مستند فلم نندارې ته وړاندي کوي

ليکنه: مدثر دعوت د افغانستان د خپلواکۍ د اتل شاه غازي امان الله خان جوړ سوی فلم د کابل په سينماو کې نندارې ته وړاندي کېږي. د افغان فلم رئيسي صحرا کريمي پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې غواړي د افغان فلم له لوري د شاه غازي امان الله خان په اړه مستند فلم د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو د ۱۰۱مې کليزي په وياړ په پلازميني کابل کې نندارې ته وړاندي کړي. نوموړې په خپل … نور ولولئ
پوهنه

چه ګوارا څنګه دا لقب ترلاسه کړ؛ د هغه د ژوند ژور او جالب اړخونه

ژباړه: نجم الرجمن ناصري ارنستو رافایل ګوارا دلاسرنا چې په چه ګوارا مشهور دی، انقلابي مارکسیست او د کوبا د چریکي جنګ رهبر د ژوئن (د مسیحي میاشتو شپږمه میاشت) په ۱۴ په کال ۱۹۲۸ د آرژنتاین په روساریو ښار کې په یوه اسپانیايي- ایرلندي کورنۍ کې وزږید. د پلار نوم یې ارنستو ګوارا لینچ او مور یې سلیا دلاسرنا نومېده. چه ګوارا د جولای د ۲۶ د جنبش چې رهبري یې فیدل کاسترو کوله، … نور ولولئ
سپورټ

بابراعظم باید په آی پي اېل کې وي

سپورټ یاران د پاکستاني مخکښ توپوهونکي بابراعظم په اړه نوې څرګندونې د انګلستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبغاړي او اوسني کرکټ مبصر ناصرحُسېن کړي دي. هغه ویلي چې بابراعظم یو وړ کرکټ لوبغاړی دی او باید اوس آی پي اېل کې وای. د پاکستان کرکټ لوبغاړو ته د هندوستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي کړکېچ له امله د لوبېدو اجازه نه ورکول کېږي. ۲۰۰۸ کال کې چې د یاد لیګ لومړی پړاو و، پکې پاکستاني کرکټ … نور ولولئ
ادبیات

بې باکه لیکوال سعادت حسن منټو؛ د هغه ژوند او بربنډه لیکوالي

“سعادت حسن منټو ” د اردو ادب لوی لیکوال، افسانه او ډرامه لیکونکی و. سعادت حسن منټو ” د غلام حسن منټو زوی په قوم او ذات کشمیری و. حسن منټو ۱۹۱۲م د مۍ د سبراله، په لدهیانه سیمه کې زېږېدلی دی. دوستانو به یې د “ټامي” په نامه بللو. منټو په خپله کورنۍ کې یو بې زړه او خاموش ماشوم و، ځکه د میرنیو خویندو وروڼو سربیره د پلار د توندې رویې له امله … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د بارک اوباما د ژوند اړخونه؛ اووه ځلې یې ژړلي دي

لیکنه: ملیحه ناصري بارک اوباما په ۱۹۶۱ز کې زېږېدلی دی. د پلار نوم یې بارک حسین اوباما، د مور نوم یې آن دانهام دی. یو یې اصلي پلار و او بل سړي ته یې هم پلار ویلي و، دوی دواړه مسلمانان و، خو دویم بارک اوباما عیسوي شوی. یانې مذهب یې مسیحیت او په مسیحیت کې پروټسټانټ دی. په هونولولو-هاوايي کې زېږېدلی. د ایلینوي- شیکاګو یې استوګنځی دی. د بارک اوباما مېرمن (مېشل اوباما) نومېږي. … نور ولولئ