بریا او پرمختګ

په لومړي ځل د نوبل د کیمیا جایزه، دوو مېرمنو ته ورکړل شوه

خبر: نسیمه محمدي د سویدن د سلطنتي علومو اکاډمۍ، چهار شنبه د اکتوبر اوومه، ۵۱ کلنه فرانسوۍ دانشمنده امانوئل شارپېنټر او۵۶ کلنه، امریکایۍ پوهه جنېفر دودنا، د ۲۰۲۰م د کیمیا د نوبل جایزې ګټونکې معرفي شوې. د داورانو کمېټې په خپله وینا کې ټینګار وکړ، هغه کړنلاره چې دغو دوو پوهانو د (جنټیکي قیچي) په نامه جینومونو د رغونې د پراختیا لپاره رامنځته کړې، له څېړونکو سره مرسته کوي، چې وکولای شي”د حیواناتو، بوټو DNA … نور ولولئ
سپورټ

د پنجاب پر وړاندې د وارنر ریکارډ

ډېوېډ وارنر په آی پي اېل لوبو کې یوازینی لوبغاړی دی، چې د پنجاب لوبډلې پر وړاندې یې په آی پي اېل کې د لوبېدلو له وخته تر دې دمه اووه نیمه سلیزې وهلې دي. دا لومړی ځل دی، چې حیدراباد لوبډله پنجاب ته په پنځوس جمع منډو ماتې ورکوي. له دې وړاندې په آی پي اېل کې د حیدراباد لویه بریا په ۲۰۱۹ کې د پنجاب پر وړاندې په ۴۵ منډو وه. ۲۰۱۹ کې … نور ولولئ
افغانستان

اريانا سعيد: طالبانو ته په قطر کې کنسرت ورکوم

خبريال: مدثر دعوت سندرغاړي او د بشر د حقونو فعالې اريانا سعيد ويلي چې که طالبان وغواړي په قطر کې کنسرت ورکوي. د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعاتو د انيستېتوت او نوروز راديو په جوړه سوې انلاين غونډه کې چې ” د افغانستان سوله او د ښځو حقوق” تر عنوان لاندې جوړه سوې وه ،د طالبانو سره د افغان حکومت د سولې تر تړون وروسته د ښځو د حقونو د ساتنې او د دوی په وړاندې … نور ولولئ
رسنۍ

تاج ملوک عالم: نجيب ترکې سره زياتی کېدی!

خبريال: مدثر دعوت د افغانستان کريکټ ملي لوبډلې لومړنی کوچ او بنسټ ګر تاج ملوک عالم وايي د نجیب ترکي سره يقيناً زياتي وسو. نجيب الله ترکی چې د روانې اکتوبر په دويمه نېټه د ټکر له امله سخت ژوبل سو د دوشنبې په ماښام يې ساه ورکړه او د سې شنبې په ورځ ننګرهار کې په خپله پلرنۍ هديره کې ښخ کړل سو. د نجيب ترکې په مرګ د ولسمشرۍ ماڼۍ ترڅنګ، افغان سياسيونو،کريکټرانو … نور ولولئ
سپورټ

نجیب ترکی او لوبې یې

نجیب ترکی، چې د افغانستان د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ اوسېدونکی و، په ۱۹۹۱ م کې زېږیدلی و او د سه شنبې په شپه د ۲۹ کلونو او ۲۴۶ ورځو په عمر ومړ. نجیب ترکي په ۲۰۱۷ کې د افغانستان لپاره یوازې یوه یوورځنۍ لوبه کړې، چې په دې لوبه کې یې په ۱۸ توپونو ۵ منډې کړې وې. هغه د ایرلېنډ خلاف دې لوبه کې د بېري مک کرتي لخوا د ټېم مورته … نور ولولئ
سپورټ

د نجيب الله ترکې لوبو ته لنډه کتنه

خبريال: مدثر دعوت افغان کريکټر نجيب الله ترکی د ۲۹ کلونو په عمر وفات سو. نجيب الله ترکي د نو اکتوبر په دويمه نېټه د ټکر له امله سخت ژوبل سو چې د مرګ تر وخته لاهم په کوما کې وو. که څه هم د نوموړي د روغتيا او درملنې په اړه افغان کريکټ بورډ او ډاکترانو ډاډ ورکوی، خو نور يې د حق داعي ته لبيک ووايه. نجيب الله ترکي خپله وروستۍ لوبې په … نور ولولئ
سپورټ

په آی پي اېل کې ځوان لوبغاړي

د ای پي اېل سوداګریزې کرکټ لوبې چې د سپټمبر په ۱۹ مه په عربي متحده اماراتو کې پیل شوي، پکې د ځوانو لوبغاړو پایله مثبته ده. د مثال په ډول د یو څو ځوان لوبغاړو یادونه کوو. راشدخان ۲۲ کاله عمر لري، په آی پي اېل مطرح لوبغاړی دی او په ښه ایکانومي کې درېیم ځای لري. واشېنګټن سونډر ۲۰ کاله عمر لري او آر سي بي لوبډله کې ښه بالر دی. یس واشي … نور ولولئ
خوندیتوب

نجیب ترکی لا هم کوما حالت کې دی

د ملي لوبډلې پیلیز او بریدګرتوپوهونکی جمعې په مازیګر د اکټوبرپه دویمه د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند بګرامیو موړ ته نږدې د یو سراچه ډوله موټر لخوا ووهل شو. هغه ویډیو چې د په سیمه کې د امنیتي کمرو لخوا اخیستل شوې، نجیب ترکی پکې لیدل کېږي، چې له یوې هټۍ د توکو له پېر وروسته راوځي او غواړي د سړک بلې خواته تېرشي، چې دی له رېکشې څخه په تېرېدو سره د … نور ولولئ
رسنۍ

مراکيش ګلشن ګرور ته د شاه له امله ویزه ورنه کړه

خبريال: مدثر دعوت د باليووډ سېنما مشهور لوبغاړی ګلشن ګرور وايي غوښتل مې د مراکېش منظره وکړم خو يوې نجلۍ وېزه رانکړه. ګلشن ګرور په باليووډ سېنما کې يو له منفي اداکارانو څخه دی چې په افغانستان کې يې هم ډېری خلک پېژني. ګلشن د شکتي کپور سره يوځای د “انډيا بیسټ ډانسر” په خپرونه کې مېلمه وو چې ددې نندارې کوربنې نورا فتاحي چې مراکيش الاصله کاناډايئ ده،ورسره يې خبرې کولې. دی د مراکېش … نور ولولئ
ادبیات

بیټ نیکه «پېژندنه»؛ ستر روحاني شخصیت

ژباړه: نجم الرحمن ناصري بیټ نیکه، چې په ځینې پخوانیو کتابونو کې د شیخ بیټني او شیخ بټن په نامه یاد شوی، د پښتنو قبایلو د لرغونو مشاهیرو له جملې څخه دی. د هغه ژوند مورخینو له  ۳۰۰ هجري تر ۴۰۰ هحري تخمین کړی. له ټولو څخه پخوانی کتاب چې د نوموړي په هکله معلومات ورکوي هغه د سلیمان ماکو تذکرة الاولیا کتاب ده، چې د اوومې پېړۍ په لومړیو شلو کلونو کې یانې وروسته … نور ولولئ