په زړه پورې

د عامرخان له لورې غريبانو ته حيرانوونکې ډالۍ!

خبريال: مدثر دعوت د باليووډ مشهور اداکار عامرخان غريبانو ته يو ډول حيرانوونکی خيرات ويشلی. شاید په تيرو څو ورځو کې مو پر ټولنيزو رسنيو دا اوازې ډيري تعقيب کړي وي چې عامر خان د غريبانو خلکو کورونو ته په اوړو کې پيسې ورليږلي دي. هو دا رښتيا دي! کيسه داسي ده چي عامرخان خلکو ته يو يو کيلو غنم ويشله نو هغه کسانو به دا خيرات قبلوی چې ډير به غريبان وه او هغه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

روژه کې د صدقې ورکول او ستر ثواب یې

روژه له خوارک، څښاک څخه ځان ساتل دي، که د یو پلوه د الله ج د امر پلي کول دي، نو له بل پلوه د هغو بیوزلو او نادارو احساسول دي، چې ټول عمر په وږي نس ویده کیږي. همدا ده چې په روژه کې د صدقې اجر دوه برابره کېږي. که چا یو روژتي ته افطار ورکړ، ګوندې چې روژه یې نیولي وي، الله تعالی په روژه کې په خپلو بندګانو ډېره لورینه کوي، … نور ولولئ
سپورټ

قېس احمد او کرېس ګېل په یوه لوبډله کې یو ځای شول

یاران سپورټس د افغانستان د ننګرهار ولایت کامې له ولسوالۍ څخه لېګ برېک بالر قېس احمد اوس د نړۍ په کچه یو مشهور کرکټ لوبغاړی دی، دی په بنګله‌دېش لیګ، بېګ باش لیګ، کارابین لیګ، ټي ټېن لیګ، ګلوبل لیګ او نورو لیګونو کې په دلچسپۍ اخیستل کېږي او لوبېږي. تېر کال سي پي ایل کرکټ سیالیو کې ولوبېد، چې ډېره اغېزلرونکې توپ اچونه یې وکړه. هغه په ویسټ انډیز سوداګریز کرکټ لیګ یا سي … نور ولولئ
پوهنه

حضرت عمر (رض) او بېساری ټولنیز عدالت یې

ژباړه او راټولونه: ملیحه ناصري عمر بن خطاب (عمر فاروق) رض په ۵۸۶ ز کې په مکه مکرمه کې وزېږېد او په ۶۴۴ ز کې د نوامبر پر ۶ په مدینه منوره کې ومړ. د حضرت محمد ص صحابه، نږدې ملګری او د اسلام مبارک دین دویم خلیفه و. حضرت عمر رض غښتلی، قوي، جدي، نیاومن، صادق او رښتینی و. هېڅکله یې شخصي ګټو ته لومړیتوب نه ورکاوه. ملي ګټې یې پر فردي ګټو غوره … نور ولولئ
پوهنه

د امان الله خان ۶۰ تلین

لیکنه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ  شاه امان الله خان د حبیب الله خان زوی مور یې سرور سلطانه بیګم او مېرمن یې ملکه ثریا نومېده. شاه په ۱۸۹۲ کې د کابل په پغمان سیمه کې زېږېدلی دی. په ۱۹۱۹م کال کې د افغانستان پر تخت کېناست. شاه امان الله خان او مېرمن یې له نن څخه ۱۰۰ کاله وړاندې د هېواد د یو خپلواک او معاصر افغانستان د جوړېدو خوبونه لیدل، او ددې خوبونو لپاره … نور ولولئ
افغانستان

پاچا امان الله د انګرېزي استخباراتو په توطیو کې

لیکنه: محمد انور آڅړ دا ښکاره خبره ده چې د شاه امان الله خان پاچاهي د انګرېزي استخبارتو د توطیو له امله له منځه ولاړه، خو د پاچا په پرځولو کې انګرېزان خپل لاس لرل نه مني او اوس چې نږدې نوي کلونه تېر شوي دي بیا هم نه غواړي د امان الله خان د راپرځولو په اړه څوک پوه شي او چا ته اجازه نه ورکوي چې د امان الله خان اړوند اسناد د … نور ولولئ
پوهنه

د لاهور شاهي جومات

ژباړه: حمیدالله حمیدي د بادشاهي مسجد د پاکستان دویم لوی مسجد دی، چې د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې موقعیت لري. دغه مسجد په ۱۶۷۳ مېلادي کې د هند د ګورګانیانو د وروستي امپراتور اورنگ ‌زیب عالمگیر په امر جوړ شوی دی، چې کله کله دغه مسجد د عالمګیري مسجد په نامه هم یادېږي. د بادشاهي مسجد په پاکستان کې د شاه فیصل له مسجد وروسته دویم او د جنوبي اسیا په کچه پنځم … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان؛ ټېنډولکر، ویرات کولي او ډوني یې د خوښې لوبغاړي دي

یاران سپورټس د افغان لوبډلې ۲۱ کلن غوره لېګ برېک بالر او ګوګلي ماسټر له قوله د کرېک ټرکر وېبپاڼې یو راپور خپور کړی دی، چې پکې یې له راشدخان څخه د هغه د خوښې توپ وهونکو او بالرانو پوښتنه کړې، چې راشدخان ورته د ویرات کولي، سچېن ټېنډولکر، ایم ایس ډوني او انېل کومبلی هغه لوبغاړي دي، چې راشدخان یې یادونه کړې او د خپلې خوښې هندي لوبغاړي یې بللي دي. تاسې د یاران … نور ولولئ
افغانستان

ملي امنیت شورا؛ د طالبانو په بریدونو کې هره ورځ ۱۵ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړوي

لیکنه: ولمه ځلا  ملي امنیت شورا وايي له یوې نیمې میاشتې راهیسې د طالبانو په بریدونو کې زیاتوالۍ د دې ښکارندوي کوي چې د سولې خبرو ته ژمن نه دي. د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د غويي میاشتې په شپږمه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل طالبانو د پخوا په پرتله په خپلو بریدونو کې زیاتوالی راوستی دی چې د سولې پروسه به له ننګونو سره مخ کړي. ده وویل … نور ولولئ
پوهنه

سلطان صلاح الدین ایوبي

ژباړه: ملیحه ناصري سلطان صلاح الدین ایوبي بن یوسف په صلیبي جګړو کې د مسلمانانو مشر او سردار و. ایوبیانو له ۱۱۷۱ تر ۱۲۶۰/۱۲۵۰ز پورې په مصر، عراق او سوریه کې حکومت وکړ. سلطان صلاح الدین په ۵۳۲ هجري قمري کې په ټکرېټ کې وزېږېد. ماشومتوب یې په دمشق کې تېر کړ او تر هغو چې پوځ ته ننوته، ډېر وخت یې د جګړو پر ځای دیني بحثونو ته ورکاوه. پلار یې د ټکرېټ والي … نور ولولئ