افغانستان

ښاپيرۍ نغمه: د هغه ولس هنرمنده يم چي موسيقي يې خوښه،خو هنرمند يې ندی خوښ!

ليکنه: مدثر دعوت د افغانستان مشهوره سندرغاړې ميرمن ښاپيرۍ نغمه وايي خلک يې لاهم د هنر او هنرمند قدر نکوي. ښاپيرۍ د خپلي ځوانۍ په دور کي د خورا سختو تکليفونو ګاللو سره سره د موسيقۍ په ډګر کي پاته سوه چي د اواز تر څنګ يې ښايست هم ددې د شهرت يو لوی لامل بللی سو. نغمې د امريکا ږغ ډيوې څانګي سره په مرکه کي د خپل ژوند په اړه ږغيدلې. ښاپيرۍ وايي:” … نور ولولئ
پوهنه

د ابوبکر صدیق رض لنډه پېژندنه

ژباړه: ملیحه ناصري ۱- د اسلام مبارک دین لومړنی خلیفه او د حضرت محمد ص ملګری و. ۲- تر حضرت محمد ص دوه کاله او څو میاشتې کوچنی و. ۳ – د حضرت بي بي عایشې رض پلار و ۴- د حضرت محمد ص لومړنی ځایناستی و. ۵ – د هجرت پر لسم کال خلیفه شو، دوه کاله او څو میاشتې یې خلافت وکړ. ۶- په درې شپیته کلنۍ له فاني نړۍ څخه وکوچېد. ۷ … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

د سوداګریزو لوبو شپږ غوره لوبډلې

یاران سپورټس د کرېک اېنفو وېبپاڼې د شپږو هغو لوبډلو نوملړ خپور کړی، چې سوداګریزو لیګونو کې لوبېږي او تر نورو لوبډلو د اتلولیو په ګټلو سره ښې ځلېدلي دي. په دغو لوبډلو کې د هندوستان، پاکستان، اسټرالیا، ویسټ انډیز او انګلستان هېوادونو لوبډلې شاملې دي. ممبيي انډیئنز لومړۍ لوبډله د ممبيي لوبډله ده، چې د وېبپاڼې په وینا ډېره بریالۍ تمامه شوې او په سوداګریز لیګ آی پي اېل کې یې خپل ښار ممبيي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

" مینه " هماغه ده چې ستا په زړه کې ده !

وه یې پوښتل: نوم مو؟ ـ  مِهر؟ ـ معنی یې؟ ـ مینه! ـ بیا خو به د مینې په تعریف هم ښه پوهېږي، نو د مینې په هکله څه وایست؟ ومې ویل: له زړه جواب درکړم که له مغزو؟ ـ له زړه ـ  مینه، لکه ★ اوښکې ★ چې د پلار په لېدو مې د “کمزوری” په جامه کې د سترګو له درشله راوځي، کمزوري اوږې مې د یو دروند بار لاندې حسوم. د مور … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د پاکستان په دیني مدرسو کې ملایان پر ماشومانو جنسي‌تېري کوي

لیکنه: مدثر دعوت د پاکستان په دينو مدرسو کې پرماشومانو جنسي تېری کول عادي دي، خو پر دې موضوع هېڅوک د خبرو کولو حق هم نه لري. په پاکستان کي تر ۲۲۰۰۰ ډيرې راجستر شوې ديني مدرسې شته چې تر دوو ميليونو ډېر ماشومان پکې زده‌کړې کوي. په دې وروستيو کې اسوشيتدپرس خبري اژانس يو راپور خپور کړی، د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې يې د لسګونو هغو کورنيو سره مرکې کړې چي ماشومان يې … نور ولولئ
سپورټ

د نبي له ماتې وروسته د راشد او رسل سیالي؛ که د خان بریا غواړئ، افغانان رایه ورکولو ته راوبولئ

لیکنه: محمدصابر حمیدي د کرکټ په برخه کې د نړۍ مشهوره وېبسایټ (ESPNcricinfo) د شل آوریزه سیالیو د غوره لوبغاړو ترمنځ سیالۍ اچولي، چې د ټولنیزو رسنیو له لارې د رایو په ورکولو سره غوره لوبغاړي ټاکل کېږي. دې وېبسایټ لومړی د ۳۲ لوبغاړو ترمنځ سیالۍ واچولې، چې له ډلې یې ۱۶ لوبغاړو دویم پړاو ته لاره پيدا کړه، خو پاتې ۱۶ لوبغاړو بیا د سیالیو سره مخه ښه وکړه. په لومړي پړاو کې ګډونوال … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

دویمه برخه؛ (یو څوک باید ولرې)

یو څوک باید ولرې؛ کله چې خوږه مړۍ خورې دریاد شي او نېمه د هغه/ هغې په نوم وساتي. یو څوک باید ولرې؛ چې په نوم یې د یادښت کتابچه کې څه ولیکي. یو څوک باید ولرې؛ چې د موبایل پر سکرین یې انځور پریږدې. یو څوم باید ولرې: چې د ښېګنو لپاره دې بدګڼې هېروي. لس منفي نقاطو ته دې نه ګوري په یوه ښېګڼه دې خپلوي. یو څوک باید ولرې: چې ستا په … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ولې پر یوه بې کفایته شخص مئینږو؛ څو سببونه مو راټول کړي

ژباړه: نسیمه محمدي کله چې د عاطفي اړیکو خبره رامنځته شي، موږ د شخص د سنجولو لپاره د معیارونو لېست لرو. بعضې له موږ څخه څېرې، مال او شتمنۍ ته پام کوو، د شخص د لوړ اعتماد په نفس، په لوریېنه یا سخاوت زړه تړو. خو ولې بعضې له موږ څخه د یوې اړیکې په لړ کې ناسم شخص ټاکو، سره لدې چې له وړاندې پوهېږو، چې څه غواړو؟ د انسانانو د ذاتي پيدایښت له … نور ولولئ
پوهنه

د ننګرهار د پوهنې ریاست زده کونکو ته تلویزوني تدریس پیل کړ

ليکنه: شپنه سلګۍ شرق راډیو – تلویزیون د زده‌کوونکو لپاره د تدریس لړۍ پیل کړه! له څلورم څخه تر نهم ټولګي پورې د زده‌کوونکو لپاره د شرق راډیو تلویزیون له لارې د درسونو لړۍ پیل شوه. شرق راډیو تلویزیون د یونسیف په تخنیکي مرسته زده‌کوونکو ته په وړیا توګه تدریس کوي. د ننګرهار د پوهنې رییس حسيب الله شينواري د شرق راډیو تلویزیون له مشرتابه مننه وکړه چې د کرونا په دې حساس وخت کې، … نور ولولئ
پوهنه

منار جام

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ منار جام له خښتو جوړ شوی، د نړۍ دویم منار دی، چې د غور په شهرک او ولسوالۍ کې تقریباً له اتو سوو کلنو څخه په برم سره ولاړ دی، چې د ۱۱۶۳ع څخه تر ۱۲۰۲ ع پورې د غوري پاچا «سلطان غیاث الدین غوري» له خوا ودان شو. د منار بېخ دایروي دی چې د یوه مدار تر پوره کېدو وروسته د دويم مدار د بهرنۍ خوا پلنتیا لږ شوې ده. … نور ولولئ