افغانستان

کرونايي ماحول او اختر؛ د څو ولایتونو له رواجونو مو خبروو

د یوې میاشتې پرهیزګاري، عبادت او د تندي او لوږي ختمېدو سره د بلې ورځې پیل ته اختر وایي، چې اختر د ورور ګلوي نښه ده، د انسانانو جسمي او روحي غوښتنه پوره کوي، د یووالي پیغام راوړونکی دی. لکه څنګه چې سږکال کوچنی اختر د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال راورسېد. او د ویروس له کبله له مخکنیو اخترونو څخه بېل دی او لمانځل یې هم په ولایتونو او هم په کابل کې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

اختر کې دا رواجونه جالب دي؛ ایا ستاسې په سیمه کې شته؟

اول راځئ واده کړي داسې صحنې ته بوزم چې پرې تیر شوي او مجردان دې ورته چمتو شي. ډیرو سیمو کې چې کله نامزادي وشي، نو اخترونو کې چې زوم د سخر کور ته ورځي، له ځان سره د بیلابیلو وچو تازه میوو، جامو، ګاڼو ترڅنګ یو بل لګښت هم کوي او په اصطلاح جیب ته اور اچوي. هغه لګښت دا دی چې د سخر کور ماشومانو، ښینو، د میرمن تره لورګانو، خواښې ته پیسې … نور ولولئ
پوهنه

ږیره، د زامې له هډوکو ساتنه کوي

ژباړه: نسیمه محمدي څېړونکي باور لري، چې ږیره د فزیکي ضربو د زیان په مخنیوي کې رول لري. د یوې تازه ترسره شوې څېړنې پایلې ښيي، د نارینه وو ږیره/ د مخ وېښتان، پر مخ د ګوزار شدت کموي او د ژامې هډوکي د زیانمن کېدو څخه ساتي. څېړونکو د چارلز داروین د نظریې په استناد، پر دې بنا چې د زمري یا د دې حیوان له مخ څخه ساتنه کوي، په دې وروستیو کې … نور ولولئ
پوهنه

د افغانستان په کليو کې اختريز مراسم

ليکنه: شپنه سلګۍ د نړۍ او هيواد خلک تل خپل کلتور او دودونو ته په درنه سترګه ګوري او خپل کلتوري او مذهبي مراسم په معتبره او ښه توګه لمانځي. زمونږ دغه دودونه او کلتور ډير اوږد تاريخ لري،په دې ليکنه کې مو ځينو هغو اختريزو مراسمو ته لنډه کتنه کړې چې په کليو او بانډو کې پالل کيږي. اختريز مراسم اخترونه زمونږ د خلکو د مذهبي خوښيو ورځي دي،په دغه ورځو کې خلک خپلې … نور ولولئ
پوهنه

د ترکیې په استانبول کې د ایوب سلطان مسجد

ژباړه: حمیدالله حمیدي د ایوب سلطان مسجد، لومړنی مسجد دی، چې په ترکیه کې د استانبول له فتحې وروسته په دغه ښار کې جوړ شوی دی. دغه مسجد په ۱۴۵۸ مېلادي کال کې د عثماني ترکانو لخوا د استانبول د ایوب په سیمه کې، چې د طلایي شاخ له خلیج سره نېږدې موقعیت لري جوړ شوی دی. د ۱۸مې پېړۍ په وروستیو کې د سختې زلزلې له کبله د مسجد ډېری برخې ونړېدې او ورانې … نور ولولئ
په زړه پورې

سږکال د بريتانيا مسلمانان اختر په متفاوت ډول لمانځي!

خبريال: مدثر دعوت په بريتانيا کې مسلمانانو د اختر په شپو ورځو کې د پر کور پاته کيدلو ږغ کړی. په انګلستان کې هم له د اسلامي هيوادونو په څير د اختر په مناسبت د مسلمانانو ترمنځ د اختر لمونځ،مبارکۍ او راسه درسه ترسره کيږي خو دا کال به يو څه متفاوت وي. د کرونا ويروس په خاطر د ټولنو مشرانو خلک تشويقوي ترڅو په اختر کې د خلکو کورونو ته ولاړ نسي او بيله … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په غزاګانو کې د ښځو ونډه او نه هیریدونکې مبارزه

له كومې ورځې چې انسان دې ښکلي او شنه ستوري ته راغلی دی، انانیت ورسره یو ځای را غلی دی. لومړی انسان هابیل هم د دې انانیت ښکار شو، او مړی یې خپل ورور قابیل ته ور په غاړه شو، چې کله هم په خلکو وخت تېر شو زړونه یې سخت شول الله پاک ورته نبیان او رسولان راولیږل، خلک یې بېرته خپل توحید ته راوبلل، له توحید وورسته نړۍ بیا شرک ونیوله، هر چا … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

زکات، خيرات او سرسايه چاته او څرنګه باید ورکړل شي؟

د زکات حکم زکات په قرانکریم کې له لمانځه سره جوخت ۳۲ ځله ياد شوی او د هجرت په دويم کال کې فرض شوی. د زکات د وجوب شرائط او د لزوم اسباب یې اته ۸ دي: څلور یې د زکات ورکوونکي په نفس پورې اړه لري چې په دې ډول دي: ۱_ اسلام؛ يعني زکات ورکونکی به مسلمان وي. ‌۲_ حریت؛ يعني زکات ورکونکی به غلام نه وي. ۳_ عقل؛ ليونی به نه وي. … نور ولولئ
پوهنه

د نړۍ حیرانونکي هوټلونه

لیکنه او راټولونه: عایشه حیدري مسافرت د ژوند‌ یوه خوندوره برخه ده، چې نن ورځ په نړیوال صنعت باندې بدل شوی. او د نړۍ په ټولو هېوادونو کې هڅه شوې چې د مسافرينو لپاره د اړتیا وړ امکانات او اسانتياوې برابرې شي. ځینو بیا په دې کې ډېر حیرانونکي او د پام وړ کارونه ترسره کړي، چې د ګرځندویانو پاملرنه خپل لوري ته را  واړوي. د دغو ټولو هڅو او حیرانونکو کړنو له ډلې یوه … نور ولولئ
ادبیات

د افغانستان کلتور/ فرهنګ (تنوع)

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ افغانستان یو غرنۍ او تاریخي هېواد دی، چې مخینه یې د ډېرو حادثاتو او واقعاتو ګواه دی. پوهانو کلتور ته بېلابېل تعریفونه ورکړي. د یو قام دود دستور، مذهبي عقیده، ژبه، موسیقي، کالي، ودانۍ، ادب، ارمانونه، خوبونه، لنډه دا چې د ټولنیز ژوند ټول اړخونه د هغوی کلتور جوړوي. افغانستان یو په زړه‌پورې او د امېل کلتور او فرهنګ درلودونکی دی، چې تر اوسه ډېرو ټکو پکې بدلون موندلی دی، خو له … نور ولولئ