ژوند بڼه

د افغانستان د کرکټ بنسټګر؛ تاج ملوک عالم

لیکنه: سمیع الله درانی کله چې په ۱۹۹۶م کې په افغانستان کې د طالبانو واکمني وه، نو په همدغه وخت کې د افغانستان د کرکټ لپاره هلې ځلې پیل شوې، په رسمي ډول کرکټ بورډ جوړ شو، خو بیا هم کرکټ یوه مطرح لوبه نه وه او افغانستان کې یې مینه‌وال خورا کم و. خو کرکټ په هغو افغانانو کې یوه د خوښې لوبه وه، چې له افغانستان څخه بهر هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان … نور ولولئ
پوهنه

د احمد شاه بابا ژوند ته لنډه کتنه

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ احمد شاه بابا د زمان خان زوی د دولت خان لمسی او د سرمست خان کړوسی ‍په خټه ابدالي سدوزی د افغانستان نومیالی پاچا او د منځنۍ اسیا نامتو شهنشاه اوبریالی امپراتور و، چې په ۱۷۲۳م په هرات کې زېږېدلي دی. مشر ورور يې ذوالفقار خان چې د پلار له مرګه وروسته د هرات د حاکم په حيث دنده اجراء کوله، مور يې چې زرغونه نومېدله. په خټه الکوزۍ يوه پوهه او … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

اصغر افغان، کرکټ او نور معلومات

لیکنه: سمیع الله درانی اصغر افغان چې ۳۳ کاله عمر لري اصلاً د افغانستان د کابل ولایت اوسېدونکی دی. ده په پاکستان کې د مهاجرت پر مهال کرکټ کاوه او کله چې په ۲۰۰۰م کې د افغان لوبډلې د جوړولو هڅې پیل شوې، نو اصغر افغان هم له ملي لوبډلې سره مل شو. هغه له همغه وخته، چې لوبډله جوړه شوه، په کرکټ یې د افغانستان استازولي پیل کړه. دی په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰م کلونو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

پاسپورټونه ولې بېلابېل رنګونه لري

لیکنه: عایشه حیدري که کله هم تاسو سفر کړی وي، نو ارومرو به تاسو له لسګونو نورو کسانو سره پاسپورټ په لاس، په هوایي ډګر د خپل پاسپورټ د تاييد په تمه پاتې شوي یاستئ، نو که تاسو په دغه وخت کې د مسافرینو لاسونو ته ځیر شئ، نو په پاسپورټونو کې به یو ډېر حیرانونکی توپیرونه ووینئ چې د نورو توپیرونو ترڅنګ یو ستر توپیر د پاسپورټونو رنګ دی. باید یادونه وکړو د پاسپورټونه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د يوه ماشوم د مور مړينې پر شاهرخ خان اغېز وکړ

لیکنه: مدثر دعوت په هندوستان کې د يوه ماشوم او مور ويډيو د باليووډ د باچا پام اړولی. د هندوستان په مظفرپور کې له ريل سټيشن سره د دوو نيمو کلونو په عمر ماشوم د خپلې مړې مور له جسد څخه پړونی کشوي او يو ډول سرګردانه ښکاري. دا زړه‌بوږنوونکې ويډيو پر ټولنيزو رسنيو خورا اوړي را اوړي چې د نورو تر څنګ يې د شاهرخان توجه هم جلب کړې او خورا يې متاثره کړی. … نور ولولئ
سینما او موسیقي

هغه هنرمندان چې تر دې دمه د کرونا ښکار شوي

ژباړه: نسیمه محمدي کوويډ- ۱۹ او کرونا وایروس اوس د زیاتو تکراري نومونو څخه دي. له ختیځه تر لوېدیځه یې د ټولې نړۍ خلک نیولي او د دولتونو په لویې ستونزې بدله شوې ده. تر اوسه د نړۍ په کچه له دې ناروغۍ  (۳۷۵۹۹۴) کسان مړه شي دي. د کوویډ- ۱۹ ناروغانو په ډله کې ځینو هنرمندانو لکه ټام هنکس او ریتا ویلسون دا چانس درلود، چې پر کرونا وایروس بریالي شي، خو داسې کسان … نور ولولئ
سیاست

يوسفزۍ ته د علي وزير پېغور

لیکنه: مدثر دعوت د پښتون‌ژغورنې غورځنګ مشر او د پاکستان د ملي شورا غړي علي وزير د ملالې يوسفزۍ پر ټويټ نيوکه کړې. د ښځو د حقوقو فعاله او د نوبل د جايزې ګټوونکې ملالې يوسفزۍ په امريکا کې د تور پوستو د ټولنې په ملاتړ ټويټ کړی او هغوی ته يې د عدالت غوښتنه کړې. ملالې پر خپل ټويټر اکاونټ ليکلي: “زه د تور پوستو له ټولنې سره د احمود اربري، بيرونا ټايلر جورج … نور ولولئ
اقتصاد

هغه ۱۰ کسان چې په یوه اونۍ کې یې د نړۍ تر بل هر چا ډېرې پيسې ګټلې

لیکنه: محمدصابر حمیدي یوې امریکايي مجلې د لسو هغه کسانو نومونه خپاره کړي، چې په نړیواله سطحه یې په یوه اونۍ کې تر نورو ټولو ډېرې پيسې ګټلې دي. د فوربز په نامه یادې امریکايي مجلې هغه فهرست خپور کړی، چې د مې میاشتې له ۲۱ تر ۲۸مې، چې یوه اونۍ کېږي، ډېرې پيسې ترلاسه کړې دي. د دې فهرست په لومړي ځای کې د لويي ویتان شرکتونو مشر برنار آرنو راغلی. هغه په یوه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د نړۍ لس غوره رسټورانټونه

ژباړه: عایشه حیدري په رسټورانټ کې ډوډۍ خوړل او رسټورانټ ته تګ یوه عادي خبره ده او کېدای شي هر انسان په سلګونو ځلو بېلابېلو رسټورانټونو ته تللی وي او هلته ‌یې ډول ډول خوندور خواړه خوړلي وي، خو په نړۍ کې داسې رسټورانټونه هم شته چې ډېر حیرانونکي دي او ډېرو لږو خلکو به لیدلي وي او د دغو رسټورانټونو د خوړو خوند به یې څکلی وي. د یوه رسټورانټ د ښه‌والي تر ټولو … نور ولولئ
ژوند بڼه

پر تاج محل تندر لوېدلی

خبريال: مدثر دعوت د هندوستان د اتراپرديش ايالت په اګرې سيمه کې د تاج محل پر ودانۍ تندر لوېدلی او ځينې برخې يې ترې ويجاړي کړې دي. د هندي رسنيو د خبر له مخې د هند په شمال کې توپانونو خورا زور اخيستی او ډېر شديد دي. پوليسو د يکشنبې پر ورځ له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې د شديد توپان او تندر په پايله کې د تاج محل د ساختمان ځينې برخې … نور ولولئ